کونړ د مياخيل له نظره!:ليکوال محمدالله آرين

 
شاه محمود مياخيل که څه له نيږدې ورسره ډير نه يم ناست ولې په امريکې کې زما د ماما داسې ملګری دی چې هغه به يي تل راته کيسې کولې،  يوازې يو ځلې هغه وخت چې نوموړی د کورنیو چارو وزارت مرستيال و د څو  دقیقو لنډ ملاقات ورسره شوی وو خو  ځان يي ډير هغه وخت را باندې وپيژاند چې لومړنی کتاب يي (د کورنیو چارو وزارت لاسته راوړنې او خنډونه) لاسته راغی او په لوستلو مې د دفتري خاطراتو ارمان پوره شو  البته يوه خبره باید وکړم چې برنی یاد شوی کتاب يي هم په افغانستان کې نوښت وو ځکه په نوره نړۍ کې ډيری په دفترونو کې کارکونکي تور سر يوازې معاش يا پوزيشن ته نه بلکه  راتلونکي نسل ته د خپل ژوند د خاطراتو  لیکلو ته سپينوي او مياخيل صیب دا کار وکړ، د مياخيل صیب له خپل هیواد سره ليونۍ مينه يي راته له منډو ترړو، سپيڅلي ژوند او دا چې د امريکې له ښيښه ښارونو يي د کابل له ګردونو او دوړو ډک ښار ته ترحيج ورکړې زما په څيرو ډيرو ته معلومه او الهام ورکونکې ده.
پرون مې ددې ښاغلي نوی چاپ سوی اثر ( د کونړ ولايت سياسي او قومي جوړښتونه،دودونه او تاريخې پيښې) تر لاسه کړ له هیواد سره د مينې او دا چې د يو ولايت په اړه په بشپړه مانا پوی شم نيږدې درې برخې مې په يوه شپه ولوستې، ژبه يي روانه،جمله بندي يي لنډه او تر ډيره د نوموړي د سترګو ليدلی حال او د يو ولايت د تاریخي شاه لید په اړه اړين معلومات پکې وو، بله خبره دا چې په پښتو ژبه د يو ولايت په اړه لومړنی اثر وو چې پوره او کره معلومات پکې وو.
ولې دا کتاب مهم دی؟
په افغانستان کې نن سبا د سمتپالنې، تعصب، کرکې، شخصي،سمتي او سلیقوي عقدو خبرې د هر سړي په خولو دي ان تر دې چې ځينې تر وطنه ځان او يا که ډير ستر شي خپل کلي ته لومړیتوب ورکوي چې ددې ستر لامل هم د هیواد پر شته جغرافیه زموږ نه پوهاوی او د ورته څيړنیزو آثارو سخت کمی دی، که چیرته هر لیکوال د خپل ولايت او خپلې سيمې په اړه قلم پورته کړي ورته څيړنيز آثار وپنځوي ډاډه يم چې موږ به په ډيره مينه د يو بل پر خوی او بوی بلد شو او دا بلدتيا زموږ ملي يو والی او ورورولي نوره هم ټينګولی شي، هغه هیوادونه چې په دې برخه کې يي ډير کار کړی دی هيڅ کله پکې قومي يا مذهبي ناره نه پورته کيږي بلکه تل د ملي او ملت ناره پکې زمزمه کيږي چې ښه بیلګه يي هندوستان دی چې پنځه سوه قومه او همدومره مذاهب پکې دي خو هندوستان او هندو توب تر هرڅه مخکې دی.
