
ځوانې نجونې ځکه د ژوند د دورې په سر کې راوړل کیږې چې دوی مورتوب ته تیاری نیسي. که څه هم د فرصت کړکۍ د مور په نس کې د ماشوم د لومړنۍ نطفې له جوړیدویا القاح (Fertilization)له لومړۍ شېبې څخه نیولې بیا د ژوند تر لومړیو دوه کلونو یا ۲۴ میاشتو پورې موده، ده چې ټولې زر ورځې کېږي، خو که تر امیندوارۍ مخکې د مور بدن په سم ډول اماده شوی نه وي، نو پخپله مور او د هغې ماشوم ته نه راګرځېدونکي زیانونه پېښېدای شي. |
د بلوغ عمر، په نجونو کې توپیر کوي. له اته یا نهه کلني وروسته که یوه جنۍ بالغه شي، نارمل ګڼل کېږي، خو معمولا د ۱۲ او ۱۵ کلونو په منځ کې نجونې بالغېږي. پدې وخت کې د بدن وده، د عضلاتو قوي کېدل او د قد لوړېدل چټکېږي او جنۍ په بدني، احساسي، اروایي او د بدن د دندو له مخې د تکامل له نوو حالتونو سره مخ کېږي. په میتابولیزم کې یې هم تغیرات راځي. پدې عمر کې د دوی بدني او ذهني روغتیا ډېره مهمه ده او باید هڅه وشي، چې متوازن خواړه وخوري، فزیکي فعالیت وکړي، د ژوند او راتلونکي په باب یو څه نوي شیان زده کړي او که امکان او شرایط موجود وي، د مورتوب او واده د مسایلو په باب هم یو څه روغتیاتي او شرعي مسایل زده کړي.
نوې رسېدلې نجونې د بدن د چټکې ودې او د میاشتني عادت له امله د وینې د ضیاع په خاطر د کمخونۍ، د زنک له کمښت او د کلسیوم د کمښت په مقابل کې باید وقایه شي. پروټنیي مواد لکه غوښې، کبان، چرګ، هګۍ او لوبیا د بدن د ودې او عضلي قوت لپاره؛ مېوې او سابه د بدن د مقاومت د زیاتېدو لپاره؛ د شیدو محصولات د هډوکو او اسکلیټ د تقویې لپاره؛ مناسب او په اندازه صحي غوړي د پوره انرژۍ لپاره؛ غلې، دانې او وچې مېوې د انرژۍ او ودې لپاره؛ باید په پوره اندازه ورته برابر شي. مالګه یې باید ایوډین لرونکې وي.
د دې عمر نجونې باید د ټیټانوس پر ضد د واکسین پنځه دورې پوره کړي، چې هم هغه او هم یې تر واده وروسته پیدا کیدونکی ماشوم د تیتانوس له وژونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.
کله چې نجونې واده ته تیاری نیسي او یا تر واده وروسته په لومړیو وختو کې وي باید د پورته یادو شوو ښو خوړو په څنګ کې د اوسپنې او فولیک اسید ګولۍ، ایوډين لرونکې مالګه، که ممکن وي اومیګا–۳ غوړي او وچې مېوې ډېرې وخوري. دا مواد د هغې د راتلونکي ماشوم د دماغ او ذهن د ودې سره مرسته کوي او په نتیجه کې د یو روغ ملت په رامنځته کېدو کې برخه اخلي. که دا نجونې په خوړو او فعالیت کې توازن رامنځ ته نکړي؛ زیاتره د کمخونۍ، شکرې ناروغۍ او چاغښت له خطرونو سره مخ کېدای شي.
د ځوانو نجونو لپاره د مناسبو خوړو او نورو تدابيرو لنډيز - داسې متوازن خواړه وخوري چې پروټین، ویټامین، منرال، کلسیوم، انرژۍ، شحم، قندونه او الیاف ولري. - ایوډین لرونکې مالګه (په خوړو کې په مناسبه اندازه)، اومیګا – ۳ غوړی (که ممکن وي)، د اوسپنې او فولیک اسید ګولي استعمال کړي. - د ټیټانوس ضد واکسین پنځه دورې باید پوره کړي. - فزیکي فعالیت وکړي. - د بدن، جسم او روح د تقويې او ګډ ژوند او واده د مسایلو په باب نوي څه زده کړي. - پاکې اوبه، د پاکې هوا تنفس، ارام خوب، عبادت او دعا او په دغو برخو کې توازن په پام کې وساتي. - درسونه او زده کړې هم په جدي ډول تعقیب کړي. |