
قرارد زړه د سترګوپه لیمو کې تا ویده
خونکارنظر یې نن بیا په کتوکې تا وید ه
سنګسار کړمه دیوانو ښا پیرۍ مې خوښید ي
دا حکم د مفتي د ژبې خو کې تا وید ه
ټول کاڼي یي راغونډ کړل دجګ غره لمن شوه تشه
مـــــــــــــلا وې دوزخي دی په ویشتوکې تاوید ه
دا حورې د جنت به خند یدې چې زه را تلم
عا صي نظرمې ځکه تلو را تلو کې تا ویده
چا نن د تورو زلفو قبا له حا مد ته ورکړه
په خوله یي زمزمه وه موسید وکې تا وید ه
ډاکټرحامد