سوله بې ځایه اټکل

 
نږدې په هره ټولنه کې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د نوماندانو له لوري هغه شی د ژمنې په توګه وړاندې کېږي چې د هغې ټولنې خلک تر هر څه ډېره ورته اړتیا لري. په افغانستان کې هم  په تېرو ټاکنو کې د ټولو نوماندانو ترمنځ ګډ شعار سوله وه. دوی نږدې ټولو سره له دې چې د سولې لپاره یې عملي میکانیزم له خپلو پلویانو سره نه شریکاوه، خو د سولې د راوستلو ټټر یې ډباوه.  
تر ټاکنیزو کړکېچونو وروسته چې د ملي یووالي تر نامه لاندې حکومت کار پیل کړ، ټول تمرکز یې همدې ژمنې پر عملي کولو وکړ.  
د ولسمشرۍ لپاره د ټولو کاندیدانو له شعارونو یو هم د سولې راتګ وو، نوي حکومت چې کله کار پیل کړ نو خپل ټول پام یې د سولې راوستو ته واړاوه تر ټولو لومړنۍ ګام یې د ستراتيژیک تړون لاسلیک کول وو چې مخکني ولسمشر حامد کرزي یې د لاسلیک کولو  لپاره یو شرط اېښی وو هغه په هیواد کې د سولې راتلل وو  دوی دا فکر کاوه که چېرې تړون لاسلیک شي سوله به د دې هیواد ور وډبوي.
هغه په دې خبره پوه وو چې د سولې راتګ په هیواد کې د امریکا په لاس کې دی. هغې ته د امریکا هغه رازونه مالوم وو چې د پردو تر شا یې د افغان هیواد د اېل کولو لپاره طرح کړي وو.
خو د نوي حکومت همدا چې پر څوکۍ  د کیناستو اوازې تر غوږ شوې سم د واره یې د څوکۍ نشې سترګې پټې او تړون یې لاسلیک کړ خو د هغه د لاسلیک لپاره یې له ستر جهاني جګړمار هیواده هیڅ هم و نه غوښتل یوازې همدومره چې د دوو ټیمونو تر منځ یې د یوه دوه سري حکومت د جوړیدو پرېکړه وکړه.
امنیتي تړون لاسلیک شو خو په دې هیواد کې هیڅ بدلون را نه غی، جګړه روانه وه، افغانان لا هم په بېلو نومونو د هیواد په هر ګوټ کې وژل کېږي د امریکایي بندونو دروازې لا هم د افغانانو پر مخ خلاصې دي امریکايي قرارګاوې د دوی د سر تېرو د دمه کولو لپاره تر ټولو ښه ځای دی.
افغان حکومت له خپلې دې پرېکړې وروسته په خپل منځ کې لکه د ګور چنجي په خوړلو اخته شول ټول هیواد له ګډوډی سر مخ وو خو د ملي وحدت د حکومت مشران په کابینه سره نه سلا کیدل د وزارتونو او ریاستونو په تقسیم کې د یو بل په وړاندې ولاړ وو. دا لړۍ اوس هم روانه ده مالومه نه ده چې تر کومه به دا وېښنه روانه وي.
نوی حکومت د میاشتو په تېرېدو تر اوسه په دې نه دی بریالی چې خپل جوړښت سم کړي د لقبونو په اېښودلو او او امتیازونو په اخیستلو لګیا دي، دواړه مشران او معاونین یې د خپلې دندې د هر اړخ لپاره مرستیالان او یا هم مشاورین ټاکي چې هغوی ته لوړ امتیازات ورکوي.
له بلې خوا نړۍ له نوو ګواښوونه سره مخ ده موږ لا تر اوسه پخوانیو دردونو ته ملهم نه دی پیدا کړی دلته په هیواد باندې نورې ولسه والې ډلې را روانې دي.
سمه ده چې موږ امریکایي پوځيانو ته د شتون قانونیت ورکړ خو سوال دا دی چې د دې تړون ګټه دې ولس ته څه وه؟ ولې لا هم په سل رنګه ستونزو کې را ګير یو؟ دا هغه پوښتنې دي چې راتلونکی تاریخ به یې د ملي وحدت د حکومت پر وړاندې ږدي.
افغان ولس لا هم قرباني ورکوي خو د ملي وحدت حکومت د سولې په خبرو بوخت دی که چېرې د سولې خبرې په رښتیا روانې وي د دود او عرف له مخې کله چې چېرته د سولې خبره وي نو دواړه لورې د خبرو تر مالومېدو پر یو بل غرض نه کوي ځان ته حدود ټاکي او یو موقتي اوربند کوي که چېرې خبره سولې ته ورسېږي نو بیا یو بل ته غیږ ورکوي خو که و نه رسېږي بیا دواړه لوریه د خپل سر نوشت د مالومولو لپاره هلې ځلې کوي.
خو دلته هر څه بر عکس دي جګړه روانه ده هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي کسان وژل کیږي یوې خوا ته هم مرګ ژوبله ده بلې خوا ته هم خو بیا هم د ملي وحدت حکومت وایي چې د سولې خبرې روانې دي.
