غزل


ليلا مې وفـــــاداره مازديګــــر کې وي ولاړه
دهجـــر روژه ماتي تــــه پـــــه ور کې وي ولاړه
زما بېلتون سوزلې ځواني ستا دکلي خوا کې
کټ مټ لکه ګورګوره په سپين غر کې وي ولاړه
دتور سالو په شا کې مې ليلا هسې رنګ ښکاري
سپوږمۍ لکه دورېځـــو په منظـــر کــې وي ولاړه
احسان يې په ما ډېر دی له زړګي مې دعا ووځي
دجـــونو له کتــــــارپاتې ، ګودر کـــــې وي ولاړه
په څو کليو به آخـــــوا وي داخدای ته ده معلومه
هميم ته خوپه خـــــدای په هــر نظر کې وي ولاړه