
د روان عیسوي کال د
اپرېل په دوهمه نیټه ، د لراوبر د معتبر
وبسایټ د تازه خبرونو په لړ
کې مې ( کندهار : « PRT د مېوې فابریکه ښاروالۍ ته سپاري » ) تر سرلیک لاندې په یوه خپاره شوي خبر کې پر
دوه کلمو (
فابریکه او ښاروالي )
سترګې ولګېدې . د یوې صنعتي تولیدي
تصدۍ سپارل ښاروالۍ ته ،ددغه دواړو واحدونو د کاري
ځانګړتیاوو له مخې دا کار راته
یو څه ناسلا غوندې وبرېښېد ، داچې د قندهارولایت بیارغونې ټیم د نوموړې فابرېکې په انګړ کې
څه تاسسات لري ، چې باید ښاروالۍ
ورکړل شي پوره معلومات نه لرم . خو
که چېرې په یوه هېواد کې د یوې تولیدي فابرېکې تاسسات
ښاروالۍ ته سپارل
کیږي ، هغه کسانو ته ، چې د هېواد
د صنایع سره یې کوم مهال نژدې اړېکې درلودې
، پوښتنې را پېداکېدای شي .
رښتیا دا به ښایي د وخت او یا د
آزاد بازار اقتصاد نه د پوره
ګتې اخستنې کومه نوې غوندې غوښتنه
وي . چې ، د هېواد په کچه ، د خپل ډول دغه د
میوې یوه
مهمه فابریکه دې د قندهار په حوزه کې د
میوو د پراخه سرچینو سره سره د کنسرو د تولیدولو پر ځای ، د کالیو منځلو ( د کاليو پرېوللو) لپاره وکارول شي .
وټپوهان وای ! کله چې
ډینامیک متشبثین د ګټې وټې کوم
کار ته ملا تړي ، نو ښکاره خبره ده
، چې له مخکې یې په دغه اړوند ډېر مطالعات
کړي وي . او د مخکنیو څېړونو له مخې
ورته د ګټورتوب ډاډ
حاصل شوې وي . خو بیا هم
دغه موخې ته په بریالیتوب سره د رسېدلو تر څنګ یې ریسک هم له پامه نه شي غورځولای . او د هر ډول پېښیدونکو کمزوریو په وړاندې
د اړینو اقداماتو نیولو ته چمتو ( تیار )
اوسي . په تېره بیا که دغه کار
د لمړي ځل لپاره
د اقتصاد په ډګر کې ازمایل کیږي .
ددې غونډلې نه زما موخه داده ! د
اومو موادو د سرچینو او د بشري ځواک له پلوه یو بډاي قندهار دې یوه
داسې فابریکه ، چې د نیمایي پېړۍ زیات وخت راهیسې
د هېواد د ټولو ناخوا سره سره د کاري او تولیدي تجربو څخه برخمنه
، په دې دومره اوږده موده ( پیر
) کې یې اقتصادي
ارزښت په ډاګه ، نیمګړتیاوې
او کمزورۍ یې تثبیتیدونکي ، ودرول شي . که د ځان ستاینې په مانا تعبیر نه شي ، نو په همدې فابریکه کې د لیکوال ( زما ) د لنډ مهاله ماموریت پر وخت
په داسې شرایطو کې چې د باغونو نه ددې فابرېکې په نامه د میوو راوړل
اسان کار نه وو ، خو بیا
هم د قندهار د غېرتي او په هېواد
مینو سوداګرو په سیده مرسته د یادې فابرېکې تولیدي چارې ، په داسې شرایطو کې
، چې د برېښنا کمښت یوه ستغه ستوزه هم وه ، لکه د نورمالو شرایطو په څېر سمبال شوې .