رسنۍ بېل بېل رپوټونه خپروي یوه رسنۍ سهار خبر خپور کړي چې طالبانو سولې ته تیاري ښودلې ده خو بیګاه بیا خبر خپور شي چې دا خبره مخالف لوري رد کړې ده که چېرې د سولې خبرې رښتیا دي نو بیا مخالف لوری ولې په دې اړ څه نه وايي؟ او یا دا پوښتنه را پیدا کېږي چې ولې مخالف لوری لنډ مهالی اوربند نه کوي؟ کیدای شي دلیل دا وي چې دوی نه غواړي د روانې جګړې په ډګر کې د خپلو جنګیالیو روحیه ضعیفه کړي.
خو د دې هر څه په اړه امریکا چوپ ده داسې ښکاري لکه دواړو خواوو ته چې ډاډ ورکوي او په منځ کې خپلې ګټي لټوي، خو دا ولس باید په دې پوه شي چې لوبه دومره ساده نه ده، د سولې خبرې او د پاکستان مرستې هر څه یوه بې ځایه خوشبيني ده.
سوله که دومره آسانه وی خو راغلې به وه په دې هیواد کې هر څوک لاس وهي په داسې شرایطو کې چې استخباراتي جکړه روانه ده څنګه کیدای شي چې سوله دې په داسې یوه هیواد کې راشي چې استخباراتي وړتیا یې تقریبا ټیټه ده.
له بلې خوا پاکستان چې په هیواد کې په لاسوهنه اوجګړو تورن دی او تر ډېره دا ثابته شوې چې په هیواد کې یې د جنګ جګړو په هرو وخت کې هلته د هر حکومت په وړاندې پاڅونکونکي او یا مخالفین ساتلي او هلته یې ورته د فعالیت او کار زمینه برابره کړې ده.
زیاتره وسله وال ګروپونه اوس هم په پاکستان کې اوسې آی اېس آی یې په لوی لاس ملاتړ کوي له وسلو نیولې آن تر روزنې او جي پي ايس نقشو هر څه ورته برابره وي نو داسې یو هیواد به سولې ته ژمن وي؟ که چېرې هر څه دپاکستان په ګټه نه وي دوی به دې ته تیار وي چې سوله راولي؟
مالومه ده چې ځواب به (نه) وي ځکه پاکستان په دې هیواد کې کلونه کلونه جګړه کړې ده دلته یې له وسلو نیولې آن تر کسانو د جګړې لپاره استولي دي که پاکستان غواړي چې دلته سوله راشي لومړنی هڅه به یې دا وي چې ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله وي او افغانستان به له هندوستان سره خپلې اړيکې نرمې کوي.
ټولو ته پته ده چې د سولې خبرو تر اوسه کومه اغیزه نه ده کړې یو اړخ وایې چې د سولې خبرې روانې دي خو بل اړخ بیا دا خبرې ردوي، دا خبره باید له یاده و نه باسو چې په سیمه کې د افغانستان تر ټولو نږدې ستراتيژک دوست هندوستان دی او پاکستان له دې ټکي په وېره کې ی ځکه د افغانستان تر څنګه ولاړ یو تکړه هند د پاکستان په زیان دی.
نو پاکستان دا هڅه کوي چې د هند او افغانستان  تر منځ شته دوستۍ ته زیان ورسوي او په دې ډول یې د افغان چارواکو پام ټول د سولې خبرو ته کړی دی د ملي وحدت حکومت د سولې په خبرو هومره مصروف دی چې روان حالته ته یې هیڅ پام نه دی په هیواد کې د نوو وسلوالو د را منځ ته کیدو ویره ده، څوک ډلې جوړوې څوک بیا د دې ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره ځان د وسلې ګرځولو مشروعیت جوړوي.
له ټولو کړنو د پایلې ته رسېږو چې د سولې کاروان به منزل ته و نه رسېږي یوازې تر هغه ځایه به روان وي چې دپاکستان موخې پوره شي کله چې د پاکستان موخې پوره شوې یو دم به دا کاروان ودرېږي او په هیواد کې به د جګړې یو بل پړاو پیل شي.
ځکه اوس افغان حکومت خپل ټول پام د سولې خبرو ته اړولی دی خو له بلې خوا د شنونکو په باور چې راتلونکی کال به په هیواد کې د جګړو خونړی کال وي ځکه وسله وال به د هیواد د سیاسي کمزوری نه په استفادې وکولی شي خپلې موخې په ښه توګه تر سره کړي.
افغان دولت ته په کار ده چې د سولې خبرو ته د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې دوام ورکړي، خپلې بهرنۍ اړېکې د بهرنیو تر تاثیر لاندې را نه ولي د یوه مستقل هیواد په توګه خپلې مسلې د نړیوالو اړیکو په پام کې نیولو د خپل هیواد چارې سمبال کړي له بې ځایه مصروفیتونو او بې پایلې هیڅو دې ډډه وکړي د هیواد مهمو مسایلو ته دې جدي پاملرنه وکړي.