
د کله نه هم چې انسان پيدا شوی او په دې نړې يې سترګې غړولي نو له هغه وخت څخه تر اوسه د مشکلاتو، ستونزو سره لاس په ګريوان دی. ځکه په ورځنې ژوند کې د انسان ضروريات او خواهشات ډیر زيات دي او د هغه لپاره وسايل ډیر کم دي. چې د ژوند د پاتې کيدو لپاره دغو وسايلو او خواهشاتو ته ضرورت لري. په ژوند کې یوه طبقه په ژوند کې د بیا پاتې کيدو له لپاره کافی د ژوند ضرورت لکه خوراک، جامي، د هستوګنې ځای، لباس او نورې قدرتې منابع لري، خو يوه بله طبقه بیا له دغو نعمتو څخه محروم او په کمه کچه لري، چې دغه خلک په فقر او افلاس کې ژوند تیروي چې نادار او غريب ورته ويلي شو.
په نړې کې په لوړه کچه فقر په تیزې سره روان دي چې سبب يې د وسايلو کموالی او د وګړو ورځ په ورځ زياتيدل دي. (نفوس زیاتیږی او وسایل کميږي).
دوهمه لوی لامل يې د هيواد ناامنې او جنګونه دي چې کاروبار له منځه وړې او هم له بلی خوا په جنګ زيات مصارف ايجابوي. او زياتی پانګی ته اړتيا لري، چې د جنګ په حالت کې د بی کارې سطحه لوړېږي، خلک بی کوره کيږي، ودانې، د کاروبارځايونه، شفاخاني، دولتې اورګانونه ورانیږي، چې د وګړو د ژوند سطحه ګرانیږي او د فقر زياتیږي،او که چيرته خلکوته د کار روزګار زمينه برابره شي نوتريوحده پورې دفقرپه سطحه کې کموالې راتللې شي ،په همدې ترتيب دخلکودتعليم اوتربيې سطحه لوړل ،د ټرانسپورټ او کمونيکشن سکتور هم په مخه ځي، کارمندې په لوړه کچه زياتیږي، زراعتي سکتورته پرمختگ ورکول اوصنعتي سکتورته پرمختگ ورکول داستخدام سطحه لوړوي اودخلکو په عايداتوکې زياتوالې رامنځته کيږي اوپس اندازونه زياتيږي اوپه آينده کې دپانگې اچونې دزياتوالي سبب گرځي، تر څنګ يې د هيواد د هر وګړي ورځنې امدن زياتیږي چې د ښه او معيارې ژوند په کولو کې مهم رول لوبوي. چې پدې ترتيب سره دفقر په سطحه کې کموالې راځي اويوهيواددپرمختگ اوهوسائني په لورروانيږي.
د فقر زيانونه: فقريولړټولنيزاواخلاقي زيانونه هم لري ،کچيرته فقرپه يوه ټولنه کې موجودوي نوهلته بې امنيتي اوناقراري وجودلري ځکه چې خلک دخپل ژونددبقاپه خاطر دخلکوتښتولو ،غلا اوچورکولو،قتل کولو، ،دنشه يي موادوقاچاق اوداسې نوروغيرې اسلامي اوغيرې اخلاقي فعاليتونوترسره کولوته مجبوريږي. نوددغوناوړه فعاليتونودمخنيوي په خاطردفقردلمنځه وړلولپاره کړنې او تدابيرنيول پکاردي ځکه چې فقرپخپله دفقردرامنځته کيدولامل ګرځي .