
خپله وينا مخ کې ناستو خلکو ته سمه توګه ورسوو او کله چې مخاطب لوری د ويناوال له خبرو مفهوم واخلي د پرارنټیشن په نامه يادیږي.
د ښه پرازنټېشن د وړاندې کولو لپاره اړين دی چې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ.
۱. د پیل څخه مخکې د دريځ مخې ته د يوې دقيقې په اندازه درېدل او راغلي اورېدونکي په ښه توګه ازمايل
۲. پيل په سلام او ښه راغلاست چې ورپسې خپله لنډه پېژندنه اړينه ده.
۳. د پرېزنټېشن د عمومي موضوع په اړه لنډ معلومات، هغه متن چې وړاندې کیږي بايد په درېوو برخو وېشل شوی وي. ـــ پېژندنه: اړينه ده چې پېژندنه په ښه ډول سره پیل شي ـــ منځنی متن ډېرې اړينې او ارزښتمنې خبرې دي چې معنا ولري ـــ لنډيز: چې لنډ او مفهوم درلودونکی وي.
۴. هغه پرزنټېشن ډېر په زړه پورې دی چې په پوانټس کې لیکل شوی وي. ـــ نوموړی پوانټس اړين دی چې بېل بېل تشريح شي. ـــ د هر پوانټس په بیانولو سره ورته مثال روښانه شي, تر څو اورېدونکي په ښه توګه وکولای شي چې په هغه پوانټس ځان پوه کړي
. ۵. د ګرامري تېروتنو مخه بايد ونيول شی، کوښښ وکړای شي چې پرزنټېشن له دارنګه خاميو څخه لرې وساتل شي
. ۶. د مهمو الفاظو په سمه توګه کارول او هر لفظ په خپل ځای راوړل د پرزنټېشن د بيانولو مهارت لا پیاوړی کوي.
۷. هڅه باید وشي چې د عمومياتو پر ځای اړوند يوه ژوندۍ بېلګه راوړل شي، اسانه به وي, ترڅو اورېدونکي پرې ښه وپوهيږي.
۸. د پرزينټېشن په دوران کې د شخصي نومونو د يادولو څخه بايد ډډه وشي
. ۹. پرزنټېشن بايد په روانه او ولسي ژبه ترسره شي. ترڅو د ژبې په ویلو کې کومه ستونزه نه وي. ۱۰. د پرزنټېشن په وخت کې بايد له سختو کلمو، ګونګو اصطلاحاتو او هم د پوهنتوني لغتونو څخه ډډه وشي.
۱۱. د پرزينټېشن په وخت کې اړينه ده چې په خپل مخ مسکا ولرو.
۱۲. که د پرزينټېشن په منځ کې د وېرې او هم بی زړه کېدو ښکار شوئ، نو د يوې دقيقې په کچه ساه اخيستل او له خپل ځای څخه لږ خوځېدل.
۱۳. د پرزينټېشن په وخت کې د خپل غږ لوړوالي, کموالي ته ښه پاملرنه وکړئ, تر څو راغلي اورېدونکو او بهر خلکو ته بې ځايه مزاحمت ونشي.
۱۴. د پرزينټېشن د متن پای ته رسېدو سره سم له خپل ځای څخه خوځېدل او د وړاندې شوي پرزنټېشن په اړه د راغلو اورېدونکو پوښتنو ته وخت وکول او د هغوی پوښنې ځوابول. ۱۵. په پای کې له ټولو راغلو, ښاغلو او اغلو اورېدونکو څخه مننه کول.