انسان په اسلامي ټولنو کې څو ډوله امنيت ته اړتيا لري!

په لومړي سر کې مو راځئ د فردي انسانيت په ډولونو پوی کړم په ټول کې يو انسان باید په هغه ځای کې چې ژوند کوي څلور ډوله امنيت ولري:«ځاني (جسمي)اقتصادي،رواني او ټولنیز».
که څه هم په افغانستان کې تل د ناامنۍخبرې کيږي ولې شونې ده ډيرو ته د امنيت په برخه کې دا بحث نوې خبره وي ځکه چې امنيت يوازې ژوندي پاتې کیدل نه دي بلکه امنيت په څلورو برخو کې ډير مهم دی او دا څلور برخې ټولنې د ثبات يا ټيکاو لوري ته بیايي زه به دلته درته يو ښه بيلګه راوړوم:« کابل د افغانستان پلازمینه ده يوازې په مرکز کې يي تر پنځه ميلیونه ډير نفوس ژوند کوي هره ورځ لکونو موټر پکې کښته پورته کيږي،که د ځاني ناامنۍ ډول ته وګورو نو په هر ځای کې شونې ده ترهګرې ډلې بريد يا انفجار وکړي خو که د خلکو ګڼې ګوڼې ته وګورو نو وينو چې خلک په آرامه ژوند کوي دا ثبات دی، يانې دلته کار شته، کور شته،موټر شته، دنده شته او د ژوند اسانتياوې مهميا دي خو يوازې ځاني امنيت نشته ولې بیا هم وينو چې خلک په ارامه ژوند کوي.
راځم خپل بحث ته:
ځاني خونديتوب:
هر انسان چیرته چې ژوند کوي د اسلام د مبین دين په رڼا کې حق لري چې سر يي خويندي وي، همدا د سر د خوندیتوب راز دی چې اسلام د ګاونډي په حقوقو ډير تاکيد کړی دی،همدا د سر خونديتوب دی چې په اسلام کې حلال او حرام، مشروع او نامشروع شتون لري. کله چې په يوه ټولنه کې د سر خونديتوب نه وي نو بیا هلته شته وګړي کله هم د مصونيت احساس نه کوي.
اقتصادي يا مالي خونديتوب: په کوم ځای کې چې د يو انسان مال او اقتصادي برخې خوندي نه وي بیا هم هلته يوازې ژوند کول او ژوندي پاتې کيدل امنيت نه دی، که ښارونو ته وګورو په ډيرو سیمو کې رسمي ښارګوټي جوړ شوي، خامې ودانۍ په پخو تبديلې شوي دي ولې همدا د پخو یا سترو ودانیو جوړيدل بیا هم امنيت نه دی نو اړينه ده چې د اقتصادي خوندیتوب پر برخه ډير کار وشي، په لويو ښارونو کې د يوې سترې پلازا جوړيدل، د يوې کارخانې را منځ ته کيدل، د يوټرانسپورتي شرکت احيا يا ایجاد د ټولنې لپاره د اقتصادي خونديتوب په مانا ده، حتمي نه ده چې د يو ښار ټول شته دې زموږ وي، مهمه نه ده چې په هره ستره ودانۍ کې زموږ ونډه معلومه وي او دا هم مهمه نه ده چې په بانکونو کې په ميلیاردونو کښته پورته کيدونکې پيسې دې زموږ وي بلکه دا د نورو پيسې، موټر،کارخانې، ښارګوټي او... زموږ په ژوند اغيز لري، د کارخانې جوړول د يو کس کار دی خو پر مخ بیول يي سلګونو او زرګونو کسان غواړي، د يو ټرانسپورتي شرکت جوړول د يو کس کار کوي خو د ترانسپورتي شرکت خدماتي برخې ته سلګونو کارکونکي په کار دي نو موږ ته اړينه ده چې د اقتصادي يا مالي خونديتوب په خاطر په هره برخه کې د مالي او اقتصادي سرچينو د ساتنې او پالنې په خاطر لاس په کار شو.
ناموس: په افغاني ټولنه کې مال له سره او سر بیا له ناموسه ځارول يوه منل شوې مقوله ده، په ډيرو مواردو کې به مو لیدلي وي چې ستاسو ملګري يا دوستان ستاسو ډيره ترخه او بيځايه خبره زغملی شي خو کله يي چې ناموس ته ور تیرشی بیا مو مخه نيسي او تند غرګون ښيي. په اسلامي ټولنو خصوصا افغانستان کې ناموسي خونديتوب که څه هم ډير دی او په ډيرو مواردو کې خلک ددې نزاکتونو په ساتنه کې پام کوي ولې په لويو ښارونو کې چشم چراني، ښځينه وو ته د سړک پر سر مزاحتمونه، په ټولنیزو پاڼو کې د ښځو په نوم د نورو له عزت سره لوبې يا ښځينه وو ته مزاحمتونه هم ډير شوي دي چې نه ښايي هير شي. موږ د يو افغان او مسلمان په توګه دا باید ومنوچې د بل د ناموس بې عزتي د خپل ناموس بې عزتي ده او د خپل ناموس د عزت په خاطر د بل د ناموس عزت کول په اصل کې د خپل ناموس عزت دی. په خپله سيمه يا چم کې له ځان سره د ښو او بدو يو چیک ليست جوړ کړئ د ټولنې بد ګرځيدونکي وګړي او يا پردي ناموس ته توهين کونکي او چشم چرانان په نښه کړئ وګورئ چې د دوی د هر عمل سزا څنګه الله تعالی د دوی کورنۍ ته ورکوي يانې هر عمل عکس العمل لري نو راځئ د ناموسي خونديتوب حدود د يو اصل په توګه ومنو او متقابل احترام او درناوی هیر نکړو.
