
دا چې د ژوند د روغتیايي لارو په باب خبرې کوو نو ښه ده چې په لنډیر سره روغتیا وپیژنو. پدې صورت کې به راته اسانه شي، چې هغه کومې روغتیایي لارې دي، چې موږ روغتیا ته رسوي.
د نړۍ روغتیايي سازمان روغتیا داسې تعریف کړې ده: (روغتیا د فزیکي، دماغي او ټولنیز ښه والي یو بشپړ حالت دی. یوازې د ناروغۍ او معیوییت نشتوالی روغتیا نده).
فزیکي روغتیا داده چې د انسان د بدن ټول سیستمونه او حیاتي غړي روغ او فعال وي، پنځه ګوني حواس سم کار وکړي، په بدن کې درد، تکلیف او افت پکې نه وي موجود.
دماغي روغتیا داده چې فکر او ذهن ارام وي، حالت سم تحلیل کړی شي، خپلې وړتیاوې نه ډیرې او نه کمې وارزوي، د ځورونکو احساساتو او سیالو څخه په امان کې وي، او خوښي او نیکمرغي احساس کړی شي.
ټولنیزه روغتیا داده چې انسان په ټولنه کې فعال وي، د یو کار، کسب او مسلک خاوند وي، ټولنیزې اړیکي ولري او اړیکې ټینګې کړای شي، او په ټولنه کې د یو وړ او محترم مقام لرونکی وي.
دغسې پوره روغتیا ته هله رسیږو چې روغتیا تقویه شي، چې په ښو او متوازنوخوړو او ښو سلوکونو لاس ته راځي. همدا راز د ناروغیو د منځ ته راتلو مخه ونیول شي، چې د ځانګړو محافطتي تدابیرو او ساتنو له لارې تر لاسه کیږي. پدې صورت کې ناروغي له سره پېښېږي نه. هم د انسان بدن، هم یې کورنی اقتصاد ښه کیږي او هم ټولنیز پرمختګ او نیکمرغۍ ته رسیږي. د ژوند روغتیايي لارې کتاب د روغتیا د ودې او تقویې لارې چارې راښایي او له همدې امله زموږ د دې کتاب زیات تمرکز د روغتیا د تقويې او ځانګړو محافظتي تدابیرو لپاره پر سپارښتونو دی.
البته پخپل وخت د ناروغیو ژر تشخیص او ژر درملنه هم د روغتیا ساتنې یو ډول دی، چې د ناروغیو د زیانونو د پرمختګ مخه نیسي. د پرمختللو ناروغیو د درملنې او د دایمي معیوبیت او معلولیت د مخنیوي لپاره عالي تخصصي مرکزونه پکار دي، خو پدې وروستیو برخو پدې کتاب کې بحث نه کیږي. زموږ بحثونه به ډیر پر دې وي چې څنګه روغ پاتې شو او له ناروغیو ځانونه وساتو. د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا ټولنیز، اقتصادي، فردي او محیطي زیات ټاکونکي فکتورونه ټاکلي دي، چې زیات تفصیل یې د مسلکي کسانو لپاره ضرور دی، پدې کتاب کې یې اضافي تفصیلات لازم نه بریښي.
په اوسني وخت کې زموږ ورځنی ژوند ډېر مصروف دی. په ندرت سره داسې کېږي چې د خپل روغتیایي ژوند مسئله مو د مهمو کارونو په لست کې شامله وي، په داسې حال کې چې د ورځني ژوند روغتیایي لارو ته لومړیتوب ورکول ډېر مهم او په مطلق ډول زموږ یو حیاتي ضرورت دی.
انسان د خپل ژوند درېیمه برخه په خوب او دوه برخې په ویښه تیروي. په ویښه کې بیا خوراک، څښاک، فزیکي فعالیت، ټولنیزې اړیکي، کار، استراحت، عبادت، دعا او فکري فعالیتونه کوي. تنفس هم په ویښه او هم په ویدو کوي. په عمومي ډول زموږ زیاتره ورځنۍکړنې په لاندې شکل کې ښکاري:
د انسان د ژوند د هرې برخې او کړنې لپاره روغتیایي لارې شته چې مراعاتول یې زموږ په خیر دي.
د ژوند صحي ډول دادی چې دغه ټول پورتني فعالیتونه تر ټولو په ښه ډول تر سره شي چې روغ او صحي ژوند ته ورسېږو. په عین وخت کې دا موضوع مهمه ده چې د دغو برخو تر منځ توازن او حفاظتي تدابیر په پام کې ونیول شي.
