
محب هارون مهمند
د يو کوچنې تجارت پرمخ وړونکی په سل هاو اولويتونه او هم په شته تجارت کې سهوليتونه لري. چې کاروبار وړونکی يې په خپله خوښه کولاې شی هرې برخې او سهم ته اولويت ورکړي. د کاروبار پرمخ وړلو کې د کلتور فکتور په کتو سره اړينه پریکړه ده. چې يو کاروبار پرمخ بولي شی.
د ښه تنظيم چاري او ښې ادارې لپاره ضرورې دی چې د کاروبار د پیل لپاره لاندې ځينې ټکو ته فکر او غور وي.
Get a head start with technology
Automate, Automate, and Automate
Make the right hire
Encourage team bonding
Create a sense of Purpose
۱ــ ډیر کوچنې کاروبارونه د نورو کوچنيو کاروبارو سره يوازينی توپیر د ټيم منيجمنت، مقاصد، ليرې ليد، او هم په کلتور پورې دی. که چيرته يو بزنس او کاروبار د نورو کاروبارونو څخه د نوی اوعصری ټیکنالوژی په درلودلو برابر وی په اسانې سره د نورو کمپنيو او کاروبار په پرتله رشد او پرمختللی شي. چې نوموړې نوښت کمپنې ښې لورې ته پورې باسی.
۲ــ د نړۍ ښه پیژندل شوی کمپني يوازينی خصوصيات دا دې چې د دوی ټول توليد په اتوماتيک انداز وي. د توليد د شروع (خام موادو) څخه تر پوره توليد پورې کارونه او پروسه په اتوماتيک ډول سرته رسيږي.
اتوماتيک پروسه د يوې کمپنې په پرمختګ او پیاوړتيا کې اهم رول لوبوي. چې هر کار په منظمه توګه سرته رسيږي. چې د کمپنې د ټيم ترمنځ هم پوره منيجمنت موجود وي. کارونه په وخت او دقيقت تماموي.
ګولډ مين وايې: چې کاروبار بغیر د کوم موثر پلان ګوزاری څخه داسې دی لکه چې بغیر د کوم هدايات او معلوماتو څخه موتر چلوي.
۳ــ د يوې کمپنې لپاره دا ډیر اسانه دي چې په اسانې سره پرمختګ وکړي په هغه صورت کې چې د کمپنې سره اړوند مسکۍ کارمندان يې برخه وي.
کمبنی بايد د وخت مطابق مسکې او باتجربه کارمندان د ورځنې کار لپاره مقرر او غوره کړي چې د مارکیت د غوښتنې سره سم د توليد انداره هم لوړه کړي او پرمخ يې بوزي.
۴ــ په کمپنې کې تیم ورک او مشترکه کار د یو کمپنې په پرمختګ کې اهم رول لوبوي. چې کمپنې په خپل وار سره ښه فعاله ټيم جوړ کړي. تر څو په اينده کې د کمپنی هغه موخې او اهداف چې ټاکلی حاصل کړي.
ټيم ورک د کمپنی په ټولو کارونو او فعاليتونه کې تیزې رامنځته کوي چې کار هم په پوره دقيقت او سموالي مومې.
ټيم ورک په کمپنې کې د کارمندانو ترمنځ د حوصلی د لوړوالی او هم په خپلو مينځو کې د لاښه راوبطو ساتلو کې اهم رول لوبوی. چې د دې سره د کمپنې د توليد په سلنه کې هم توپیر ليدل کیږی چې د کمپنې د ښه نوم سبب ګرزي.
۵ــ کمپنې د يو روڼ ميشن سره پخپلو ټولو مشتريانو، کارمندانو، ټولنې مثبت اثر لري. چې نوموړې کمپنی خپلو ټولو مشتريانو ته اوليت ورکوي.