ایراني اخوندان په افغانستان کې توکمیزې اومذهبي جګړې پیلوي

 
ایراني اخوندان داسلامي نړۍ لپاره تراسرایلوڅوچنده ډیرخطرناک دي ددوي په لاسونونه یواځي دا چې هره ورځ په لسهاوو بیګناه مسلمانان په منځني ختیځ کې په شهادت رسیږي بلکه ددوي وژونکي توطیي په اسلامي نړۍ کې دلویوبحرانونود پیل په درشل کې دي چې یوه له دغولویووژونکوپروژوڅخه د داعش خونړۍ پروژه ده چې ټول مسلمان امت ته یې بې شمیره ستونزي پیدا کړیدي . دایراني اخوندانومطبوعاتي جګړه غولونکي ده په ځانګړي توګه اهل تشیع پیروانوته ، خوپه ایران کې نه ، که تاسودایران د ننه له عامو وګړوڅخه د دغواخوندانواصلیت وپوښتئ له ټولوڅخه به یوډول دکرکې اونفرت په ټکوځواب واورئ خوبرعکس که د منځني ختیځ اویا دافغانستان له اهل تشیع وپوښتئ تعجب به وکړئ ، یوښکاره توپیر ، له بده مرغه ایران له اسلام څخه په نړیواله کچه اوله شیعه ایزم څخه په سیمه ایزه کچه ګټه پورته کوي اوبیا په هغوهیوادونوکې چې له شیعه ایزمه ګټه نشي ترلاسه کولای هلته بیا ژبنۍ ستونزي ټوکوي اوملتونه سره ویشي ، په حقیقت کې ایراني اخوندان اویهودي پادریان د یوي سکي دوه مخونه دي .
زه پدې کې هیڅ شک نلرم چې په افغانستان کې دداعش د پروژي یوتمویلونکی ایران دی په یوه لاس افغان هزاره ګان وژني اوپه بل لاس په مطبوعاتوکې داسې ښیي چې دا جګړه د هزاره ګانویا په ټوله کې د شیعه ګانوپرضد روانه ده یا که په ښکاره یې ووایم شیعه ګان په لوي لاس یوي مذهبي جګړي ته را کاږي چې دا بڼه د پاکستان دروانې نیا بتي جګړي په پرتله په ځلونوخطرناکه ده ، خوله بده مرغه د افغان دولت کا لبوت دومره وروست اوچینجن دی چې د دولت له نیمایي ډیره برخه له همدې باند نیوجاسوسانوجوړه ده ، همدا اوس چې په زابل کې کوم هزاره ګان د داعشیانوپه لاس ووژل شول د همدې ایراني اخوندانود دسیسولومړۍ کړۍ وه زما سپارښتنه ټول افغان ولس په ځانګړي توګه هزاره ګانوته داده چې ترهرچا له مخه دې د خپلوپردی پاله مشرانو لکه محقق ، خلیلي اود انش ګریوانونه څیرې کړې اوله بیځایه شعارونوچې ایرانۍ ژرنده پرې وچلیږي ډډه وکړي اوځان دې د ایک یوه افغان ملت تربیرغ لاندې راټول کړي ترڅو د دي شوموګاونډیانود شوموموخوقرباني نشو ، زه لدې امله د ټول افغان ولس د چوپتیا سخته غند نه کوم چې په ننګرهارکې په بمونوبا ندې ژوندي انسانان والوځول شول اودهمدې وحشیي داعشیانوپه لاس وړوکی څومیاشتنی ماشوم څیرې شو، خونه دې پردي پا لې میډیا لکه د طلوع ، لمر ، خورشید ، ارزو ، تمدن ، نورین ، نګاه اونورو نوروپرې حتی یوراپورګی پرې ور نکړ، خوپه هرصورت افغان ولس چې ددې خاورې اصیل بچیان دې د دې عمل کلکه غندنه کوي ، اوټول ولس باید ددې بې کفایته دولت پرضد میلیوني لاریونونه وکړي ترڅوولس لدې بد بختیوخلاصون ومومي .