زموږ ژوند!

ایآ موږ د ژوند په خوند ، رنګ ، او دژوند په اصلیت تر اوسه پوه سوي یو او یا دا چي ژوند موږ ته څه راکړي؟ ټول وخت راباندي په دې فکرونو کي تیر سو. سهار سي ماښام سي هر یو پر خپل مخ روان وي، اوس دا ژوند موږ ساتي، که موږ ژوند ساتو؟ له هر یوه نه یې لاره ورکه کړې، بس تل د بل لپاره ګرځو د بل لپاره ژوند کوو، درد، غم، ځیګرخوني راباندي تیریږي، تل مو لاس بل ته نیولي وي، داسي ورځ مي ونه لیدل چي بل ته یې لاس کي واچوو، د کوچنيوالي تر لویوالي پوري وینم چي ځوریږو، نه مو درد دواسو، نه غم کم سو، نه موداسي څوک پیداکړ، چي دا هرڅه راته په خوښۍ واړوي، څوک به له چا ګیله وکړي؟ موږ د ژوند په خوند له اوله نه یو پوه سوي، نو اوس به یې څنګه رنګ احساس کړو، زما چي یادیږي دغه بي رحمه کرغیړنه بلا راباندي پرته ده او خپل سیوری یې راباندي غوړولی دی، چي نه مو یوه دوې سوې نه مو د خپل قیمتي او دالله ج د راکړي نعمت څخه خوند واخیست هره ورځ داسي راپیلوو، چي پلاني څو وژلي او پلاني څو، په موږ کي نامتو هغه دی چي د دوو ژوند واخلي داسي فکر کوي چي دا ژوند دوی ورکړي دی. ای د الله دوښمنه! پرېږده، چي دا راپسي لیکلی ژوند ښه تیر کړم، د نړی وګړي په یوه ساعت کي د ډيرو ژوند سم کړي، خو زموږ چي یوه شېبه کي له څو تنو سر جلا کړو خوشحاله یو. کور په کور یې راته غمونه وکرل ، ټوله ورځ به یې دا په فکر کي راګرځي چي په څه ډول چاودنه کي به مرم ، د مورتر هغه وخته خوږمن زړه په سینه کي نه وي تر څو چي یې د زړه ټوټه کورته راځي، اوس چي کوڅه کي څوک د خوښۍ ډزي واروي نو تر هغه پوري چي پوه سوی نه وي، زړه یې په ځای کي نه وي او د یو بد زیري په تمه وي. اوس نو خپله فکر و کړئ، چي دا اوس ژوند دی او دا ژوند خوند لري؟ موږ اوس د ځان لپاره ژوند کوو که دبل لپاره، دهریوه رنګ ته په کتو به دي سل پوښتني ذهن کي پیداسي، آخیر ولي داسي راسره کیږي په علت یی پوهیږو؟ د حل لاره یی سته ؟ که دا دوې پوښتني حل وي نو ولي هره یوه خولې ته قلف اچولی او څه نه وایی؟ که واکدار دي، که مشر، سیواد لرونکی، که بیسواده، د هریوه نه لاره ورکه ده، که دي رنګ او روغن سم وي، طالب دي وژني وهي دي سل کانې درباندي کوي او ډول ډول فتواوي در باندي باسي، که د یو ستړي کلیوال په څېره کي را ښکاره سې، عسکر دي نیسي او سل رنګه ستونزي درته جوړوي او وهي دي ، سپکي سپوري درته کوي. آخیر څوک څه وکړي کومه لاره سته چي ژوند وکړي؟ که پیسې پیدا کړي غل درته بلا سي، که یې نه لرې اولاد یې غواړي، موږ په داسي ماحول کي ژوند کوو، چي د نوري نړۍ خلک به یی ونه مني او وبه وایي، چي دې ته خو نه انسانیت وایی او نه ژوند، بس دا ټول وخت به درباندي په فکر کولو کي تیر سي.
په والله چي ستړی سوی یم ، چي ځان وینم نور هم راته داسي ښکار ي. څوک مي ټولنه کي د ځان د مشهوره کولو لپاره وژني، څوک مي د پیسو لپاره وژني، څوک مي د چوکۍ لپاره ، څوک مي د ځمکي پرسر څوک مي د قوم پرسر وژني، کومه بلا راباندي سوې؟ څوک دی، چي ژوند ته مو نه پریږدي . راسي چي اصلي ژوند چي الله ج موږ ته راکړی لږ سم وکړو، د سمولو لپاره یې کار وکړو. راځئ چي کورنۍ وروزو، هغه به نور او هغه به ټولنه او داسي به دالړۍ روانه وساتو تر څو پوري چي د ژوند یو سم ادرس پیداکړو.
دالله تعالی تر هغو د یو قوم حالت ته تغیر نه ورکوي، چي هغوی یې خپله ونه غواړي.
الله (ج) ستا دا نعمت چي ژوند دی راباندي خوږ کړې