(د ژوند روغتیایي لارې) کتاب چاپ شو!

 
موږ په شپه او ورځ کې دریمه برخه وخت په خوب تیروو. په ویښه بیا ډول ډول فعالیتونه کوو. د خوب او ویښې د هر فعالیت لپاره روغتیایي لارې شته. موږ باید د ژوند دغه روغتیايي لارې خپلې کړو تر څو روغ، نیکمرغه او فعال پاتې شو.
کله چې کوم نوي ګټور څه لولم، معمولا یې مازیګر خپلو ماشومانو ته تشریح کوم. هر ځل راته دا فکر پیدا کېده، چې که دا معلومات خپلو اولادونو ته ګټور ګڼم، ولې یې ټولوافغانانو ته ونه رسوم؟ ځکه د هر افغان پر اولاد باید د هغه څه پیرزوینه ولرو چې پخپلو اولادونو یې لرو. ملگرو هم دغسې لیکلو ته هڅولم، نو ځکه مې تصمیم ونیوه چې خپل نیت عملي کړم. کار مې لومړی له ځانګړو لکینو پیل کړ، ورو ورو مې سیستماتیک شکل ورکړ او یو کتاب ترې جوړ شو.
پدې کتاب کې د اوه برخو په هکله روغتیايي لارې ښودل شویدي. او له یوه ډاکتره نیولې تر عادي کلیوال پورې او له نوي زیږیدلي ماشوم څخه تر زوړ عمر پورې ټولو ته پیغامونه لري، د داسې لارو پیغامونه چې عملي کول یې اسان او زیاتره بې لګښته، خو ګټه یې ستره او تر تصور اوچته ده. اوه برخې په لاندې ډول دي:
خوراک، څښاک او تنفس فزیکي فعالیتونه دماغي فعالیتونه ټولنیز فعالیتونه پوره او ارام خوب دعا او عبادت یا روحاني فعالیتونه ځانګړي محافظتي تدابیر، او د دې ټولو برخو تر منځ د توازن ساتل لکه چې مې وویل کتاب ما ځکه لیکلی چې موضوعات یې ما خپل ځان او اولادونو ته ګټور تشخیص کړی و. دا چې هر افغان راته د ځان او کورنۍ یې راته د خپلې کورنۍ په شان باارزښته ده، نو ومې غوښتل چې له ټولو سره شریک شي. ټولو ورونو او خویندو ته سپارښت کوم چې دا کتاب ضرور په کور کې ولري، په دوامدار ډول یې له کورنۍ سره په ګډه ولولي او سپارښتنې یې د ژوند په ټوله دوره کې عملي کړي.
کتاب درې سوه مخونه لري، په نیم ای فور سایز کې په بهترین قطع او صحافت چاپ شوی دی.
د کتاب د لیکلو په وخت هم ملګرو هڅولی یم او تر چاپ وروسته په فیس بوک کې د دوستانو له مینې ډک تائید هم له حده زیات و. له ټولو د زړه له کومې مننه کوم. په چاپ کې د اسد دانش ځانګړې توجه د مننې او قدر وړ ده.
کتاب به په ان لاین بڼه هم تیار کړو، چې ټول هغه دوستان ترې په اسانه ګټه واخستلی شي، چې انټرنټ ته لاسرسی لري. د کتاب دري متن مې هم تیار کړی دی. څو ملګري مې داوطلب شویدي چېکتنه اواډیټ یې وکړی تر هغه وروسته به ان شا الله ژر چاپ شي. د چاپ په باب زموږ د افغان کلتوري ټولنو ځینو ملګرو د خپلو دوستانو او ملګرو لپاره د وړیا ویش په مقصد زر کاپي پښتو متن چاپ کړی دی، چې هر یو غواړي خپلو نږدې دوستانو ته یې د جاري صدقې په نیت ورکړي. اسد دانش چاپخونې هم ۱۰۰۰ کاپي چاپ کړی دی. که کومو دوستانو ته کتاب ونه رسیده هیله ده له بازاره یې واخلي، په اخیستلو، ساتلو، بیا بیا لوستلو او عملي کولو ارزي، له بلې خوا به د کتاب اخیستلو کلتور دود شي. یو ښه وړاندیز دا هم دی چې که په راتلونکي کې د دې کتاب خلاصه چې زیاته تصویري وي:په زیات شمیر کې چاپ او خپره شي، له ګټې به خالي نه وي. ان شاالله دا کار به هم وکړو.
الله تعالی دې کتاب تاسو او موږ ته ګټور کړي او له یوه بل سره دې د خیر په کارونو کې د مرستې وس راکړي.هیله لرم خپل ارزښتمن نظرونه او لارښوونې مو راسره شریکې کړئ چې په راتلونکو چاپونو کې یې په پام کې ونیسم.