له چین سره اقتصادي اړیکو ته کتنه

 
لومړۍ برخه
 
چین ژمنه کړې چې له افغانستان څخه د ملاتړ په لړ کې به د کونړ پر سیند د بند جوړولو او له پاکستان سره د نښلوونکې پټلۍ په برخه کې مرسته کوي.
سره له دې چې د افغانستان او چین ترمنځ د ورېښمو له لارې د راکړې ورکړې یو خورا اوږد  تاریخ  پروت  دی، خو معاصر له افغانستان سره تر دې دمه د چین له خوا شوې تخنیکي ــ اقتصادي مرستې د ګوتو په شمېر دي. د کونړ سیند او د اوسپنې پټلۍ له پروژو سره د چین لېوالتیا به د اقتصادي اړیکو په ډګر کې یوه نوي پړاو ته د ننوتولو زمینه برابره شي. ددې ډول لېوالتیا د پخلي  لپاره مې غوره وګڼله چې چین ته زما ( لیکوال) د کاري رسمي سفر ځینې ټکي له تاسو سره شریک کړم.
کله چې د پخواني شوروي اتحاد سور لښکر په افغانستان کې له ماتې سره مخ شو، افغانستان کې د کور دننه جګړه ښه په درز سره روانه  وه. د خوراکي توکو کمښت له یو پلوه، د سون توکو نه شتون له بل پلوه، د لارو په  اوږدو کې  امنیتي  ستونزې او هره ورځ د مرګ ژوبلې او ویجاړۍ خبرې خو د ژوند یوه عادي خبره  ګرځېدلې وه. ورځ تر بلې د امنیتي شرایطو په خرابېدو سره په هېواد کې نژدې د ټولو بهرنیو ملکونو سیاسي نمایندګۍ ( سفارتونه ) وتړل شول او کارکوونکي یې خپلو هېوادونو ته ستانه شول. خو په کابل کې د چین یواځنی سفارت  و، چې د اړتیا له مخې په کې یو شمېر کسانو شتون درلود. دا مهال زه د کابل ښار په یوه لویه فابریکه کې پر کار بوخت وم. دغه مهال په دا دومره سختو شرایطو کې نه یوازې ددې فابریکې او دې ته ورته د نورو تولیدي فابریکو فعال ساتل اړین ګڼل  کېدل،  بلکې  د وخت د سپکو او خوراکي توکو صنایعو وزارت د خپلو اړوندو یو شمېر تصدیو چې د اوږد مهال کارولو په ترڅ  کې یې اقتصادي  ظرفیتونه کمزوري شوي وو له  سره لومړني اعظمي (تخنیکي ) ظرفیتونو ته د راګرځولو هوډ وکړ.  سره  له دې چې له یوه پلوه له ورانکارو څخه د موجودو تصدیو ژغورل او د پراخېدونکو او تشدیدي کارونې لپاره د  مالي وسایلو کمښت خورا ستغې ستونزې وې، خو بیا هم د دې ټولو ناخوالو سره اړوندې ادارې د تخنیکي سمبالښت له لارې په شتو تصدیو کې د مثبت بدلون د راوستلو لپاره لاس په کار شوې.
لکه څنګه، چې د مخه هم وویل شول د امنیتي او اقتصادي پلوه په داسې یو غیر عادي شرایطو کې د تولیدي واحدونو د تولیدي ظرفیتونو د لوړولو چارې د مالي وسایلو د کمزورتیا له کبله ناشونې ښکارېدې، خو د هېوادنۍ مینې، کلکې ارادې او په مسلکي  پوهې سمبال کدرونو شتون د داسې تولیدي  واحدونو  د تولیدي ځواک د پیاوړتیا لپاره د بل هر څه خورا ستر ارزښت درلود. په داسې شرایطو کې، چې زموږ د ویاړلی هېواد سره د بهرنۍ نړۍ د مرستو ټولې دروازې د تړل کېدو په درشل  کې وې او له چین پرته داسې کوم بل هېواد نه تر سترګو کېده، چې د داسې چارو د سمبالښت لپاره یې د افغانانو لاس نیوی کړی وای. دلته څو دلیلونو شتون درلود.  یو خو د چین  د سفارت د تجارتي اتشې مسئولو کسانو د همداسې پروژو د رانیولو لپاره په داسې سختو شرایطو کې په خپل سیاسي نمایندګۍ کې حضور درلود. دویم د چین تکنالوژي د نورو ډېرو هېوادونو په پرتله ارزانه او د اټکل او فني تجربو له مخې یې افغان تخنیکي او تولیدي کارکوونکو ته کارول هومره ستونزمن نه ښکارېدل.   
