غزل

رټلي   د سپين   ږيرو   دې  زما  درنې جرګې  دي په   کوم خاطر دې   وايه   بې ځوابه راستنې      دي پرون دې چې انکار ورته په سپينه خولګۍ وکړو نن ځکه مې اغوستي د خفګان تورې جامې دي دا کاڼی زړه  دې  مات شه   لږ خو رحم کرم    وکړه روانې      مې    له    زړه   د  ارمانونو   جنازې    دي قسم به درته   وکړم    چې نور   ستړی له   دنيا يم د ستا کو څه کې ګرځم راته اور نورې کوڅې دي د دار پړی په ﻻس کې در روان يم ستا درګاه ته د ستا   نا ترسې   مينې  په ما کړي   فيصلې   دي زاهد  ومه  تسبې د زاهدۍ مې تل په ﻻس     وې د ستا زرکينو سترګو رانه هيرې اوس تسبې دي چې کله  شې   منکره  نو توبه  کړم په  مسجدکې واپس  په  شوخ کتو  د  رانه  ماتې  دا  توبې  دي د ټول عالم په وړاندې چې له تا نه خولګۍ غواړي هميم  ملامت  نه  دی  د الفت سترګې  ړندې  دي   1377/8/17