
دا خو ټولو ته کره او مالومه خبره ده چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرتله ولسمشر غني له امریکا سره ښه راشه درشه پیل کړې ده، ځکه پخواني ولسمشر له امریکا سره په پیل کې ښې اړیکې درلودې خو کله چې پوه شو چې امریکا نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي له نومړي هېواد سره یې اړیکې خرابې کړې او ان تر دې حده ورسېدې چې امنیتي او دفاعي تړون یې له امریکا سره سره لاسلیک نه کړ. ده په وا ر وار دا خبره کړې وه چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې سوله او امن راشي، ده دا هم په ډاګه کړې وه چې امریکا غله ته وایي چې غلا وکړه او د کور خاوند ته وایي پام دې وي چې غل درنشي، خو په هر صورت دا چې اوس ولسمشر غني له امریکا سره نوي پړاو ته لار مندلې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده تر ټاکل کېدو دوه ورځې وروسته د خپل امنیتي سلاکار محمد حنیف اتمر په واسطه له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړ، دا هغه څه وو چې ټولو افغانانو دې ته تمه درلوده.
وروسته ښاغلي غني په بېلابېلو برخو کې اقدامونه وکړل او په حکومتي ادارو کې یې څه ناڅه اصلاحات رامنځته کړل، ده زیات شمېر لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل او په ځای یې نور کسان وګمارل، په دریم قدم کې ده د سولې په برخه کې چټک ګامونه اوچت کړل تر څو په هېواد کې سوله رامنځته شي د سولې د راوستو په موخه غني بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې لومړی سفر یې له سعودي عربستان څخه پیل، چین، پاکستان، سنګاپور او بېرته په سعودي عربستان پای ته ورسول. ده د سولې په برخه کې بې ساري پرمختګونه وکړل او د افغانانو په ژبو یې د سولې واژه خوره کړه، ټولو افغانان سولې ته لېوال شول او د دوی په منځ کې سولې ته هیلې زیاتې شوې.
خو اوس چې ولسمشر غني امریکا ته په یوه رسمي سفر تللی دی غواړي له امریکا سره خپلې اړیکې پراخې کړي، دی امریکا ته له زیاتو غوښتنو سره تللی دی، لومړۍ غوښتنه یې دا ده چې امریکایي چارواکي د خپلو ځواکونو په ایستلو کې عجله ونه کړي او د دوی ایستل څه ناڅه ورو کړي، بله غوښتنه یې دا کړې چې امریکا د افغانستان د پوځ په روزلو او د دوی د مالي ملاتړ وکړي، چې په عوض کې یې امریکا اته سوه میلیونه ډالر ورکړي دي درېیمه غوښتنه یې په سیمییزو هېوادونو فشار راوستل په ځانګړې توګه پاکستان باندې تر څو د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.
اوس زه وایم چې ولمشر غني هسې بېځایه له امریکا څخه د سولې غوښتنې کوي ځکه تر څو چې امریکا خپلې موخې ته ونه رسیږي په افغانستان کې سوله راوستل به یو خوب لیدل وي، دا سمه ده چې امریکا مالي مرستې را سره کوي خو له بلې خوا له مخالیفونو سره هم دوی مرستې کوي تاسو وګورئ همدا اوس یې د داعیش تر نامه لاندې یوه جنګي ډله را پورته کړې ده او دا ډله د نړۍ په کچه جګړې کوي چې په دې څو وروستیو ورځو کې د دې ډلې انګازې په افغانستان کې هم خورې شوې، تر څو افغانان سولې ته ونه رسیږي، سمه ده له طالبانو سره به سوله وشي خو داعیش سره به څوک سوله کوي دا خو اسانه سوله راوستل دي چې سپین بیرغ په تور بدل شي، دا ډول سولې خو که راشي نو افغانان به سر تر پایه غرق پرق شي. بیا هم هماغه د کرزي خبره ده چې غلا ته وایي غلا وکړه او د کور خاوند ته وایي پام کوه چې غل درځي.
په درناوي
امین پاچا