په همدې موخه د چین د ځینو اړوندو کمپنیو متخصص کسان د یو شمېر لومړنیو څېړونو لپاره افغانستان ته را دعوت شول. خو هغه مهال د افغان دولت د غلط بهرني سیاست له کبله له چین سره  په لوړه کچه د تماسونو نیولو نشوالي د داسې اقتصادي  پروژو پر وړاندې یو ستر خنډ و. د دیپلوماتیکو اړیکو د محدودیتونو له مخې د وزیر په کچه هلته ورتګ ناشونی و، و پتیل شوه چې یو څلورکسیز پلاوی د اړوند وزارت په غوښتنه او د هغه مهال د وزیرانو شورا د رییس  په تائید د وزیر په صلاحیت د وخت د سپکو او خوراکي توکو صنایعو د وزارت د باتجربه او په کارپوه معین خدای بښلي  دیپلوم انجنیر  محمدغلام رحیمي په مشرۍ د یو شمېر تصدیو د رغولو په موخه د چینایي کمپنیو په دعوت د تیانجین صنعتي لوی او مشهور ښارته  کاري  سفر وکړ. د دغه پړاوي په ترکیب کې  ما ( لیکوال) هم ګډون درلود. له دغه څلورکسیز پلاوي څخه یې ښه هکلی وکړ.  سره  له دې چې  دا سفر د ۱۲ ورځو لپاره پلان شوی و، خو د دواړو خواو د ګټو  پر بنسټ  یوې غوره  پایلې  ته  د رسېدلو  په  موخه د سفر وخت یو څه وغزېدلې، دا ځکه چې  پړاوي د هېواد د سختو اقتصادي ستونزو له کبله دې ته  اړ و چې د ماشینرۍ ( تکنالوژۍ ) په ځینو برخو چې  د چینایي  کمپنیو له خوا په پام کې نیول شوې وې له سره غور وکړي او له هغې جملې ساده، ارزانه او د افغان  لوري  مسلکي  وړتیا او شرایطو ته  په کتو داسې تخنیکي وسایل غوره کړي چې  د هر ځانګړي تولیدي واحد لپاره د افغان لوري له خوا په پام کې نیول شوي اعظمې ظرفیت باندې کوم منفي اغېز و نه ښیندي او ورسره  جوخت د چینایي کمپنیو له خوا د اټکل شوي قیمت په راکښته کولو سره لومړنۍ هوکړه  تر سره شوه. لیکوال د اړوندې فابرېکې په ګودامونو او تحویلخانو  کې د موجودو احتیاطي پرزو ( سفرپارټ) او آن تر دې چې ښایي د ډېرو لپاره د تعجب او حېرانتیا وړ وي د بخار په دیګونو کې  د کاریدونکو او د لوړ حرارت په مقابل کې مقاومت درلودونکو شموت خښتو نوملړ (  د  ځانګړو نمرو  او جوړښت ( سایز )  په تفکیک  ) جوړ او له ځانه  سره  یوړ.  سره له دې چې د بخار دیګ کمپلټ ( د ټولو ملحقاتو سره)  اخېستل کیږي، خو په  هېواد کې د اقتصادي ناچارۍ له کبله د یو څو اسعارو د سپما په موخه په لست کې د شامل  شوو  خښتو رانیولو ته زړه نه  ښه کاوه او ښایي چینایي لوری به هېڅکله هم د یو داسې سر  زوري، کنجکاو او مقتصد کس سره نه و مخامخ شوی (وایي تشه لاسه ته مې دښمن یې).
 کله چې د ډېرو چنو وهلو او هر اړخېزو ارزونو وروسته لومړنۍ  پاېلو ته  ورسېدو، د پلاوي له خوا د تخنیکي  وسایلو د قیمت د یوې برخې په بدل کې د اسعارو د کمښت له  وجې،  د نړیوال بازار په بیه مقابل لوري ته د افغانستان څخه د مالوچو د رانیولو چې سمپلونه یې لا د مخه موږ له ځانه  سره  وړي  وو وړاندیز وشو.
په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست له  خوا په پیکنګ کې مشت افغان سفارت ته  د تلکس له لارې سپارښتنه  شوې  وه چې د امکان په صورت کې دې له چین څخه د غنمو رانیولو موضوع هم مطرح شي.  دا هغه وخت و چې د پخواني شوروي اتحاد څخه د غنمو واردېدل په  ټپه درېدلي و. سره له دې چې چین خپل د اړتیا وړ غنم د کاناډا او نورو ملکونو نه رانیسي، خو بیا یې هم د مرستې ژمنه وکړه، چې په بحر کې چین ته په لاره د نورو هېوادو څخه د پیرودل شوو غنمو څخه به افغانستان ته یو معین مقدار غنم په کوم نږدې بندر کې  ښکته کړي.
نور بیا...
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.