څېړنه :

څېړنه : "لب سرین" دښځو عقلي وړتیاوې او ځواک زیانمنوي
نوې امریکايي څېړنه  وايي : په وینه کې دسرپ راټولیدل  ذهني وړتیاوو ته زیان رسوي په ځانګړې توګه حافظې ته ،هغه کسان، چې عمرونه یې له 55 کلونو اوښتي وي د دوی حافظه  ژر اغیزمنیږي ورڅخه او دیوې موضوع په اړه په اسانه  څه نه شي تر لاسه کولې .
دا څېړنه،چې  دنړۍ په کچه  دمشهورو شرکتونو پر ښکلاییزو/ زینتي توکو ترسره شوې ده وايي : 55% لب سرین / دشونډو اړوند زینتي توکي  له سرپو څخه جوړیږي او دا ماده په یوملیون کې نږدې 3.22 زیانمنه ده.  
نږدې 22 ستر نړیوالوشرکتونو پر زینتي توکو څېړنه شوې ده ، څرګنده شوې ده، چې 12 شرکتونو توکي سرپ ماده لري.
ډاکتر شون بالفري،چې په امریکا کې مشهور ډاکتر دی وايي : سرپ که لږ هم وي ، خو زیان او اغیز یې ډېر دی او روغتیايي ستونزې رامنځته کوي  او ددې شونتیا شته، چې عقلي روغتیا تر خپل سیوري لاندې راولي  او بیا دېته لار هواروي،چې دانسان  پوهه او زیرکتیا اغیزمنه کړي.