د قندهار د کنسرو
جوړولو فابریکه ( چې د قندهار په ولایت کې
د میوې شرکت
په نامه شهرت لري ) ، د خپل اقتصادي ارزښت تر څنګ په دغه ولایت کې د وړیو اوبدلو د زړې فابرېکې وروسته د قدامت له
مخې تاریخي ارزښت هم لري . دې
فابریکې په ۱۹۶۳ ز کال کې ، د کال د ۱۳۰۰ ټن
د ډول ډول محصولاتو د تولیدولو
په ظرفیت
په کار پیل وکړ . په لمړیو کې دې
فابریکې په دوه شفته کې
۱۰ ټنه د میوو
ســـــــــــوک ( شربت ) ، ۲۰ ټن جام او جلي ، او يوه شپه او ورځ کې ۱۰ ټنه
وچې میوې تولید درلود . او د کنسرو دتولیدولو لپاره یې د زردالو ، بهي ، مڼو ، کورو ( انګور ) ، انارو ، رومیانو او ګازرو
څخه کار اخستل کېده . ددې
فابرېکې کار موسمي ، او په منځنۍ توګه ددې فابرېکې د کار وخت ۳۷ په سلو کې د انارو د پروسس ، ۳۰ په سلو کې د کورو ( انګورو ) د پروسس او پاتې د نورو مېوو
لپاره کارول کېده . ویل کېده ، چې
زمونږ په هېواد کې
د کورو ( انګورو ) د روزنې
لاندې مځکې ۷۱،۲ په سلو کې د قندهار ، پروان ، کابل او هر
ات ولایتونو کې موقعیت
لري . چې د ټول هېواد د انګورو ۷۳،۵
په سلو کې له همدې ځایونو نه لاس راځي . په
هېواد کې ۴۵ ډوله انګور
شتون لري ، خو د سیمیزو نومونو له مخې
آن تر سلو رسیږي .
دا فابریکه که څه هم وړه ، خو د تولیدي غوره ارزښت تر څنګ
تل د شنه چمنونو او غوړیدلي ګلانو
په درلودلو سره د ښکلا کوربه وه . مخکې له دې ، چې ددې فابرېکې په اقتصادي ارزښت یو څه رڼا واچول شي . یوه پوښتنه راولاړیږي ، هــــــغه داچې ولې د هېواد په تاریخ د لمړي ځل لپاره د میوو څخه د کنسرو د جوړلو
لپاره دا ډول فابریکه يواځې د
قندهار په ښکلي ښار جوړه
شـــــــــــــوه ؟ .
ښکاره خبره ده ، چې د ټولو ځواب به همدا یو وي ،
او هغه دا چې ، دا سیمه
یوه میوه لرونکې سیمه ده . هو ! خو نه
یواځې میوه لرونکې بلکې د ښې آب وهوا او غوره طبعیت درلودلو له امله ددغه سیمې د باغدارۍ محصولات د نورو
ډېرو سیمو په پر
تله نه یواځې د
څومره والي بلکه د څرنګوالي له کبله هم د یادولو وړ دي . ددې فابرېکې
اقتصادي ارزښت او ځانګړتیاوو ته په کتو د
شپېتمو هـ ش کلونو په لمړیو کې په
پام کې وه ، چې دا فابریکه پراختیا
ومومي او په نوو او مدرنو ماشینونو سمبال
شي . او دې موخې ته د رسېدلو
لپاره یو لړ
لمړني تخنیکي ــ
اقتصادي مطالعات پکار واچول شول او
همدارنګه د یو شمېر بلغاریایي متخصیصنو له خوا د تر سره
شوو لمړنیو څېړنو د پایلو نه هم جوته
شوه ، چې د قندهار حوزه په
دې ډګر کې د پراخو
تولیداتو وړتیا لري . که ورته ځانګړې
پاملرنه وشي ، نه یواځې کورني اړتیاوې به بشپړې کړي ، کېدای شي ، بهرنیو ماکېټونو ته خپل محصولات وړاندې کړي .
ددغه مطالعاتو پایلو ته په کتو ، یادې ، څېړنې د وخت د اړوندو ادارو له خوا د یو لړ ارزونو
وروسته تائید او دې موخې ته د
رسېدو لپاره د مالي وسایلو د تدارک په چارو کې هم د یو څه
پرمختګ څرک ولګېد ، خو په
هېواد کې د نا امنیو د لمنې
په پراخېدو سره هر څه
ګډوډ شول . چې بیا وروسته ددې سکټور پراختیا خو لا څه کوې ، چې څو
څو ځلې د ورانکارانو له خوا ددې فابرېکې د سوزېدلو هڅې
هم وشوې .
