
محمدانور(آڅړ)
کلتوري(فرهنګي) ترهګري:
نیټه: ۴/۱/۱۳۹۴،ه،ش
په افغانستان کې د پاکستان ای، اس، ای؛ د پخواني شوروي اتحاد د کې، جې، بې اوپه چین کې د انګریزانو د استخباراتو د ادارو لخوا کلتوري ترهګرۍ:
په افغانستان کې د کلتوري ترهګرۍ په لړ کې هغه افغانان چي له (١٣٥٧ه ، ش) کال را په دې خوا پاکستان ته مهاجر شول د پاکستان د څارګرې ادارې (اى، اس، اى) له خوا ډېرو کډوالو ته دا ورزده کړاى شول چي د هرې لارې چي کولى شي پيسې لاس ته راوړي .
(اى، اس، اى) د ملايانو په خوله چور او چپاول، رشوت، د دولتي او شخصي ځمکو غصب کول د ثواب او د غنيمت مال وبلل ، له بلې خوا د همدغې (اى، اس، اى) شيطاني ادارې له خوا وروسته له هغې چې د ډاکټر نجيب الله حکومت سقوط وکړ هغه تنظيمونه چي د نوموړي ادارې له خوا د روسانو سره د جهاد په نوم جوړ شوي وو يو تر بل يي په جګړو سره واچول چي په پایله کې هيواد وران او ويجاړ شو هر څه له منځه ولاړل ، د افغان قومونو تر منځ يې قومي ، ژبني ، تنظيمي ، ګوندي او سيمه یيز توپيرونه او جدايۍ رامنځ ته کړې، خلک په سختو امنيتي او اقتصادي مشکلاتو کې پاتي شول ډير خلک مهاجرتونو ته اړ شول چې له امله یې له هیواد څخه ډېر پوه او مسلکي کسان ووتل او پاتې خلک په داسې کړاؤنو کې ولويدل چي د خلکو څيرو، اخلاقو او حتَی د اغوستلو جامو یې تغير وکړ تر هغې چې ما په خپله يو همځولى او ملګرى چې تر ډيرې مودې مې نه ؤ ليدلى په سختى سره مې وپيژاند دا وجه ده چې خلکو د خپلو مجبوريو له امله ټول دولتي او نور مالونو خرڅول، تر دې چې د مړيو هډونه به ماشومانو په زړو مړيستنو(قبرونو)کې را ټولول او د حيواناتو له هډوکو سره يي يو ځاى خرڅول او پاکستان ته به وړل کيدل، لکه چي ومو ويل (اى - اس - اى) لومړى د استخدام شويو او نيمه ملايانو(د دین دښمنانو) په خوله افغان مهاجرو ته د افغانستان ټولې دولتي شتمنۍ غنيمت اعلان کړې او وروسته يي افغانان د خپل منځي جګړو له امله په اقتصادي مشکلاتو کې ښکيل کړل او هغه خلک چي په افغانستان کې پاتې وو او پاکستان ته نه وو مهاجر شوي هغوى هم د مجبوريو له کبله په جنايتونو ، او خيانتونو او اداري فساد باندې پيل وکړ، دا ډول کړنې د (اى اس اى ) د کلتوري تروريزم مهمه برخه ده چي نن ورځ افغانانو ته هر ډول حرام حلال ښکاري، او افغانانو ته د دولتي شتمنيو لوټول د ثواب کار او د (غنيمت) مال یې بولي ، څوک چې حرام مال پيدا کولى شي د حلال مال په کيسه کې نه دي ، اداري فساد (رشوت) او نور خيانتونه چې له هغې څخه پيسې لاس ته راوړل کيږي (زموږ د ډېریو خلکو د کلتور يوه برخه ګرځيدلي ده) په دې اړه مې د دولت د لوړپوړو چارواکو څخه پخپلو غوږو اوریدلي دي چې ویل یې:« د پېسو اخیستل زموږ او ستاسو کلتور ګرځیدلی دی نو څوک چې په دې وخت کې پېسې نه اخلي بې کلتوره او احمق دی.»
