د خوړو ګروپونه


موږ په عام ډول لاندې خواړه خورو او بدن ته مو ضروري دي:
 
۱.) غلې او دانې
غنم، وربشې، جوار، وریجې، دال، مشنګ او ګدن پدې ډله کې راځي.
دا ډول خواړه د ودې، انکشاف، انرژۍ او زده کړې لپاره ضرور دي.  پدې برخه کې مهمه مسئله داده چې باید دا خواړه پوره وخوړل شي، یعنې له اوړو څخه سبوس لیرې نشي او وریجې هم پالش نشي،تر څو مهم مواد یې پکې پاتې شي.
 
۲.) د شېدو محصولات
پخپله شیدې، مستې، پنیر، چکه، شړومبې، کرت، پیروی، کوچ او نور پدې ډله کې راځي چې زموږ زیاتره هیوادوال ورته لاسرسی لري.
د شیدو محصولات له پروټینو او کلسیوم څخه ډک دي چې د قوي هډوکو او غاښونو له جوړولو او ساتلو سره مرسته کوي. ماشوم ته د مور شیدې او لویانو ته د حیواناتو شیدې د بهترینو خوړو په ډله کې راځي. د هر عمر ماشوم ته د شیدو یا د شیدو د محصولاتو لاندې اندازه ضرور ده:
له یو تر درې کلن ماشوم ته په ورځ کې یوه یا دوه پیالې یا پیمانې (خو چې تر دوه کلنۍ پورې د مور شيدې هم دوام وکړي)، له ۴تر ۸ کلن ماشوم ته په ورځ کې درې پیمانې، له ۹ تر ۱۳ کلن ماشوم ته په ورځ کې ۳ – ۴ پیالې یا پیمانې او له ۱۳ کلن څخه لوی ماشوم ته په ورځ کې ۴ - ۵ پیمانې پکار دي.
(یوه پیمانه د یو ګیلاس شیدو، ۲ ټوټو یا ۴۰ ګرامه پینیر او ۲۰۰ ګرامه مستو سره برابره ده).
 
۳.) پروټيني خواړه
د غوښې سرخي، چرګان، کبان او د دوی بدیل خواړه لکه هګۍ، لوبیا، وچې میوې او نور پدې ډله کې راځي.
دا خواړه له پروتینو ډک او اوسپنه، زنک، ویټامین ب ۱۲، او اومیګا-۳ هم لري چې د ماشوم د ودې او عضلي قوت لپاره حیاتي ارزښت لري. اوسپنه او اومیګا-۳ په ځانګري ډول د ماشوم د دماغ د ودې او انکشاف لپاره ډېر ضرور دي. غوښې، ماهیان او چرګ د لویانو لپاره هم په معینه اندازه ضرور دي.
 
۴.) سابه
زموږ ګران هیواد د سبو له پلوه غني دی. پالک، ګازرې، ګلپي، کرم، براکولي، شوتل ، مرچ، کاهو، ټیپر، ملۍ، لبلبو، دڼیا، نعناع او نور ګڼ شمېر شنه سابه په ارزانه بیه پیداکېږي. سابه بدن د ډول ډول میکروبونو په مقابل کې ساتي، انرژي، ویټامینونه، انټي اکسیډانټ، فایبر (الیاف) او پاکې اوبه لري.
 
۵.) مېوې
له نېکه مرغه بیا هم افغانستان د نړۍ تر ټولو خوږې مېوې لري. مڼې، ناک، انګور، انار، مالټې، د مالټو د کورنۍ نورې مېوې، خټکي، هندوانې، انځر، توتان، لوکاټ، زردالو، الوچې الوبخارې، غرنۍ مېوې (ګورګورې، مماڼې، کروړې، نانګان، پیرګي، مرخڼۍ، شنې، کرکڼې او نورې)، وچې مېوې (بادام، پسته، غوزان، جنغوزي، نخود او نورې) زموږ مشهورې مېوې دي، ام، کیله، اناناس او ځینې نورې مېوې له ګاونډیو هیوادونو زموږ هیواد ته راځي.
مېوې هم زموږ بدن د ډول ډول میکروبونو په مقابل کې ساتي، انرژي، ویټامینونه، انټي اکسیډانټ، فایبر او پاکې اوبه لري. میوې طبیعي خواږه هم لري.
موږ په محیط کې خواړه په پورته نومونو پېژنو، خو مسلکي خلک خواړه د بیوشیمیکي جوړښت او په بدن کې د هغوی د رول  له مخې په لاندې ډلو وېشي.(البته دا لاندې پنځه ډولونه په پاس ګروپونو کې په لږه یا زیاته اندازه موجود وي) :
1)     پروتین ( د بدن جوړونکي خواړه).
2)     غوړي ( د انرژۍ تولیدونکي خواړه).
3)     قندونه ( د انرژۍ تولیدونکي خواړه).
4)     ویټامینونه ( مرستندویه یا ساتونکي خواړه).
5)     منرالونه ( مرستندویه یا ساتونکي خواړه).
د دې تصنیف بندۍ له مخې به د خوړو په باب وروسته یو څه مفصل معلومات وړاندې شي.
کله چې خواړه خوړل کېږي او ژوول کېږي، معدې ته ځي. هلته په کوچنیو ټوټو بدلېږي او هضمیږي. په کولمو کې په لا کوچنیو ذرو اوړي. دغه کوچنۍ ذرې له کولمو څخه وینې ته جذبېږي چې وینه یې د بدن حجرو ته رسوي.
جذب شوي خواړه بیا د سبو، لوبیا، غوښې، پروتین  او قند په پخوانیو شکلونو نه وي. هلته د بدن په داخل کې د امینو اسیدونو، شحمي اسیدونو او قندي اسیدونو په شکل بدلېږي چې په بېلابېلو پروسو او د بېلابېلو انزایمونو په تشکل کې رول لري. کله چې د خوړو کوچنۍ ذرې حجرو ته داخلې شي، تر زیاتو پېچلو پروسو وروسته په انرژۍ بدلېږي. همدغه تولید شوې انرژي ده، چې زموږ د ژوند فعالیت او حرکت پرې روان دی. د خوړو بېلابېل ډولونه د بدن، د حجراتو د ودې، د تخریب شوو برخو د رغون او د ناروغیو په وړاندې د معافیتي توکو په تولید هم لګېږي.
البته اوبه هم دبدن د ورځنیو حیاتي فعالیتونو لپاره ضروري دي، چې پوره پاکې او په کافي اندازه باید و څښل شي.
روغتیایي کار کوونکی باید په دې پوه شي، چې د پروتین، قند، شحم، ویټامین او منرال پنځه ډلې په کومو خوړو کې پیداکېږي. خلکو ته باید د هغو محلي خوړو د خوړلو سپارښت وکړي چې له دغو موادو څخه ډک دي. په یو ټکي ټینګار پکار دی، چې خلکو ته د خوړو هغه نومونه وویل شي چې دوی یې پېژني، د خوړو طبي او بیوشیمیکي نومونه او په نورو ژبو نومونه خلکو ته د پوهېدو وړ نه وي.