سره له دې ، چې په یاده
فابریکه کې د کنسرو جوړولو تکنالوژي ډېره
ساده ، خو د یو خوراکي توکي په توګه د
تولید پر مهال ورته ځانګړې پاملرنه په کار ده . دا ځکه ، چې په همدغه فابریکه کې
یو مهال تولید شوې کنسروې د ترکیب (
کیفیت یا معیار ) د نه مراعات کولو ، د مناست ګدام نه درلودلو او په
قندهار کې د هوا د ګرم والي له کبله دکنسرو یو زیات
شمېر قطۍ پړسېدلې ، د وخت
په تېرېدو سره له کیفیت نه لوېدلې او ضایع
شوې وې . په پایله کې پتېیل شوې وه ، چې د قانوني مراحلو د تر سره کولو وروسته ، د
ککړتیا نه د چاپیریال
ساتنې په موخه ، خرابې شوې کنسروې په مځکه کې
ښخې او د فابرېکې ګدام خالي
یا وزګار کړلای شي .
داچې ، ددې تولیداتو په
ترکیب کې ( د فرنوکمتر آلې پر
مټ په اومو موادو یانې میوو
کې د خوږو « قندي مواد » د تثبیتېدو وروسته ) د لمړۍ
، دوهمې او درېمې درجې میوو تر
څنګ ، پکې بوره ، کلوکوز ، د لیمو جوهر ،
پکتین ، تانین او سربېکم کارول کیږي .
اړینه ده ، چې د کنسرو په ترکیب کې د ددغه موادو کچه په دېر دقت سره
وسنجول شي او بیا واچول شي . ددغه موادو
د کچې په برخه کې یوه کوچنۍ اشتباه
، د کنسرو کیفیت ته زیان پېښولای شي . او په
پایله کې کېدای شي ، د نامناست ساتلو په صورت کې جلي او یا جام کې کرستال شکله پتري پېدا ، او په خوړلو سره یې د انسان ژوند د خطر سره مخامخ کړي . په
نوموړي فابریکه کې د کنسرو د تکنالوژۍ
په برخه کې کوم متخصص کس چې ، پدې برخه کې یې
ځانګړې زده کړې تر سره کړی وې ، شتون نه
درلود ، که اشتباه ونه کړم یواځې یو نفر کارګر ( چې نه غواړم نوم یې یاد کړم ) ددغه ترکیب
په هکله یې د
بهرنیو کارکوونکې سره د ګډ عملي کار پر مهال
یو څه زده کړي وو ، نو که به هغه کار ته
د کوم دلیل له
مخې ناوخته رارسېده ، نو باید د ترکیب
بهیر ، چې د
یادې فابرېکې د تولیدي پروسس په مهمه شعبه کې تر سره کېده ،
د
نوموړي تر رارسېدو
ځنډول شوی وای .
سره له دې ، چې د کنسرو
تکنالوژي د لیکوال ( زما ) رشته نه وه ، او نه مې په دې هکله کومې زده
کړې درلودلې ، خو ددې لپاره ، چې په راتلونکې کې د تولیدي
چارو پر مخ بولو کې کوم
ځنډ یا خنډ نه وي رامنځ ته شوی . په فني او اساسي توګه را ته دځینو تکنالوژیکي پروسو یو
میتودیک لارښود جوړېدل اړین
ښکاره شول . له نېکه مرغه ،
ددې کار لپاره دا امکانات را ته برابر شول
، چې په دې هکله
یو شمېر کتابونه د اړتیا له مخې ډېر ژر له بهره راوغواړم . ددغه کتابونو پر مټ او هم د
هغه بلغاریایي متخصیصنو په مرسته ، چې په دغه کارخانه کې په
تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو بوخت وو یو څه
داسې اړین معلومات ، چې
ددغه فابرېکې د شرایطو سره یې سمون
درلود ، راټول او د ۱۳۶۱
هـ ش کال د وخت د کانو اوصنایعو وزارت د مجلې په
دوهمه او درېمه ګڼه کې ، د
لیکوال ( زما ) له خوا : د ( د
کنسرو تکنالوژي ) تر سر لیک لاندې خپاره شول . د نوموړې مجلې هغه ګڼې
چې ، یاد مطالب پکې خپاره شوي وو، و
هغو کسانو ته په واک کې ورکړل شوې ، چې د
کنسرو تکنالوژیکې معلوماتو سره
یې د بلــدتیا هوډ
درلود .
ددې سره جوخت ، په راتلونکې کې د دا ډول ضایعاتو نه د مخنیوي په خاطر د محصولاتو د
کیفت د معلومولو لپاره د لابراتوار د فعالولو تر څنګ ، د یو
لنډ مهاله کورس په جوړېدو سره دا ستونزه ،
چې د ترکیب پر مهال شتون درلود له منځه یووړل شوه .
