د اقتصاد د علم یو جالب اړخ دا هم دی چې نوموړي علم د وخت په تېریدو سره پراختیا موندلې او پکې د مطالعې نوي مضامین او دسپلینونه رامینځته شوي دي. یو وخت داسې و چې د اقتصاد مهمه موضوع خصوصي کول او یا هم د دولت په واک کې د تولید د منابعو ساتل وو، له دې پرته په لومړیو کې د پولي اقتصادیانو Monetarist او کینیزیانو تر مینځ د نظر اختلاف او بحثونه د اقتصادي موضوعاتو اړوند تاوده بحثونه شمېرل کېدل.
په وروستیو کې داسې موضوعات را مخې ته شول چې باید د اقتصاد د علم په زده کړه کې ورته ځانګړې پاملرنه شوې وه، د بیلګې په ډول سیاسي اقتصاد، چاپیریالي اقتصاد، اروایي اقتصاد او نور. دا هغه موضوعات دي چې د اقتصاد د علم د تیورۍ د تکامل او بشپړوالي سره یو ځای را څرګند شوي او ممکن د دغه تکامل په بهیر کې د اقتصاد اړوند داسې نور ډېرو موضوعاتو لوستل د اقتصاد د زده کوونکو لپاره اړین وګڼل شي.
چاپیریالي اقتصاد یا Environmental Economics هم د اقتصاد د علم هغه برخه ده چې په دې وروستیو کې ورته ډېره پاملرنه کیږي. چاپیریالي اقتصاد د اقتصاد د علم هغه برخه ده چې پر اقتصاد باندې د چاپیریال اړوند تصامیمو د اغېز څخه بحث کوي. پخوا اقتصاد پوهانو یوازینۍ موخه اقتصادي پرمختګ او هوساینه ګڼله او په دې برخه کې یې د نوموړي پرمختګ څخه رامینځته شوي زیانونو ته پاملرنه نه کوله خو په چاپیریالي اقتصاد کې چاپیریال ته هغه رسیدونکي زیانونه رابر سیره او مطالعه کیږي چې د اقتصادي کړنو له امله چاپیریال ته رسیږي.
د دغه زیانونو څخه ځینې یې ټول چاپیریال ته متوجه وي لکه د نړیوالې تودوخې زیاتوالی، د اوزون د پوړ یا طبقې تخریب او نور، ځينې یې بیا یوازې یوې ځانګړې سیمې ته متوجې وي لکه د یو صنعت یا کښت و کر له امله د یو ښار چاپیریال ته اوړیدونکی زیان او نور. پوښتنه دا ده چې د اقتصادي او نورو ټولنیزو فعالیتونو څخه چاپیریال ته رسیدونکی زیان څنګه په نښه کولای شو؟ ډیویډ ایټنبرو د دغه زیان ځینې برخې په نښه کړي:
تر جبران زیات محصول اخیستل: له ځنګلونو، سیندونو او له نورو طبیعي سرچینو څخه دومره څه اخیستل چې تلافي یې نه کیږي یعنې په همدومره اندازه نور څخه په دغه طبیعي سرچینو کې نه زیاتیږي.
د پردیو بېلګو کارول: په قصدي یا تصادفي ډول د نباتاتو او حیواناتو د انواعو بدلول چې دا چاره د کورنۍ چاپیریال موازنه او انډول خرابوي.
د شاړو ځمکو ابادول: که څه هم د شاړو ځمکو ابادول د اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي خو د ایټنبرو په اند په کرنیزو ځمکو او میشت ځایونو باندې د شاړو ځمکو بدلول د ژوند چاپیریال ته زیان اړوي.
ککړتیا: بیکاره توکي په چاپیریال کې غورځول هم د چاپیریال د خرابیدا سبب کیږي چې نن سبا د چاپیریال د ککړتیا یو لامل هم د ډیرو ضایع کیدونکو تولیداتو غورځول او ورستیدل ګڼل کیږي.
پورتني څلور واړه کارونه څه نا څه په هر هیواد او سیمه کې تر سره کیږي او دا بهیر هغه وخت تېز شو کله چې څه کم یوه پېړۍ له مخه د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د اقتصادي پرمختګ بهیر د چټکتیا لارې ته برابر شو. پخوا مهال، اقتصاد یوازې دا څېړل چې وګړي څه ډول شتمني لاس ته راوړلای شي. د شلمې پېړۍ په شپیتمه لسیزه کې وګړو درک کړه چې دودیز اقتصاد نشي کولای د هغوی او ټولنې ټولې ګټې خوندي کړي او له دې لارې ټولنیزې هوساینې او چاپیریال ته زیان رسیږي. د همدغه زیانونو د مخنیوی په موخه د اقتصاد په علم کې د چاپیریالي اقتصاد څانګه هم رامینځته شوه.
چاپیریالي اقتصاد په چاپیریال باندې د اقتصادي پریکړو او تصامیمو اغېز اندازه کوي، او د دغه اغېز له مینځه وړلو او یا هم کمولو لپاره اړینې حل لارې په ګوته کوي تر څو طبیعي اقتصادي سرچینې په ښه ډول وکارول شي او په وسیله یې ټولنیزې هوساینې ته لار هواره شي. که چیرته وګړي یوازې خپله ګټه په پام کې ونیسي او د چاپیریال عنصر ته پاملرنه و نه کړي نو ښکاره ده چې د چاپیریال د ککړتیا او طبیعي منابعو د ضیاع له امله تلپاتې اقتصادي پرمختګ چې نن سبا د اقتصادي پرمختګ د پالیسي جوړوونکو یوه موخه ده ممکن نه دی. د دې تر څنګ د چاپیریال ککړتیا د زرغون اقتصادي پرمختګ په لاره کې هم خنډونه رامینځته کوي.
پورته مو د چاپیریالي اقتصاد په اهمیت او موضوع خبرې وکړې او د دې لپاره چې په راتلونکې کې د هر ډول اقتصادي ستونزو د حل توان ولري د اقتصاد زده کوونکي باید د اقتصاد د ټولو برخو اړوند اړین معلومات ولري؛ خو په غالب ګمان، د افغانستان د پوهنتونونو د اقتصاد په پوهنځیو کې تر اوسه د چاپیریالي اقتصاد مضمون نه تدریس کیږي چې د نصاب یوه لویه نیمګړتیا یې ګڼلای شو.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.