ژوند د بدلون په حال کې دی دا بدلون روان دی نن ورځ له تېرې سره توپیر لري دا موږ یو چې ژوند ته بدلون ورکوو د ژوند اړخونه موږ ټاکو. نن تر پرون سره توپیر لري خو د هغو کسانو لپاره چې حرکت لري د نن په پرتله د سبا لپاره هڅې کوي.
انسان د ژوندانه د یوه لوی کرکټر په توګه رول لوبوي د ده ژوند په ټولو بشريت اغېزه کوي تر بل هر څه پر بشریت د انساني ژوند اغیزه زیات دی.
د ښه فکر انسان په ښه لاره ځي مثبت نوښت ته په ښه سترګه ګوري، راتلونکې ته هیله مند دی، د ښې راتلونکې لپاره تل د نوښت او خلاقیت په هڅه کې دی.
خو دلته هر څه دودیزه بڼه لري د نوښت او خلاقیت لارې او کوڅې د خلکو پر مخ بندې دي یوازې هغه څه چې مشرانو او یا چاپيریال یې په ذهن کې ځای شوي دي کاروي.
د هېڅ نوې ورځې په راتګ نوی پیل نه لرو دا چې منی شي، ژمی شي، او یا پسرلی راشي دلته پر ژوند کوم اثر نه لري ځکه زموږ خلک وخت ته ارزښت نه ورکوي.
وخت دلته د نور هرڅّه په څېر بې ارزښته روان دی او تېرېږي او هر کار نن پر سبا کېږي دلته ټولنه په ټوليزه توګه یوه داسې فکر ته اړتیا لري چې دوی د هرڅه په وړاندې د مسولیت احساس وکړي که وخت دی، که هیواد،که دنده یا هر څه چې له ده سره دي د هغې پر وړاندې مسولیت لري او له هغې باید د خپل امکان تر حده ګټه پورته کړي.
هغه وګړي چې کارونه او کړه وړه یې د یوه پلان او موخې له مخې روان وي هغوی ورځ پر ورځ مخ ته ځي. هغوی کولی شي د خپلې نن ورځې وړتیاوې له پرونیو نمیګړتیاو سره پرتله کړي یا کولی شې د نن نمیګړتیاوې سبا له منځه یوسي.
ژوند د انسان لپاره دی او انسان کولی شي د خپل ټول ژوند هره شېبه کنټرول کړي دوی کولی شي خپل وخت او کړه وړه په سمه توګه مدیریت کړي او له خپل کم عمر څخه لویه استفاده وکړي.
هره ورځ یو پیل دی که مو له پرون وخته کار نه دی اخیستی کولی شو نن ترې ګټه پورته کړو د هېڅ کار لپاره ناوخته نه ده هر سهار او هر ساعت د انساني ژوند لپاره یو نوی پیل دی.
که موپرون لاس ته راوړنې نه لرلې هڅه وکړی چې نن یې ولرئ که مو نن له کومې ستونزې سره ټکر راغی سبا د نن تجربه په کار واچوئ او پرمخ لاړ شی.
پسرلی په طبعي توګه د یوه نوي پیل لپاره یوه ښه پلمه ده له همدې موسمه په استفادې کولی شو د پوره یوه کال لپاره ښه پلان جوړ کړو د تېر کال کارونه و ارزوو او د نوي کال لپاره پلان او موخې و ټاکو.
زموږ ټولنه کېدای شي نن او پرون یو حالت ولري په خلکو د موسمونو راتګ به هومره توپير و نه کړي ځکه زموږ ولس کلونه کلونه په یوه تیاره کې دی داسې تیاره چې زموږ له لاسه پر موږ تپل شوې ده.
هره ورځ یو حالت دی وژل نا امني، د یو بل نه زغمل، قانون ته د احترام نه شتون، تر ټولنې د ځان ګټې مهمې ګڼل ناوړه چاپیریال د شنو ساحو نه شتون، خام سرکونه، وېجاړ ښارونه او دې ته ورته ستونزې هغه مسلې دي چې نن شته او پرون هم وې خو ښه خبره دا ده چې تر خپلې وسې هر څوک پورته ستونزې حل کړي او د یوه ژمن انسان په توګه په انساني ټولنه کې مسولانه ژوند وکړي.
تر خپلې وسې د خپل ژوند د نوي پیل لپاره زمینه برابره کړي داسې موخې د وټاکي چې د شخصي ګټو تر څنګ یې د نورو انسانانو ګټې هم خوندې وي.
هر څوک کولی شي تر خپلې وسې پورې خوندي چاپيریال را منځ ته کړي د خپل کور شاخوا پاکه وساتي د خپل کور تر څنګه کوڅّه پاکه کړي. که هر څوک دا کار وکړي ښار به پاک نه وي؟
خو که له خپل وجدان سره فکر وکړو شاید دې پایلې ته ورسېږو چې موږ داسې خلک نه یو چې نن د سبا لپاره د ښه ژوند فکر کوو. که موږ داسې خلک وی چې نن مو د سبا لپاره ښه فکر لرلی نو موږ به هم لکه نوره نړۍ ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې وو.
خو موږ په داسې یوه محیط کې ژوند کوو چې د نن لاسته راوړنې سبا په سیند لاهو کوو دا هڅه نه کوو چې دخپلې هرې ورځې لاسته راوړنې سره یو ځای کړو او له هغې پوره ګټه پورته کړو.
کلونه په جګړه او دربدرۍ کې شپې سبا کوو د زړو فکرونو غلامان یو تر ډيرو سپېڅلو معنویاتو خپل دودونه را ته ارزښت لري، خو هڅ داسې نوی فکر مو پیدا نه کړ چې سبا یا نن د روانو حالاتو لپاره حل لاره پیدا کړو که مو ځانونه له دې بلا خلاص نه کړل خپل راتلونکی نسل خو مو باید له دې وبا خلاص کړی وی.
شاید د دې ټولنې د ګوتو په شمار خلک د ښې راتلونکې لپاره هڅې وکړي له هر فرصت څخه د نوښت او ښه ژوند کولو لپاره ګټه واخلي خو کولی شو د دې کسانو شمېره ورځ تر بلې لوړه کړو.
داسې کسان بیا شاید ډیر وي چې د هرې ورځې په تېریدو د دې ولس د ورکې لپاره نوي پلانونه جوړوي او په خپلو پلانونو کې بریالي هم وي موږ د هرې شېبې په تېریدوو د تیار یوه تور کلي ته ور نږدې کیږو.
کېدای شي موږ هم وده وکړو کېدای شي تر آسمانه ورسېږو خو دا پرمختګ فکر غواړي مینه غواړي، کلک عزم غواړي هېڅ وخت ناوخته نه ده هره ورځ د یوه نوي پیل لپاره یو فرصت دی هوښیارې ټولنې له همدې فرصتونو ګټه اخلي او د خپل ژوند د ښې راتلوکې لپاره هڅې کوي د خپلې ځواکمنتیا او لوړتیا لپاره خپل ځانونه په نوو فکرونو او خلاقو افکارو سمبالوي که چېرې موږ هم له ځینو خوبو وېښ شو ډير خوشبین و نه اوسو او هر څه د په حقیقي توګه دوګورو هله به مو ستونزو ته حل لارې پیدا کړې وي.
وروستي