
_ نن ورځ د اوبو سرچينو نړيواله ورځ ده.
_ په 1772 زکال کې په انګلستان کې غلام ساتل ناقانونه اعلان شول.
_ په 1882 زکال کې د امريکا کانګرس د څو ميرمنو پر درلودلو بنديز لګوي.
_ په 1904 زکال کې دلومړي ځل لپاره په انګلستان کې د (( الوسټرايټېډ مېرر )) په ورځپاڼه کې، رنګه عکس (انځور) خپريږي.
_ په 1935 زکال کې دفارس (پارس ) نوم په رسمي توګه پر ايران واړول شو، چې دا يو ناقانونه کار و او بايد د افغانستان حکومت اوملګرو ملتونو په دې باندې نيوکه کړې وای . د تاريخپوهانو له نظره دا د ايران د پراختيا غوښتنی سياست لپاره لومړنۍ ډبره وه ، چې کېښودل شوه او اوسمهال يې د سه کشورفارسي زبان !؟ (ايران ، افغانستان ، تاجکستان ) ډنډوره غږول يې يوه ښه بېلګه ده.
_ په 1945 زکال کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو ليګ بنسټ کېښودل شو، چې په لومړي سرکې يې مصر، سوريه، لبنان، عراق، ترانس اردن (ننی اردن )، سعودي عربستان او يمن يې غړيتوب درلود.
_ په 2004 زکال کې الشيخ أحمد اسماعيل ياسين، د حـماس ډلې روحاني مشر او يو له بنسټ ايښودنکو څخه، د اسرائيلو په يوه پلان شوي بريد کې په داسې مهال ووژل شو، چې له جومات نه روان شوی و، له ده سره درې تنه نور هم ووژل شول.