
د ډيرو په ذهن کې به دا پوښتنه وي چې که چيرې انسان د غریزې د کابو کيدو وس نه لري بیا الله تعالی ولې پيدا کوله؟ دا هغه پوښتنه ده چې په ډيرو مواردو کې شونې ده يو انسان يي له ځانه وکړي، خو په ټول کې که و وايو په دې دنیا کې ژوند، غريزه، خوراک، څښاک، زده کړې، دنده،هڅه او هاند ټول د يوې موخې لپاره کيږی، او لکه څنګه چې حلال اوحرام، ښه او بد، تور او سپين د بحث وړ دي د غريزې مثبت او منفي لوري ته هم بايد پام وشي او په دې سره يي بايد ځواب ومومو، اسلام لکه نور دينونه غریزه بده نه بلکه د ارزښت وړ بولي او په هر پړاو کې يي ورته حدود ټاکلي دی.
خو زه دلته غواړم په دې لیکنه غريزه او عاطفه سره بیله کړم، ځکه په ټول کې غریزه حيواني صفت دی يانې هر هغه څه چې الله پیدا کړي دي په دې نړۍ کې ژوند کوي، انسان،حيوان، ژوي او الوتونکي ټول غريزه لري او هر یو يي د مرفوع کيدو لپاره بيلابیلې لارې چارې هم لري، په سر کې به ښه وي چې د غريزې ډولونه درته و وايم:
غریزه هغه پټ او د انسان په د ننه کې کړه وړه دي چې مشخص لوري ته حرکت کوي، غريزه تر ډيره له پيدايښت سره تړلې ده او زده کيدای نه شي، ځکه مو فکر کړی وي، په حيواناتو کې د خوراک څښاک، پالنې او نور کارونه په خپله پرته له دې چې زده شي مخکې ځي.
غريزه په خپل ذات کې په دوه ډوله ده،الهي او حیواني.
۱ـ الهي يا خدايي غريزه: دا د انسان په فطرت پورې تړلې يو انسان د ځان غوښتنې،مينې،علم، حقيقت موندونې او... په لټه کې.
ددې غريزې ارزښت په دې کې دی چې انسان يي د نورو حيواناتو له چوکاټ څخه را بیل کړی دی او انساني فطرت يي داسې کړی دی چې دی په خپله د ژوند ښې ګڼې، بدګڼې او چارې سمبالوې،الهي غریزه انسان ته ددې وس ورکوي چې په ډيرو زورورو ژويو او نړۍ باندې پادشاهي وکړي، په آسمان او د ځمکې په تل کې څيړنې وکړې، الوتکه جوړه کړي او ان په اپولو او سپوږمکۍ کې څيړنې وکړي.
حيواني غريزه: دا بیا تر ډيره د بشري ژوند په حيات کې ډيره د ارزښت وړ ده، ځکه که چيري شهواني غریزه نه وی، غصه او تندې خبرې نه وی، بیا نو د انساني او ان حیواني ژوند د بقا لپاره هيڅ چانس نه پاتې کيده، نو دې ته که نيک او له الهي اصولو سره سم فکر وکړو دا بیا د الله تعالی تر ټولو ستر نعمت او مجازي فيض دی چې په ټول کې يي بشريت ته ور په برخه کړی دی.
دې غرايزو ژوند له مستيو او خوښيو ډک کړی دی ځکه د نشتون په صورت کې يي ژوند هيڅ مانا نه لرله،دا چې يو څوک له يوې ښکلې منظرې خوند اخلي، عطر يا ګلان بويوي،هنري آثار خلق کوي،له کورنۍ سره نيکې اړيکې ساتی،له خپلې مور، پلار، خور،زوی، لور، ميرمنې او دوستانو سره مينه کوي دا هغه الهي لورینه ده چې الله تعالی يوازې انسان ته ورکړې، که مو فکر کړی وي په حيواناتو کې دا غريزه نشته،د خوراک غريزه لري خو د کنټرول غریزه نه لري، مور تر هغې پيژني چې ماشوم دی او شيدو ته اړتيا لري خو چې ستر شي بیا نو مور او ګډ ژوند نشته او بیا نو هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه.
د شهوت او غصې غريزه له دې سره سره چې انسان ته ستره لورينه ده يوه ستره آزموينه هم ده، ځکه د دواړو کابو کيدل اجر ، او په نامشروع ډول اشباع يي د الله تعالی د غضب لامل کيږي، دا چې انسان د الله تعالی په شته مخلوقاتو کې د ځانګړي ځای لرونکی او اشرف المخلوقات دی کړو وړو ته يي هم حد ټاکل شوی دی.