د ژوند صحي لارې دادي:
صحي تغذيه: موږ باید متوازن خواړه وخورو، پاک شیان وڅښو، خو زیاتی پکې ونکړو. صحي خوراک یو حق او یو مکلفیت دی. زموږ بدن د خپلې اړتیا وړ پروټینو، غوړو، قندونو، ویټامینونو، منرالونو او نورو مهمو غذایي موادو د مناسبې اندازې د ساتلو لپاره هره ورځ ښه متوازن خوراک ته اړتیا لري.
یوه پوه عجب ښه خبره کړې وه: (خوراک کول یو ضرورت دی، خو په هوښیار ډول خوراک کول یو هنر دی).
موږ باید همدا راز هره ورځ په کافي اندازه پاکې اوبه وڅښو او د بدن د اوبو او الکترولایتونو توازن او تصفیه کوونکي میکانیزمونه فعال وساتو.
موږ تل تنفس کوو، خو باید پاکه هوا تنفس کړو، ژور تنفس زده کړو، تمرین یې کړو او د بدن او فکر په ښه کولو کې ترې ګټه واخلو. همدا راز د فکري تمرکز لپاره ارام او بې غږه تنفس هم زده او عملي کړو.
زموږ د ژوند زیاته برخه په ټولنه کې تېرېږي. ټولنيز کارونه او اړيکي مو د روغتیا او بري لپاره ضرور دي، باید په کفایت، اهلیت او راستۍ سره یې تر سره کړو. ځان، نورو انسانانو او ټولنې ته خیر ورسوو او له شر، رسولو هم ځان وساتو او هم ترې نور منع کړو.
ملګري میندل، پالل او ساتل د ټولنیزو اړیکو د جوړولو او ټینګولو د لومړي ګام په توګه ډېر اهمیت لري. هر څوک چې هر څومره ښه دوستان ولري، هماغومره په ټولنه کې بریالی وي. له ځان سره مینه د صحي، ژوندبله کیلي ده. ځاني ارزښت ټول پدې پورې اړه لري چې اشخاص ځانونو ته څومره ارزښت ورکوي، څومره غرور احساسوي، او څومره ځان باارزښته ګڼي.له ځان او نورو سره مینه ټول شیان له مخې لیري کوي او لاره صفا کوي.
یو عالم به ویل: (له مینې ډکه توجه د تاریخ په اوږدو کې تل د یو مهم رغونکي عنصر په توګه پېژندل شوې وه او ده).
د روغتیایي ژوند بله لار داده چې مناسب او متوازن فزيکي فعاليت وکړو، تر څو مو بدن او روح دواړه پیاوړي وي، روغتیا مو تقویه او له ناروغیو وژغورل شو. موږ اړتیا لرو چې د تسمه توب (fitness) ساتنه د خپل ژوند په ورځیني مهالوېش کې شامل کړو. زموږ فزیکي تسمه والی زموږ وزن په توازن کې ساتي، خوب مو ښه کوي، د زړه د حملو، دماغي سکتو او نورو صحي ستونزو مخه نیسي او په عمومي ډول زموږ ژوند اوږدوي. د فزیکي فعالیت ګټې دومره ډېرې دي چې که رښتیاخبره وي، له هغه پرته یو روغ ژوند ممکن ندی.
اډوارډ سټانلي ډېر ښه ویلي دي (هغوی چې فکر کوي فزیکي فعالیت ته وخت نشي ورکولی، ژر یا وروسته به مجبور شي چې ناروغۍ ته وخت ورکړي). رښتیا وایي هغه خلک چې فزیکي فعالیت نه کوي، تر هغه ډېر وخت به د روغتونو په بسترونو کې تېر کړي چې اوس فزیکي فعالیت ته پکار دی.
خپل د ماغي فعاليتونه باید منظم کړو: خپل مغز باید د همېشني بري او روغ ژوند لپاره منظم کړو. موږ باید د ژوند لپاره یو روښانه لرلید ولرو، یوه داسې راتلونکې مجسمه کړو چې هیجان او روحیه راکړي. موږ باید په همدې باندې هره ورځ تمرکز وکړو. هیچا او هیڅ شي ته باید اجازه ورنکړو چې دغه ایډیال ژوند مو په نظر کې ناممکن مجسم کړي. زه وعده درکوم چې د خپل فکر د کنټرول له لارې تاسو کولی شئ خپل ژوند په لویه پیمانه ښه کړئ. دماغ مو له ګډو وډو او منفي فکرونو وساتئ.
د یوه پوه خبره ده چې: (په هغه دماغ کې چې د ګډووډو فکرونو د بیروبار له ذهرو څخه کنګل شوی وي او بدن یې د بې توجهۍ، څخه شخ او سست شوی وي، د بل (مثبت) شي لپاره ځای نه وي پاتې).
