د هر عمر لپاره مناسب خواړه، روغتیایي تدابیر او د فرصت کړکۍ





 
ډاکتر ابراهیم شینواری



 
اوس دخوړو او تغذیې په باب د ژوند د دورې طریقه(Life-Cycle Approach)  په نظر کې نیول کېږي، ځکه په هر عمرکې د بدن د ودې حالت، میتابولیکي اړتیاوې او مناسب خواړه له بل ګروپ څخه یو څه توپير لري.
 
د ماشوم د بدني ودې او ذهني انکشاف لپاره د فرصت کړکۍ
 
د مور په نس کې د ماشوم د نطفې له جوړېدو څخه نیولې، د ژوند تر دوه کلونو پورې موده چې ټولې  ۱۰۰۰ ورځې کېږي، د فرصت د کړکۍ (Window of Opportunity)  په نامه یادېږي. ځوانې نجونې، امېندوارې او شېدې ورکوونکې مېندې او تر دوه کلنۍ کم ماشومان پدې ګروپ کې راځي.
په دې دوره کې ماشوم، د ژوند تر هرې بلې دورې، زیاته بدني وده او دماغي انکشاف کوي او ځکه ورته تر بل هر وخت ډېرې زیاتې توجه ته اړتیا ده.
ماشوم د مور په نس کې په لومړۍ ورځ یوه داسې حجره وي چې نه لیدل کېږي، خو چې نهه میاشتې وروسته وزېږي،نو د ۲۰ انچه (۵۰ سانتي متره) په حدودو کې قد او د درې  کیلو ګرامه په حدودو کې وزن لري چې په متوسط ډول په یوه میاشت کې۵ اعشاریه ۵۶ سانتي لوړېږي.
تر زېږېدو وروسته بیا په لومړي کال لس انچه (۲۵ سانتي)، په دوهم کال ۵ انچه (۱۱ نیم سانتي) او تر هغه وروسته هر کال ۲ یا ۲ نیم انچه (له تر۶ نیم سانتي) لوړېږي. لدې څخه څرګندېږي چې ماشوم تر ټولو ډېره وده د رحم په دننه او د ژوند په لومړیو دوه کلونو کې کوي.  د دماغي ودې زیاتره مرحلې هم په همدې دوره کې بشپړېږي.
د همدې اهمیت له مخې دا موده د فرصت کړکۍ بلل شوې ده. هیله وه والدین دې دورې ته متوجه اوسي او مورو ماشوم ته په دې زر ورځو کې بهترین خوراکونه او روغتیايي مراقبتونه برابر کړي.
البته د بلوغ په دوره کې وده بیا چټکېږي، خو د ژوند د لومړیو ۱۰۰۰ ورځو په اندازه وده، بل هیڅ وخت دومره چټکه نه وي.
 


که پدې وخت کې د ماشوم او مور تغذیې ته پوره توجه ونه شي، په بل وخت کې نه د ماشوم د فزیکي ودې ځنډ او نه یې د دماغي انکشاف وروسته پاتې والې جبرانېدای شي. په دې عمر کې ماشوم ته بې توجهي هغه خپل اعظمي پوټنشیل ته له رسېدو په دایمي ډول راګرځوي.