
په ځانګړي ډول زموږپه څیرهیوادونوکې سوله یوساده سرلیک ندی لکه په لوستلوکې ، یوه پیاوړي هراړخیزدریځ ته اړتیا لرې چې له بده مرغه زموږپه شته حکومت کې نشته ، یوساده تحلیل دی ، دواک نیم نامشروع ویش به څنګه په دومره لویوملي مسایلویک یو پیاوړی دریځ خپل کړي ؟ دایومنل شوی عرف دی چې دوه متخاصم اړخونه که روغه کوي نوهغه اړخ به ډیرامتیازاخلي چې له یوه پیاوړي دریځه دخبرومیزته کښیني معلومه ده چې دپاکستان اودسیمې دځینونوروهیوادونوچې طالب بهیرخړوبوي دریځ زموږپه پرتله پیاوړی دی اوطالبان په حقیقت کې دهمدې دریځونوژبې دي ، له بده مرغه دشته شریکانوپه منځ کې سوله دامتیازاتوپه کاسه اوښتي ده پنجشیري اوپرواني نازولولدې کاسې غیږه تاووکړیده اوغواړي دپاتې ۹۸٪ ملت په ستوني پښه کیږدي اوعملاً دسولې دسبوتاژهڅې کوي ، ځکه په سوله کې خپلې ګټې په خطرکې ویني چې هغه یودواک ویش اوبل دمخدره توکوکاروباردی ، همدا اوس دمخدره توکونیږدې اویا سلنه عاید دهمدې نازولوجیبونوته روان دی اویواځې یوه خیټه ډوډۍ هلمندي بزګرته .
دولس لپاره په رښتیا سوله یوه اړتیا ده خودسیاستوالولپاره نه ، هغه وخت به سوله راځي چې شته واکداران یی هم خپله اړتیا ومني په ځانګړي توګه شمال ټلواله ، اوس نوسوله یوه نه درې کیلي لري پاکستان ، شمالي ټلواله اوپښتانه ، چې له ټولوغوره اوارزانه بیه یی دریمه کیلي ده ، دویمه اولومړۍ یی ملاماتونکي بیه غواړي اوفکرنه کوم چې ملت یی دپرې کولووس ولري ، پدې ورځوکې دسولې بهیریوه مطبوعاتي بڼه خپله کړیده خودخبرواترودرښتوني پیل لپاره یوه څرګنده اووروستۍ اجنډالاهم دمشرپه جیب کې ده اوکنه خوولس همداسې فکرکوي خوکه زه دمشرپه موقف کې وای مابه ترجیح ورکړي وای ترڅومخکې لدې چې دپاکستان لمن ونیسم دټول هیوادله علماوو ، قومي مشرانواودفکرله خاوندانوسره به مې په ګډه یوه ملي پروسه پیل کړي وای ترڅوله یوې خوادجنګیدونکي اوپخلا کیدونکي وسله والوترمنځ توپیرشوی وای نوموږته به اسانه وه ترڅوله یوې ډلې سره خبرې وکړواوبله له ځانه سره پخلاکړو ، اوله بله اړخه به موپراخ ولسي ملاتړهم ترلاسه کړی وواووروسته لدې به دپاکستان سره خبروته کښیناستم خواوس په رښتیاپوهیدل ټولوته ستونزمن کاردی ځکه اصلي مسایل له څوکسانوپرته له بل هیچاسره نشته هیله کوم چې دغه یوتاکتیکي اغماض وي نه یوه معامله .
تیروتجربوښوولې ده چې پرپاکستان باوربه دیوه لوي ملت دځان وژنې په معنی وي ځکه پاکستان لایتناهي غوښتنې لرې که موږ یواځې سوله دپاکستاني کرنیلانوپه ژبوکې لټووپه هیڅ قیمت به داموخه ترلاسه نکړوځکه دادپاکستاني واکمنوپه فطرت کې نشته . نړیوالوتجربوښودلې ده چې په بیه اخیستل شوي سوله هغه هم له دویم هیوادڅخه دپایښت هیڅ تضمین یې نشي کیدای ، یاپه بل عبارت له پاکستان څخه اخیستل شوي سوله به هیڅکله په هیوادکې ددایمي ټیکاولامل نشي اوزماسپارښتنه داده چې سولې ته درسیدولپاره ځان دومره مجبورونه ګڼوچې هرڅه له لاسه ورکړو، موږبایددهیوادپه سیاسي ماشین کې دسولې دمنلواوراوستلولپاره وړبسترجوړکړوچې له بده مرغه تراوسه شتون نلري . دویم دشمال ټلوالې وجودپه نظام کې دسولې مخه ډب کړیده ځکه ټلواله له سولې بل ډول تعبیرلرې هغوي سوله دمقابل لوري مطلقه تسلیمي ته ورته پروسه ګڼي چې همدې تعبیر دکرزي په دیارلس کلنه دوره کې دسولې بهیربې پایلې پاي ته ورساوه نوځکه دا څرګندوي چې ټلواله اوس هم دسولې سبوتاژکول غواړي چې زماپه اندهمدغه دسولې په راوستوکې ترټولو سترخنډ دی . دریم دجګړې اصلې متضررین یا پښتانه دي چې که کارپرې وشي بې له لوړې بیې دایمي سوله راتلای شي دالارترټولوغوره اما پلي کول یی وخت ته اړتیا لرې ، زه پخپله ترنوروټولودې لارې ته ترجیح ورکوم له بده مرغه تیرحکومت ښه فرصتونه له لاسه ورکړل خوزه پدې اندیم چې نورباید دافرصتونه دټلوالې دشخصي غوښتنوقرباني نشي ، جمهورریس بایدله پښتنو مشرانوسره مخامخ هرڅه بې له لږوډیره شریک کړي اوهڅه وکړي چې دهغوي هراړخیزملاتړخپل کړي چې پدې توګه به دجمهورریس پتوګه دهغه دلوړې له مراسمو وروسته ویجاړې شوي اړیکې هم ورغول شي اویوځل بیا به دپښتون ولس باورخپل کړي . دیوې عقیدې پډول دابایدومنو چې سوله ډیره اسانه په لاس راتلونکي ده خوکه رښتوني اراده شتون ولرې اوس نوهرڅه پدې غیرمتجانس اوکړچن سیاسي ماشین پورې تړلي دي سوله اوکه شخصي امتیازاخیستنه؟؟