له انسان سره حساب کتاب، جنت ګټل او د دوزخ له اور څخه نجات، په دې دنيا ښه ژوند، ټول له غرايزو سره تړلي دي، انسان ته ښه او بد، ګناه او ثواب دواړه اختیاري دي، ځکه که نړۍ ته فکر وشي، تر مسلمانانو کفار ډير دي د دوی د شتون او نشتون هيڅ ډول بوج په الله تعالی نشته، الله تعالی کولای شوای ټول کفار مسلمانان شي، یا العياذاباالله هيڅ ډول اصول، حق او ناحق يا حلال او حرام يي نه وی ټاکلي خو دا هرڅه يي چې ټاکلي دي په خپل وار سره پکې خورا ډير حکمتونه پراته دي چې په اړه يي فکر هم عبادت دی، ځکه که کفار نه وی د مسلمانانو توپير به له دوی سره څه وی، که حرام نه وی حلال به چا څه پيژاندی، که دوزخ او جنت نه وی ددې دنيا ښې ګڼې او بدګڼې به چيرې محاسبه کيدای.
د جنت ګټل په دې دنيا د شهوت کابو کول، له نفساني خواهشاتو سره مبارزه او د الله تعالی له لارښونې سره د سمو کارونو په کولو شونی دی ځکه وايي:« دنيا د وړتياوو د ازموينې ځای دی او آخرت هم د آزمويل شوې وړتيا پایله ده.»
زه په دې باور يم چې جنت يا دوزخ ته تګ مخکې له مخکې نه ټاکل کيږي بلکه دا زموږ اعمال دي چې موږ ته دا هرڅه ټاکي،ځکه الله تعالی حدود مشخص کړي دي، د جنت لپاره بیل حدود دي او د دوزخ لپاره بیل حدود، نو دلته بیا هم انتخاب تر ډيره انساني دی.
ددې لپاره چې لیکنه اوږده نه شي د غرايزو د کابو لپاره څو لنډ وړاندیزونه را اخلم:
۱ـ الله تعالی ته مراجعه او پر ټاکل شو حدودو دريدل.
۲ـ پوهه او عقل: پوهه هغه لارښود او د انسان په د ننه کې الهي فيض دی چې د انسان د نفسي غوښتنو توازون ټاکلی شي او تاته د ښې او بدې لارې ښودنه کولای شي.
۳ـ د پیغمبرانو لارښونې: د پیغمبرانو خبرې او موږ ته را پاتې احاديث او اقوال ټول د ژوند حدود ټاکي، د اسلام د سپيڅلي پیغمبر صبر،حوصله،مينه، زړه سوی،سپيڅلتيا او پاکي موږ ته برخليک ټاکونکې ده، ځکه د پيغمبر کړه وړه د الله تعالی د اقوالو تر ټولو غوره تفسیر دی.
۴ـ اراده: اراده په انسان د الله تعالی هغه لورینه ده چې په شتون سره يي انسان په ډيرو ستونزو بريالی کيدای شي، ډيرې ستونزې د پياوړې ارادې په شتون کې حل کولای شي او د پياوړې ارادې شتون ددې لامل کيږي چې کله هم منفي غریزه په تا اغیز ونه کړي.
وګورئ که قرآن کريم ته مراجعه وشي، او په ښه ډول او زړه تلاوت شي او تفسیر شي هلته د پیاوړو ځوانانو لکه حضرت يوسف علیه، اصحاب کهف، موسی عليه سلام، عيسي، او حضرت محمد صلی الله ډيرې يادونې شوي دي، د غرايزو پر وړاندې د دوی دريدل د بشري تاريخ ستر وياړونه دي چې تر نن پورې يي ياد ژوندی دی.
۵ـ الهي مرسته: په هر کال د الله مرسته له خپل بنده سره ده ځکه الله تعالی ژمنه کړې چې زما بنده هرڅه وغواړي زه ورسره یم،زه خپله لاره ورته ښيم او الله تعالی له نیکو خلکو سره دی، په ټول کې په الله توکل، له الله مرسته غوښتل يو ډول روحي او رواني سکون را کولای شي.
په قرآن کريم کې به مو د حضرت يونس کيسه لوستې وي،همداسې د يوسف علیه سلام په څاه کې غورځول بیا د مصر پادشاه کيدل هغه څه دي چې زموږ په مخ کې دا ټول د الله تعالی مرسته او لورينه ده کنه په داسې سختو شرايطو کې ژوندي پاتې کیدل يا لوړ مقام ته رسيدل د انسان په فکر نه جوړيږي.
په پای کې دا منو چې ډيری انسانان ګناه کوي،کله کله به غريزه پرې غالبه شوي وي خو په ټول کې د الله تعالی د توبې ور خلاص دی او توبه داسې يو څه ده چې د کولو په صورت کې يي انسان کولای شي له سره تير کړه جبران کړي او يو ډول نوی ژوند پيل کړی، نو راځئ، انساني ځواک،غريزې او خپله وړتيا هغسې وکاروو لکه څنګه چې ښايي،هرڅه د الله نعمت دي خو که په ځای وکارول شي، انګور د الله نعمت ده خو که خسی شي او شراب ترې جوړ شي بیا يي خوړل د الله تعالی د غصب لامل کيږي، نو خپل کړه وړه او اعمال مه خسی کوی او لکه انګوز تازه او په خپل وخت يي وخورئ څو يو لوري ته مو بدن انرژي واخلي او بل لوري ته د الله تعالی له يو نعمت څخه برخه من شوي وی، د عاطفې په اړه به بیا که خير وي په بله ليکنه کې که ژوند و يو څه سره ولولو.
محمدالله آرين