دا شان د حامد کرزي د حکومت یو وزیز چې زما ملګری ؤ یوه ورځ یې زما د یوه کار په اړه پوښتنه وکړه، څنګه ستا کار ترسره شو؟ ما ورته وویل زما کار ونه شو ځکه چې هغه مدیر پېسې غوښتې، وزیر صاحب راته وویل، پېسې به دې ورکړي وای زما یو کار له یوه والي سره بند ؤ په خدای چې پېسې مې ورکړې او وروسته یې کار وکړ.
له بل پلوه که څوک رشوت نه اخلي هغه ته کافر(کمونست، خلقي او پرچمي) وایې په دې هکله لاندې بېلګې وړاندې کوم: د خوست د زراعت ریاست د املاکو مدیر چې زما ملګری ؤ خپل حال یې په دې ډول راته بیان کړ: یوه ورځ یو سړی زموږ دکار دفتر ته راغی او د یو بل مامور په څنګ کې کښیناست، هغه ته یې خپل مشکل وویل، په داسې حال کې چې د دواړو خبرې مې ښې اوریدلې، مامور ورته وویل: دا کومه لویه خبره نه ده هغه د املاکو مدیرصاحب ته ورشه ستا کار به ترسره کړي.
د املاکو مدیر زیاته کړه: هغه سړې زما خوا ته راغلو او په یو ډول لهجه یې راته وویل:
ــ که زما دا کار ترسره شي نو څلوېښت زره روپې به هم درکړم.
ــ ما ورته وویل: پېسې نه غواړم او ستا کار هم ترسره کوم دا کومه خبره نه ده، سړی زما په خبره خواشینی شو او د هغه مامور په څنګ کې کښیناست، دغه سړي مامور ته وویل: وله چې ښه لوی خلقي راته ښکاره شو زما کار نه کوي ځکه چې پېسې نه اخلي.
بل د سترګو لیدلی حال دا دی چې یوه ورځ یو تن د خوست ولایت د غرنیو سیمو اوسیدونکی چې زموږ پژندګلې ؤ ما(لیکلوال) ته وویل: د خپلې مورسره د حج د ادا کولو لپاره کعبې شریفې ته ځم خو له بده مرغه چې زه ویزه (د حج پچه) لرم او مور مې نه لري که دا مرسته راسره وکړې چې د یو تن امر راته واخلې.
ــ ما ورته وویل: ښه ده زه به کوښښ وکړم انشاء الله دا کار به شي.
ــ ده وویل: که دا کار وکړې نو په خدای چې یو موټر د سون لرګي به درته راوړم.
ــ ما ورته وویل: زه دا کار د رشوت لپاره نه کوم ورځه نورې خبرې مه کوه.
ــ ده په خندا وویل: یاره ښه سړی خو یې خو په دین کې مو سره فرق دی.
ــ زه پوه شوم چې د ده موخه څه ده نو ما ورته وویل: ولې ولې زه خو الحمدُلله مسلمان یم ته په کوم دین یې؟ ده بیا وخندل او سر یې وښوراوه ویې ویل:
ــ یاره چې زما له لرګیو څخه دې انکار وکړ نو اصلي خلقي یې.
که زه ووایم چې زموږ په هیواد کې په هره ثانیه کې ډول ډول رشوتونه او خیانتونه تر سره کیږی نو مبالغه به نه وي، پورته یادونې یوازې د (مُشت نمونه خروار) په توګه وړاندې شوې.
له بلې خوا د پخواني شوروي اتحاد له خوا وروسته له (١٣٥٧،ه،ش) کال څخه افغانستان ته د شرابو راوړل چي تقريباً ډيرى خلک يي پري عادت کړي وو چي تر اوسه پورې يي اغيزې تر سترګو کيږي .
