
ارواښاد استاد روهي دافغانستان له هغو نومياليو شخصيتونو څخه و ، چې هم دعلم په اصلي معنا پوه اوعالم و اوهم يې د يو رښتيني عالم کړه وړه لرل . استاد روهي دخپل ژوند په اوږدو کې د هغه وخت د شرايطو اوامکاناتو په رڼا کې د لويو رياستونو څوکيو او مقامونو ته هم ورسيد ، خو د علم د دومره ژورتياوو او داداري لوړ و څوکيو له لرلو سره سره د يومتواضع انسان په توګه تل د يو مينه ناک عالم ، د يو مهربان دوست د يو صميمي مشر او يو خوږ استاد په توګه د يو ښه انسان – د يو پياوړي افغان يوه ښه بیلګه وه .
غواړم د هغه دداسې مهربان شخصيت يوه نمونه دخپلې خاطرې په توګه له تاسو سره شريکه کړم :
زه 1354 لمريز کال په بهير کې د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د ژورناليزم د دويم ټولګي محصل و م . ما په دغه وخت کې څه ماتې ګوډې ليکلي او د هغه وخت په مطبوعاتو کې به مې خپرولې هم . د هېواد د نورو رسنيو په لړ کې د وخت د پښتو ټولنې په مهالنيو خپرونو ( زيری – کابل ) کې مې هم ليکنې خپرېدلې . دغه مهال استاد روهي د پښتو ټولنې مشر و .
زه د همدغه 1354 لمريز کال په بهير کې يوه ورځ د خپلې يوې مقالې دخپراوي او د يو څيړنيز کار په لړ کې د مشورې لپاره پښتو ټولنې ته لاړم او مخامخ د پښتو ټولنې د لوی رئيس استاد محمد صديق روهي دفتر ته لاړم . په دغه وخت کې زه لا د شلو کلونو هم نه وم . دزلميتوب په څنګ کې ښکاره خبره ده و چې ليکنې هم څومره ( زلمۍ ) وي . زه ، چې دخپل هغه وخت ليکنو ته ګورم نو دومره کمزورۍ لري ، چې که اوس هم قلم ورپسې راواخلم ، له نيمايي زياتې به يې بدلې رابدلې کړم .
زه ، چې د استاد دفتر ته ورننوتم ، نو هغه استاد له خپلې څوکۍ راپورته شو او د رياست له لوی او پلن ميز څخه راواوښت ، زه حيران شوم ، چې د پښتو ټولنې لوی رئيس څنګه له يو داسې زلمي محصل سره ، چې هغه هيڅ پېژني هم نه ، داسې چلندکوي ، لکه يو همکار ، لکه يو دوست ، لکه له يو بل لوی ليکوال او محقق سره ، چې ګوري .
ارواښاد استاد روهي په دغه ورځ له ماسره په رښتيني توګه د يو همکار او برابر ليکوال په توګه چلندوکړ او زه يې سخت اغيزمن کړم . ما د هغه په وړاندې خپل ځان يو ناپيژوندوی محصل ونه ګاڼه ، ځان مې داسې ليکوال احساس کړ ، چې داسې يو لوی شخصيت يو لوی عالم هم په درنه سترګه راته ګوري ، پر ځان مې ډاډ پيداشو .
زه فکر کوم ، چې دا د استاد محمد صديق روهي اصلي هدف هم و ، هغه له ټولو ځوانانو سره همداسې چلندکاوه ، هغه دټولو ځوانانو نږدې دوست او همکار و . وروسته ، چې موږ د هغه استاد د ژوند تر پای پورې نژدې دوستان او همکاران پاتې وو ، داستاد د ژوند په ټولو پړاوونو کې دغه عادت ، دغه هدف همداسې پاتې و . د افغانستان د علومواکاډمۍ او د افغانستان د ليکوالو ټولنې د کار او فعاليت په ټول بهير کې استاد روهي د ټولو ځوانو ليکوالو او شاعرانو داسې لارښود او استاد و ، چې ټولو هغه خپل مهربان همکار هم ګاڼه .
ارواښاد استاد محمدصديق روهي دخپل ژوند په وروستيو کې جرمني ته لاړ او رنځ یې هم داسې پړاو ته رسيدلی ، چې پوهيده نور يې د ژوند وروستۍ شپې ورځې دي . په دغو سختو شپو ورځو کې هم ارواښاد استاد روهي هماغسې مهربان او خوږ دوست ، همکار او استاد و . په دغه وخت کې به هم استاد دناروغ په توګه په څنګ کې نه و درسره ناست ، د يو عالم ، ديو مهربان عالم ، استاد او دوست په توګه به يې هماغسې د اوږدو خبرو لېوالتيا لرله او همدا راز به يې له ظرافتونو سره ملګرې کولې .
استاد روهي ، د ځوانانو دوست او لارښوونکی و او نن هم له مړينې دولس کاله وروسته دځوان افغان ليکوال او فرهنګيال نسل په زړونو او فکرونو کې ژوندی دی او لا به ژوندی وي
يادونه دې يې تلپاتې وي
کابل ، 31/2/1387 لمريز