پرمختګ او کلتور

افغانستان په وچه  کې محدود هیواد، داسې یو ځای چې د وخت هر یرغل یې په سینه چاپه لګولې، کېدای شي له پیدایښته تر دې دمه به دا هیواد ډير کم له دې تاړاکونو په امان وو، دې  هیواد  د خپل عمر په اوږدو کې ډیرې نادودي زغملې دي، د نظامي یرغلونو تر څنګ په دې هیواد فرهنګي یرغلونه هم شوي دي چې د دې هیواد خپل اصیل کلتور او ژوندانه ته یې د امکان تر حده زیان رسولی دی.
دا لړۍ له پخوا را روانه ده په دې هیواد کې هر څوک غواړې خپله نښانه په یوه نه یو ډول پرېږدي خو اوسنی جنګ تر وسلې پر فکر ډير تمرکز کوي د فرهنګونو د ځپلو لپاره تر ټولو لوی خطر دی.
کلتور یو واحد ویی دی چې په خپل ماهیت کې ډير څه رانغاړي کلتور د انساني ټولونو د زیارونو یوه ټولګه ده هغه که په هره برخه کې وي اوسني پوهان کلتور په دوو برخو وېشي چې مادي او معنوي کلتور ورته وایي، په معنوي برخه کې یې ژبه، علم، فلسفه، مذهب، او داسې نور راتلی شي خو په مادي برخه کې یې بیا ودانۍ، ساینسي اختراګانې، کر کېله، جامې، د تګ راتګ وسایل خو په لنډه که ووایو ټول هغه څه راتلی شي چې د یوې ټولنې په خپل زیار او پوهه رامنځ ته شوي وي.
فرهنګونه داسې شیان هم لري چې اوس ورته بېځایه دودونه وایو لکه لور په بدوکې ورکول یا دې ته ورته نور موارد خو دا به هم له یاده و نه باسو چې په هغه وخت کې په ټولنه کې محکمه او جزا نه وو دا د یوه ورور لپاره تر ټولو سخته جزا وو چې خپله خور یې دښمن د قتل یا د نورو بدو په بدل  کې وړي بیا به هیڅکله دا جرات نه کولو چې د چا په وړاندې د قتل اراده وکړي.
خو اوس چې محکمې شته حکومت شته او هر چا ته جزا ورکول کېږي دا دود ناسم بولو او په مقابل کې د شخص لپاره قانوني سزا ورکول غواړو.
دا په دې مانا نه ده چې زموږ ټول دودونه د خراب وي آن په ځینو بې اساسه خبرو کې چې اوس ورته خرافات وایي داسې حکمتونه وو چې د هغه وخت د خلکو په ګټه وو لکه ماشوم ته به یې ویل چې پښه په خوشایو کې مه ږده په هغې کې پېریان دي او بیا د شپې درته راځي. د دې لپاره چې ټولنه یوه داسې ټولنه وه چې ډيری وګړو د حیواناتو په روزلو او کرکېله ژوند تېراوه نو د دې لپاره چې ماشومان خپل د حیواناتو له ناپاکیو وساتي هغوی ته به یې دا ذهنیت ورکاوه نو دوی به هم ځانونه ساتل.
د کلتور په چوکاټ کې چې کوم شیان دی له انسانه پرته نشته پخوانیو انسانان د خپل ځان د ساتلو لپاره د خپل ژوند د لوړلو لپاره او د ځينو مسایلو د حل لپاره له خپلې پوهې کار اخیسته چې همدې ده د یوې ټولنې فرهنګ، پوهه، او کړه وړه وایي په دې لړ کې ټول مادي او معنوي پرمختګونه کلتور دی.
خو متمدنه نړۍ په تېره هغه هیوادونه چې غواړي خپل تاثیر په نورو ګاونډیو یا لرو پرتو ټولنو واچوي لومړنیۍ هڅه یې دا وي چې د هغوی فرهنګ ته تر خپلې وسې زیان  ورسوي.
د دې هیوادنو او انساني توکمونه هڅه دا وي چې نور ورو ورو له خپل کلتوره لرې کړي تر څو راتلونکې نسلونه هغه ډول وي چې دوی غواړي.
زموږ ټولنه د دې لپاره ډیره تیاره ده ځکه په دې هیواد کې بېل قومونه د بېلو ژبو لرونکی ژوند کوي د ډیرو کلتور او کړه وړه له ځینو نورو سره څه ناڅه توپیر لري، خو ځينې داسې کسان به حتما وي چې د نورو لپاره کار کوي او د نورو د فرهنګ د عامولو لپاره هڅه کوي.
ځینې بیا د پرمختګ په نامه د خپل دود او کلتور څخه لرې والۍ متمدن توب بولي خو داسې نه ده کومې ټولنې چې خپل کلتور ته وده ورکړي هغو رښتنې وده کړې ده خو هغوی چې د نورو ړوند تقلید کوي هغوی تر اوسه د پرمختګ پوړۍ ته نه دي رسېدلي.
هره ورځ وینو چې زموږ په هیواد کې د دود او فرهنګ په وړاندې څومره کسان کار کوي له رسنیو نېولې آن تر مدني ټولنو ځينې مدني ټولنې د خپل ځان د مطرح کولو لپاره او دې لپاره چې ځان نړیوال تمدن ده نږدې وښيي کوښښ کوي خپل دودنه په ښکاره توګه ټيټ وښيي.
زموږ ټولنه یوه درنه ټولنه ده پراخ کلتور لري دا چې د وخت چپاوونو زموږ د څو نسلونو فکر واخیست او دا چې جګړو مو ځوانان له علم او پوهې لرې وساتل په دې مانا نه ده چې اوسنی حالت زموږ د ټول ژوند او تاریخ ښکارندويي کوي.
مدني ټولنې په بېلو نومونو د افغاني کلتور د سپکاوي هڅې کوي چې بېلګې یې ټول په ټولنه کې وینو دا لړۍ به د دې هیواد د غني کلتور د راتلونکې لپاره خطرناکه وي.
هغه ټولنې رښتنې پرمختللې ټولنې دي چې د خپل پرمختګ سره سم یې کلتور هم لوړ کړي ټولنه او کلتور یو ځای وده وکړي او نړۍ یې دوی د هغوی د کلتور او فرهنګ په سبب  و پيژني هغه ټولنې که پرمخ تللې هم وي خو چې خپل ځانګړۍ کلتور و نه لري هغوی په حقیقت کې رښتنی پرمختګ نه دی کړی.