
زرین انځور
خپل زوی ته يې سترګې وربرګې کړې :
ـــ نو ته څه تندر وهلی يې ؟ دا دومره خلک چې هر څه په اسانه برابرولی شي ، ته يې ولې نه شې بربرولی ؟
زوی يې په درناوي ورته وويل :
ـــ نور خو يې په شلو ناروا لارو چارو تر سره کوي او ما ته په خدای کې داسې خوند راکوي .
پلار يې پرې نور هم ورسور شو:
ـــ نو په تا څه بلا لګېدلې ده ، دا دی په کابل کې مو پوره شل شپې پوره شوې او د کار مو څه پته ونه لګېده ، زه خو يې وينم چې هره ورځ د ډله ډله خلکو کارونه او کاغذونه خلاصېږي او ته ورته هسې ټيټې سترګې ګورې !
زوی يې بيا ورته وويل :
ـــ اغا ته څه خبر يې چې د هغوی کارونه څنګه خلاصېږي ؟
پلار يې بيا پرې ورسور شو :
ـــ هر څنګه چې خلاصېږي ، مخسد مې دا دی چې کار خو يې خلاص شي او په خپله مخه ځي او موږ دا دی هره ورځ د دې سپو د دروازې مخې ته ولاړ يو او بيا نو ټيټې سترګې ترې راروان شو .
زوی يې بيا د تسل په توګه ورته وويل :
ـــ خير دی لږه نوره حوصله وکړه ، خدای به هر څه په خير کړي . . . .
پلار يې ځواب ورکړ :
ـــ څنګه به يې په خير کړي ؟ پخپله خو هر څه نه سمېږي ، له يو چا سره خبره وکړه ، هغه د اشرف خان خوريی راته هوښيار شانته ښکاري ،د خپل کاکا کارونه يې په دوو ورځو کې خلاص کړل .
زوی يې ترخه شانته خندا وکړه :
ـــ هه . . . د اشرف خان خوريی . . . پوهېږې چې څنګه يې په دوو ورځوکې خلاص کړل . . . ته څه خبر يې اغا ! ؟
پلار يې بيا پټکه پرې وکړه :
ـــ وه د سرکوزي زويه ! دا تا څه ببولالې شروع کړې دي ، خو کار دی چې په يو رقم يې خلاص کړې ، نور يې نو ته څه په بلا لګوې ، له هماغه پوښتنه وکړه او درځه جګېږه چې بيا به د دروازې مخې ته ګڼه ګوڼه جوړه وي .
له ځايه پورته شو ، پټو يې له ځانه تاو کړ ، دی مخکې او زوی يې پسې روان شو .
له دوی نه مخکې لا ډېر خلک رسېدلي وو. خپل کاغذونه يې بيا په لويه دروازه کې مسؤول کس ته وسپارل او په کتار کې ودرېدل . ګڼه ګوڼه نوره هم زياتېدله . په کتارونو کې ولاړ کسان ټول وارخطا ښکارېدل . پلا يې زوی ته ورو شانته وويل :
ـــ وه هلکه ، که پيسې درسره کمې وې چې له حاجي صمده يې وغواړم ، هغه څو ځلې راته وويل ، خو ما لا څه نه دي تري غوښتي .
زوی يې ورته وويل :
ـــ نه اغا د پيسو خبره نه ده ، خدای به خير کړي ، وبه شي . . . وبه شي . . . .
پلار يې لکه پېغور چې ورته کوي :
ـــ وبه شي . . . وبه شي . . . چې يو کال هم دلته ولاړ يې ، والله که خپله وشي .
درې څلور تنه سره يو ځای راغونډ شوي وو ، يو څوک يې په منځ کې ګرځېده راګرځېده ،، هغه به په هر نيم ساعت کې يو ځل دننه دفتر ته ننووت او بيا به بېرته له يو پنډ کاغذونو سره راووت . پلار يې د لاس په اشاره هغه پوه کړ چې کارونه هغه کس کوي ، زوی يې بيا هم ډاډ ورکاوه :
ـــ دغه نن به لا صبر وکړو ،ګوره که خدای يې په اسانه خلاص کړي .
پلار يې دا ځل هيڅ ځواب ورنه کړ ، خو د تندي له ګونځو يې زوی پوه شو چې په ځواب يې ډاډه شوی نه دی .
پلار او زوی يې نن مازيګر هم پرته له کوم ځوابه ، بې له کومې پايلې کور ته ستانه شول .
د نن ماښام ډوډۍ يې بيا هم په نه زړه وخوړله ، نن يې لکه چې پلار يې بيخي ترې مرور وي ، زوی يې بيا خبره پيل کړه :
ـــ لکه چې دا کار هم په روا لاره نه کېږي ، که څنګه اغا ؟
پلار يې لکه چې هماغسې مرور وي :
ـــ په روا لاره . . . د روا بچی ،
زوی يې لکه له ځانه سره چې ګوڼېږي :
ـــ خو اغا په خدای سور کوپر راته ښکاري ، زړه مې يې نه مني . . . .
پلا يې دا ځل خپل غږ پرې ورلوړ کړ :
ـــ وه د سور کوپر بچی ، خو يو دوه روپۍ ورمخې ته کړه !
زوی يې په تعجب ورته وويل :
ـــ يانې رشوت ورکړم اغا ! ؟
پلار يې دا ځل په کراره ورته وويل :
ـــ خود نو ، دا هره ورځ چې د خلکو کارونه خلاصېږي ، بې ريشپته خلاصېږي ؟
زوی يې خپلې سترګې د شنو چايو په پياله کې ورښخې کړې وې :
ـــ مګر څنګه رشوت ورکړم ، دا خو نو چور کوپر دی اغا !
پلار يې دا ځل ځواب ورنه کړ ، زوی يې بيا پوښتنه راواخيسته :
ـــ اغا نو ته وايې چې رشوت پې ورکړو !
پلار يې پرې بيا غوصه شو :
ـــ وه د سرکوزي بچيه ، دا څه ناپړيتي ولې ، خو درته ومې ويل کنه !
زوی يې سر ښکته کړ :
ـــ داسې رشوت چور کوپر دی اغا ، خو . . . بس . . . .
خبره يې بشپړه نه کړه ، پلار او زوی يې نوره نو خبره سره تاو راتاو نه کړه او ويده شول .
سبا يې زوی له هماغه دلال سره خبره وکړه ، پيسې يې ورکړې ، ټول کاغذونه يې په څو شېبو کې خلاص شول ، کله چې له هغه ځايه راروانېدل ، صفي الله کاکا په برېتو کې موسک موسک کېده .
* * *
يوه مياشت وروسته حاجي صفي الله خان په ډېر شان او شوکت له حجه راستون شو ، هر څوک چې به ورغاړه وت ، ځان به يې خوشاله احساساوه او په ستړي مشي کې به يې ثواب ورته ښکارېده ، هر يوه به فکر کاوه چې هغه څومره (( نوراني )) شوی دی ، خو زوی ته يې د هغه د هرکلي په وخت کې د هماغه (( دلال )) څېره مخې مخې ته کېده .
نوامبر ، 2006
کابل