په افغانستان کې په ښونځيو کې درسي نصاب خصوصا جغرافيه جدي ستونزې لري د ښونځي زده کونکي ته د خپل هیواد د ۳۴ ولايتونو مرکزونه په نوم نه وي ور معلوم خو د پوهنې وزارت پرې د اروپا، امريکا، انترکتيکا، اسټرالیا او د آسیا د لويي وچې د هیوادونو  په اړه هغه معلومات په زده کونکو لولي چې که دروغجن نه شم يوه پيړۍ مخکې لیکل شوي دي او نني تدريس کيدونکي مواد هم معياری نه دي، همدا لامل دی چې دلته هر لوستی انسان کله چې له کلي ټولنې ته راځي او مخکې ځي عقده من او يا متعصب ترې جوړيږي که زموږ په ښونځيو کې له پنځم ټولګي تر دولسم ټولګي پورې افغانستان په سم ډول مطالعه شوی وی، د علمي سيرونو موکې زده کونکو ته برابرې شوې وی د هیواد له ګڼو ولايتونو او طبیعي مناظرو مو لیدنه کړې وی او د يو بل په خوی او بوی مو ځانونه پوهولي وی له ننيو قومي، سمتي، نژادي او .... عقدو به مو رنځ نه ووړ.
په هر حال په افغانستان کې شونې ده د ناامنۍ يا اقتصادي ستونزو له امله دې کار ته موکه نه وي برابره يا خو په فطري لحاظ ورته زمینه سازي نه وي شوي خو  په کلي ته ورته نړۍ کې نور يوازې په خپل کلي کې پیتاوي ته ږیره سپينول او په ځان کې ورکيدل هم د انسانيت معيار نه شي کيدای ښه به دا وي چې نور د پيتاوي د لمر خستګي د خپل هیواد د ناليدلو سيمو په لیدلو او سفرونو باندې رفعه کړو، بله مهمه خبره داده که لیکوالان د ښاغلي مياخيل صیب په څير قلم راپورته کړي يوازې خپلې سیمې او يا ولايتونه هم په کتابي بڼه معرفي کړي او تر ولس پورې يي ورسوي نو دا هم زموږ له ملي يو والي او وطني مينې سره مرسته کولای شي او فکر کوم د خپل ولايت په اړه څيړنه به دومره ستونزمنه هم نه وي، بله مهمه خبره داده چې افغان ځوان د خپل هیواد په ارزښت او  تاریخي شاه ليد باندې پوهيږي.
مياخيل چې د فکر او عمل سړی دی په ټول کې يي خپل ولايت ته په وروستیو کې کړي خدمتونه ددې خاورې د يو بچي په توګه ستايم او هيله من يم چې ښاغلی مياخيل دده په څير نورو افغانانو ته هم د يو ژوندي مثال په توګه دلارې مشال شي او خپلو سيمو ته خدمتونه وکړي.
څه موده مخکې په کونړ کې د مياخيل د فرهنګي مرکز پرانیسته وه کاري بوختياوې ډيرې وې ځینو دوستانو له لرو پرتو ولایتونو کونړ ته سفر وکړ  د کونړ د ولسونو ميلمه پالنه، زړه سوی، مينه، خلوص او ښه نيت يي له نيږدې وليد، د مياخيل په فرهنګي مرکز کې د لويي پکتیا، کندهار، کابل او نورو ولایتونو ځوانانو او روڼ اندو ته موکه په لاس ورغله څو له يو بل سره خپل نظریات شریک کړي  او د کونړ له جنتي هوا څخه خوند واخلي نو که وطنپالنه تعريفوو په ملي يو والي او ورور ولی باور لرو د ښاغلي مياخيل دا خدمت يي تر ټولو ستره عملی بیلګه ده.
په  دې کتاب کې د کونړ د تاريخي ولايت او د افغان نابغه سيد جمال الدين افغان د ټاټوبي په اړه ډيرې ناويلې او نوې خبرې شته دي غټه ښې ګڼه پکې داده چې کتاب د يوې عملي څيړنې پایله ده او ډيری ماخذونه پکې ژوندي را اخيستل شوي دي.
په پای کې قدرمن مياخيل صیب ته د اوږد عمر تر څنګ د داسې خدمتونو د کولو په خاطر د لا بریاوو هیله کوم او خدای ته لاس لپه کوم چې تل يي قلم روان او فکر يي همداسې ځوان او له وطني مينې ډک وي.
ستا د ښايست ګلونه ډير دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم يو  ټولومه
په مينه
آرين