هغه شراب چي له شوروي څخه افغانستان ته راوړل کیدل له شوروي څخه يي بيه په افغانستان کې کمه وه، او دا وجه وه چي په هوټلونو د خوراکي توکو په هټیو او حتى د کليو په عادي دوکانونو کې به په ټيټه بيه خرڅيدل د روسي کمونستانو موخه دا وه چي زموږ د خلکو دين او کلچر ته بدلون ورکړي . همدارنګ به شورويانو زموږ واړه ماشومان له افغانستان څخه شوروي اتحاد ته د يتيمانو په نوم لېږدول نو کله به چي له ډيرې مودې وروسته افغانستان ته راغلل د دوي ډير کړه وړه به د افغانانو په شان نه وو په خپلو کورونو کې به د روسانو په شان په لنډو تنګو کاليو کې گرځيدل او داسي نور غير افغاني کړنې به يي ترسره کولې چي په دا ډول کارونو به يي خپل خپلوان ډير خواشيني وو او په مشکل کې ورسره پاتي وو، زموږ د سیمې یو تن هلک چې وروسته له ډېرې مودې څخه کلي ته راغلی ؤ د ګرمۍ په موسم کې په خپل او د خپلو ترونو په کورونو او په کلي کې په یوه د کالیو لاندې بنیان(زیرپراهني) او یوه نیکر کې ګرځیدلو چې په پای کې د هلک وروڼه او د تره زامن اړ شول چې روسی ډوله هلک ښه وډبوي، لنډه دا چې د بی، بی، سي، راډیو د (نوی کور نوی ژوند) ډرامې د ګل خان نومي ځوان په شان ؤ چې له لندن څخه راغلی ؤ، اکثرو يې خپلې ژبي هيرې کړي دي په ځانګړي توګه پښتنو هلکانو خپله پښتو ژبه هيره کړي ده او د پښتو پر ځاى ماته ګوډه دري ژبه وايي . وروسته له هغې چي د شوروي اتحاد کمونست نظام له منځه ولاړ او په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله حکومت هم ړنګ شو نو هغه ماشومان چي د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې پاتي وو بي موره او بي پلاره لوى شوي دي ډېریو يي خپل مور پلار او وطن هير کړي دي چي اوس د لوړ عمر کسان دي یو ډېر شمېر ځوانان د جنايتکارو مافيايي (تروريستي ) ډلو غړي دي ځينې يي د شوروي په پخوانيو جمهوريتونو کې د ډول ډول ورانکاريو او مخدره توکو د قاچاق له امله په زندانونو کې بنديان دي، او پاتي نور يي اروپا او نورو هيوادنو ته تللي دي،(د ډېرو معلوماتو لپاره د لیکوال [په اورونو کې مزلونه] یونلیک ولولئ) پاتي دې نه وي چي د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې د روسي ژبې په الفباء باندې زده کړې کيدلې چي د غير روسانو ليک دود يې له منځه وړى وو مثلاً په تاجکستان کې که څوک څه ليکې مجبور دى چي تاجکي ژبه د روسي ژبي په تورو وليکي.
همدا شان د انګریزانو لخوا د نړۍ په ډېرو سیمو کې کلتوري ترهګري خپره شوي ده چې ښې بېلګې یې په چين باندي چې په کال (١٩٤٠،ز) کې وروسته
له هغې ترسره شول چي هغه ترياک چي د انګريزانو او نورو له خوا چين ته راوړل شوي وو د چينايانولخوا له منځه يوړل شول د چين خلک د انګريزانو له لخوا د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو په خاطر د ترياکو په استعمال باندې عادت شوي وو، دا جګړه چي انګريزانو د خپل حيثت او د ملي ګټو څخه د دفاع په نوم پيل کړي وه چينايانو په دې جګړه کې ماتي وخوړه او د انګريزانو غوښتنې يي د ترياکو د تجارت په اړه ومنلې او دا جګړه د (ترياکو جګړې)په نوم مشهوره شوه. [ نګاهي به تاريخ جهان:٩٤٥مخ]د ترياکو دغې جګړي ته کلتوري تروريزم او د مخدره توکو ترهګري هم ويلي شو .
پاتې برخې پرله پس خپریږي خپریږي.