څو ملتیز شرکتونه

 
څو ملتیز کاروبارونهMultinational Corporations  هغه کاروبارونه دي چې له کوربه هېواد پرته په یو یا څو نورو هېوادونو کې هم فعالیت کوي، هلته خپلې شتمنۍ لري او د خپل تولید او توزیع پروسه پر مخ وړي. دغه ډول کاروبارونه په بیلابیلو هېوادونو کې خپل کارځایونه او دفترونه لري چې له یوه واحد مرکز څخه په ګڼو هېوادونو کې خپلې چارې رهبري کوي. څو ملتیز شرکتونه د حجم له پلوه تر ټولو ستر کاروبارونه دي چې نړیوال کاروبارونه هم بلل کیږي داسې چې؛ د ځینو څو ملتیزه کاروبارونو کلنۍ بودیجه د یوه کوچني او وروسته پاتې هېواد له بودیجې څخه هم زیاته وي.
د دغه کاروبارونو لومړنۍ بیلګه د شرقي هند کمپنۍ وه چې په ۱۶۰۰ زیږدیز کال کې یې بنسټ کيښودل شو. دغه کمپنۍ بیا وروسته د هند پراخه ځمکه تر خپلې ولکې لاندې راوسته او د لویې برتانیا د مستعمراتو برخه یې وګرځوله، پر همدغه بنسټ ویلای شو چې د نوموړو کاروبارونو یا کمپنیو پیل د ملتونو په ښکیلولو یا استعمار سره شوی دی. په دغه لنډه لیکنه کې غواړو د څو ملتیزه کاروبارونو پر ګټو او زیانونو خبرې وکړو
لومړی – ګټې:
څو ملتیزه شرکتونه په نړیواله کچه نوې دندې رامینځته کوي په ځانګړي ډول د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د نوي دندو جوړښت ډیر اړین دی. د دې تر څنګ په یو هېواد کې د څو ملتیزه کمپنۍ پانګونه د بهرنۍ پانګونې د ډیروالي په مانا ده او له دې لارې هم مخ پر ودې هېوادونه له اقتصادي پلوه پرمختګ کولای شي.
د څو ملتیزه کمپنیو بله ګټه دا ده چې نوموړي کمپنۍ په یو هېواد کې په لویه پیمانه تولید کوي او ښکاره خبره ده چې څومره د تولید اندازه زیاته وي په هماغه اندازه د في واحد تولید لګښتونه کم او تولید کوونکي له دې لارې ډېره ګټه کوي. دا ګټه یوازې د څو ملتیزه کمپنۍ لپاره ده او د کوربه هېوادونو لپاره ممکن زیان اړوونکي وي چې وروسته پرې خبرې کوو.
لویي کاروبارونه څېړنه او تحقیق غواړي او په ډیری ځایونو تاواني هم وي او یوازې څلوملتیزه لوی شرکتونه دي چې دغه ډول فعالیتونه پر مخ وړي، د بیلګې په ډول یې د تیلو د تصفیې او استخراج څخه یادونه کولای شو چې ډیرې پانګې او سرچینو ته اړتیا لري او د دې تر څنګ خورا خطر لرونکی کاروبار هم ګڼل کیږي.
ډیری وختونه وګړي د څو ملتیزه کمپنیو توکي رانیسي ځکه هغوی ډاډه وي چې لوی کاروبارونه په خپل تولید کې د کیفیت حد اقل معیارونه په پام کې نیسي چې دا چاره شاید په کوچنیو کاروبارونو کې چې کم شهرت ولري سرچپه وي. د بیلګې په ډول کله چې یو څوک غیر الکولي مشروبات څښي، هڅه کوي چې د مشهورو څو ملتیزه کمپني ګانو لکه کوکاکولا یا پیپسي برانډ را ونیسي.
دویم – زیانونه:
څو ملتیز شرکتونه د پراخه پیمانه تولید له لارې پر بازار انحصار پیدا کوي او د همدغه انحصاري ځواک له لارې کوچني کاروبارونه له صحنې څخه وتلو ته اړ کوي. دا چاره کولای شي په یو کوربه پرمختیایي (مخ پر ودې) هېواد کې کورنی صنعت وځپي او هغوی و نشي کولای چې د محدودو منابعو او مالي ځواک په وسیله د لویو کاروبارونو سره رقابت وکړي. په داسې حالاتو کې د دولت دنده ده چې د کورنیو صنعتونو څخه ساتنه وکړي او د حمایوي پالیسي ګانو د پر لاره اچولو په وسیله یې د څو ملتیزه کمپنیو د زیان څخه وژغوري.
پر څو ملتیزه کمپني ګانو یوه بله نیوکه دا ده چې نوموړي کاروبارونه کارګر استثماروي او هغوی ته دومره مزد نه ورکوي لکه څنګه یې چې په پرمختللو هېوادونو کې د خپل مرکزي دفتر کار کوونکو ته ورکوي. دلته ستونزه دا ده چې اصلاً په نورو هېوادونو کې د څو ملتیزه کمپنیو د څانګو پرانیستلو موخه هم همدا ده چې هلته په کم مزد کارګر وګوماري او له دې لارې د خپل تولید لګښتونه را کم کړي. ځینی بیا وایي چې په مخ پر ودې هېوادونو کې د روزګار د نشتوالي له امله کاري ځواک هیڅ دندې نه لري نو د بیکارۍ څخه بیا هم د نوموړو کمپني ګانو کم مزد غوره دی. له بله اړخه، په دې وروستیو کې څو ملتیزه کمپني ګانو د خپل کاري ځواک لپاره ځینې شرایط وضع کړي او له دې لارې یې د کارګرو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامینځته کړي.
پر څو ملتیزه کمپني ګانو یوه بله نیوکه دا هم ده چې دوی ډیری وختونه د مالیې له ورکړې څخه تیښته کوي او د بیلابیلو نیرنګونو له لارې د خپلو مالیاتو اصلي اندازه پټوي، چې دا د کوربه هېواد لپاره له مالي پلوه لوی زیان شمېرل کیږي.
په لومړیو وختونو کې څو ملتیزه لویو کمپني ګانو د هېوادونو د استعمار او استثمار دنده هم پر مخ وړله چې د بیلګې په توګه مو د شرقي هند له کمپنۍ څخه یادونه وکړه چې چارواکو یې ټول لوی هند تر خپل تسلط لاندې را وستلو او د دغه پراخې ځمکې د اقتصادي سرچینو څخه یې لویه ګټه پورته کړه. په وروستیو کې څو ملتیزه کمپنیو دغه دنده پریښې او یوازې د ګټې او اقتصادي موخو لپاره فعالیت کوي چې ډیری وختونه د همدغه موخو د لاس ته راوړلو لپاره ځینې سرغړونې کوي چې پورته مو ترې یادونه کړې ده.
 دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.