ټولنیز خونديتوب: په ټولنه کې هر انسان خپل ځای لري، ملا خپل، عالم خپل،استاد خپل،بزګر خپل، زده کونکی خپل او ځوان يا بوډا هم خپل. دا حدود هيڅکله هم مه ماتوۍ د ټولنې هر وګړی چې لږ تر لږه خپلې ټولنې ته يو څه کوي باید د ټولنیز قهرمان نوم ورکول شي. په ټولنیز خونديتوب کې هيڅوک نه غواړي د چا په مخ کې بې عزته شي، بې نزاکتي ورسره وشي يا سپکې سپورې ورته وويل شي، که مو چا ته ډير زړه هم ډک وي او غواړئ څه ورته و وایی نو د نورو په مخ کې يي مه مخاطب کوئ کوښښ وکړئ د هر سړي ټولنیز خوندیتوب ته درناوی ولرئ.
په ټولنه کې د مساواتو او عدالت نشتون ټولنيزې ناامنۍ ته موکه برابروي که غواړئ چې ټولني او کلي مو خوندي وي نو د ټولنیزو مساواتو او عدالت په خاطر د نورو حقوق تر پښو مه لاندې کوئ، که غواړۍ ستاسو کور پراخ وي نو د پراختیا په خاطر يي د غصب يا په زوره د چا د ځمکې دنیولو اراده مه کوئ ځکه که تاسو په زوره دا کار وکړ او مقابل لوری مو د مظلوميت له امله چوپ شو او تاسو فکر وکړ چې ځه که خدای کول کار مې وشو په اصل کې تاسو له ځان سره د زیاتي بنسټ په خپله کيښود نو همدا ستاسو ننی کار سبا بل کوي او بل سبا يي بل کوي په تدريجي ډول دا پروسه پسې غځيږي او بیا نو داسې وخت هم راځي چې په کلي کې تر ټولو غټ غاصب ستاسو د کړي غصب د غصبولو هڅه هم کوي نو که مو غوښتل چې تاسو خوندي پاتې شی د نورو د نه خوندیتوب هڅه مه کوئ، که مو په ځان عزت او ښه ژوند لوريږي د نورو د عزت او ښه ژوند د خرابولو هڅه هم مه کوئ.
په دې برخه کې اړينه بولم د الله تعالی يو قول را نقل کړم چې فرمايي:
« ان الله لایغیرمابقوم حتی یغیروامابانفسهم و اذاارادالله بقوم سوأفلامردله مالهم من دونه من وال.... الايه
د خدای تعالی ددې مبارک کلام ټول تمرکز پر بدلون یانې برنیو څلورو مواردو ته د کار په خاطر موږ په خپله باید لاس په کار شو څو الله تعالی هم په موږ ترحم وکړي ځينې خلک هرڅه يوازې خدای ته پريږدي خو د الله تعالی له برني قول څخه له ورايه ښکاري چې الله تعالی هرڅه په خپله نه کوي بلکه حرکت او برکت باید مشال وګرځول شي.
که نوره دنيا وګورو دوی په ډيرو برخو کې ځانونه بسیا کړي دي دا چې ډيری هیوادونه قاره ويشتونکي توغندي ازمويي، پوځي ځواک پیاوړی کوي،په ښاري برخه کې د يو ښه مديریت لرونکي دي، پیاوړی پوځ او پوليس لري دا ټول د يوې ټولنې غوښتنې او د حرکت او برکت له فورمولې په ګټه اخیستو رامنځ ته شوي دي او دا باید ومنو چې دا ننی ځواکمن هیوادونه د کوم تصادف له مخې نه دي رامنځ ته شوي بسیا ملتونو ډيرې سختې ورځې تيرې کړي دي او نن داسې حالت ته رسيدلي دي چې د نورو د خوړولو او هضمولو خوبونه ويني.
طبيعي پيښې او افات په هر حالت د انسان ځاني، مالي،رواني او ټولنیز امنيت ګواښي خو په دې برخه کې که نورې نړۍ ته فکر وکړو تر ډيره ورسره مبارزه شوې په افغانستان کې هم په کار دي چې د ځنګلونو احيا، د ابو د وتلو لارې او د کانالونو احيا ته ډيره پاملرنه وشي ځکه طبیعي آفات په هر وخت کې پيښدونکي دي نو ښه به دا وي چې د برنیو څلور ډوله امنيت په خاطر موږ ورته تياري ولرو.
که څه هم په افغانستان کې د ناامنۍ ډول ډنګول شوی دی او هر سړی ورته ناڅي په رسنیو کې د هيلو پر ځاید ناهيلۍ تخم شيند کيږي خو زه په ډاډ سره درته ويلی شم په هغه کلي کې چې کليوال يي په کرونده بوخت دي، کار شته، ژوند شته، ښونځي او روغتونونه پرانيستي دي نو ياد کلی تر ټولو امن کلی دی.
ناامني یوازې په جګړه پورې باید ونه تړل شي، ناامني يوازې وژل او ګواښل نه دي بلکه تر ټولو بده ناامني د اقتصادي خپلواکۍ نشتون دی، کله چې يو ملت اقتصادي خپلواکې ونلري که ياد ملت هرڅه امن وي بیا به يي هم خوراکي خونديتوب تر پوښتنې لاندې وي.
نو که غواړو چې د جګړو او وژنو ښکار نشو راځئ په برنیو څلور ډوله امنيت باندې فکر وکړو او برني څلور ډول امنيت د حکومت يا زور کار نه دی بلکه دا زموږ مسولیت دی چې په پام کې يي ونيسو.