هڅه باید وکړو چې له اروایي فشار څځه ځانونه خلاص اومثبت او رغونکي فکرونه وکړو. د منفي بافۍ، مایوسۍ، قهر، ځورېدو، کینې، انتقام جویۍ، حسد، کرکې او نورو منفي فکرونو په کولو مو د بدن او ذهن په داخل کې باید ځانونو ته دوزخ جوړ نکړو. فکري تمرکز او د مثبت فکر د روزلو لارې زده کولی اوکارولی شو. موږ ته باید ځان مهم ښکاره شي، خو د تکبر او غرور له افکارو ځان وساتو. یوه عالم رښتیا ویلي و چې (د روح ناروغۍ د بدن تر ناروغیو ډېرې خطرناکې دي).
احساساتي فشار د ډېرو ناروغیو په برخه کې هم مستقیم او هم زمینه جوړونکی رول لري. کله چې څوک تر اروایي فشار لاندې وي، نو زیاتره منفي سلوکونو لکه سګرت څکولو ته پناه وړي، له حده ډېر خوراک او څښاک کوي، دروند کار کوي او له حده زیات جنجال کوي، نو په همدې بنسټ د اروایي فشار کنټرول هم د یوه روغ ژوند مهم عنصر دی. دعا، عبادت، ژور تفکر، تدبر، ذکر، مراقبه او د ارام فکري تمرکز تکتیکونه زده کول هم د صحي ژوند د کلیدي لارو څخه دي.
موږ باید هره ورځ منظمه، په فکري تمرکز او د دیني ارشاداتو سره سمه دعا او عبادت وکړو. له الله تعالیسره مو اړیکې د همدې لارې ټینګې وساتو او له یوازې والي او نیمګړتیا ځان وژغورو. خپل محدودیت او کمزوري د الله تعالی څخه د مرستې غوښتلو له لارې پوره کړو. د رحم، مینې، اخلاص، یقین، ډاډ، باور، ایمان، تقوا، احسان او صلاح پر لور مزل ته دوام ورکړو.
هره ورځ باید پوره او ارام بښونکی خوب وکړو. وختي ویده شو او وختي پاڅېږو، تر غرمې مخکې نیم ساعت ویده شو. د خوب ځای او شرایط مو ارام وي او پدې توګه موفکر ارام او انرژی بیا چارج کړو. ځانګړي محافظتي تدابیر هم باید هېر نکړو:
د ناروغیو څخه د مخنیوي واکسینونه وکړو، له حادثو او ټکرونو څخه ځان، اولادونه، کورنۍ او ټولنه وساتو، د چاپیریال په پاک ساتلو کې برخه واخلو، له مضرو امواجو، شعاعګانو او ګازونو څخه هم ځانونه وساتو، له ناروا او غیر صحي سلوکونو څخه ځانونه وساتو.
د ژوند په ټولو برخو کې توازن مراعاتول د ټولو پورته لارو مجموعه ده: که غواړئ چې د ژوند یو ښه او روغ ډول ولرئ، نو ضرورت لرئ چې د توازن حد وساتئ. روحي، فزیکي، احساسي، ټولنیز، دماغي او مالي توازن یو ضرورت دی. تاسو د کار او کورنۍ او د ژوند د نورو اړخونو تر منځ هم توازن ته ضرورت لرئ. کله چې تاسو یو مشخص کار کوئ، داسې نه شي کېدای چې نور هر څه هېر کړئ. زموږ د ژوند ټولې برخې یو له بل سره نښتي؛اړیکې سره لري او یو بل اغېزمنوي. بې لدې چې په هره ضروري برخه کې بری او قناعت لاس ته راوړو، په هیڅ صورت نه شو کولی چې بریالي وګڼل شو؛ او یو روغ، له محتوا ډک، خوشال، او روغ ژوند وکړو. بنجامین ډیسرایلي به ویل: (په عام ژوند کې هیڅ بری په کورني ژوند کې زموږ ناکامي نشي جبرانولی).
په پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره ما د ژوند د روغتیايي لارو په باب یو کتاب لیکلی دی. لځینې لیکنې یې په روهي ویب پاڼه کې خپرې شوې دي او نورې به هم ان شا الله خپرې شي، د لنډو لیکنو د خپرولو ګټه داده چې لوستونکو ته یې لوستل اسان وي. ټول کتاب به هم په پای کې په ویبپاڼه کې خپور کړو. باور لرم چې دا لیکنې ډېرې ګټورې دي، هیله لرم په حوصله یې ولولئ او له الله تعالی غواړم چې ټولو ته ګټه او خیر ورسوي.