دا ټولو ته څرګنده ده ،
چې د یوه
پلوه د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د برېښنا د نشوالی له کبله
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تازه
میوو ساتل خورا ګران کار دی ، او د بل
پلوه کله نا کله د ترانزیتي مالونو پر وړاندې د
بدنیتو ګاونډیانو له خوا د راولاړېدونکو
ستونزو په پام کې نیولو سره د خوراکي صنایع د یو داسې سکټور پراختیا نه یواځې د خپلو محصولاتو له لارې
په ځان دبسیا کیدو ته لاره پرانیزي اود بهرنۍ سوداګرۍ په ډګر کې افغاني لوری پیاوړی کوي ، بلکه بهر ته
دلیږدیدونکو تازه میوو په ځنډ کې د احتمالي پېښیدونکو زیانونو مخ نیوی هم
کیږي . تجروبو ښودلې
، چې هر کال په افغانستان کې
د اومو موادو په روزنېزو سیمو
کې د اړینو تاسساتو
نه شتون او د وړ بارجامو د کمښت
له امله هر کال د شل زره
ټنه په شاووخوا کې کور ( انګور )
او نورې مېوې خرابېږي .
د شملې پېړۍ د اتیایمو کلونو په لمړیو کې په منځني توګه
د هېواد په ټوله صنایع کې
انجینیرانو ، فني او تخنیکي کارکوونکو ۱۸،۷ او په خوراکي
صنایع کې ۱۴،۵ سلنه جوړوله ، خو
لکه څنګه ، چې د مخه هم وویل
شول ، له
بده مرغه دغې فابرېکې ته د
فني کدرونو په هکله له همغه لمړیو څخه لکه
څنګه ، چې ښایي پاملرنه نه ده شوې
، نو یې د کارکونکو په
شمېر کې ددا ډول فني کسانو انډول ( سلواله ) په هېڅ حساب
وبوله .
د خوراکي صنایع په جوړښت
کې د میوو څخه د کنسرو تولیداتو په
۱۹۷۸ ز کال کې ۳،۲ سلوالې ته رسېده
، خو د خوراکي صنایع په نورو
برخو کې پراختیا ، او برعکس د کنسرو د تولیداتو په اړوند سیمو کې د امنیت د خرابېدو له
امله په ۱۹۸۵ ز کال
کې د خوراکي صنایع په جوړښت کې
د ۱۹۷۵ ز کال په نرخ دا
سلواله ۱،۲ را ټیټه شوه .
د همغه امنیتي وضع د
خرابېدو سره که په ۱۹۷۹ ز کال کې د قندهار د میوې د فابریکې
د ظرفیت څخه ۲۱ فیصده ګټه پورته شوې ، خو دا شمېره په
۱۹۸۳ ز کال کې ۵،۸ او ورپسې په ۱۹۸۴ ز کال کې ۲ سلوالې ته ورسېده
، خوبیا هم په ۱۹۸۵ ز کال ۱۲ ته لوړه شوه .
په ۱۹۸۵ ز کال کې د کنسرو تولید د خوراکي صنایع په جوړښت کې ټیټ
شوې ، خو په ورته وخت په همدغه کال
د ظرفیت
د استفادې کچه لوړه
ښودل شوې . دا په دې مانا چې د خوراکي صنایع په نورو برخو کې پرختګ
ددې سکټور د
ونډې په ټیټېدو اغېزه کړې .
هغه مهال د یادې
فابرېکې د اقتصادي ظرفیت نه د پوره
ګټې نه اخستنې بنسټیز لاملونه د امنیت
خرابېدل ، د برېښنا ، اومو موادو ، فني کارګرانو او دسون توکو کمښت په ګوته شوی وو. له دې پرته ، د تخنیکي ستونزو په هوارولو کې
د ترمیمي کارونو سازمادهي
نیمګړتیاوې ، په خپل وخت د اضافي پرزه
جاتو تدارکاتي چارې سر ته
نه رسېدل ،د ماشینونو زړښت او داسې
نور ورته
لاملونه یاد شوي دي .
لکه څنګه ،چې د مخه مو
وویل ، د میوو او سبود کارولو فابریکي
موسمي تولیدي فعالیت کوي ، چې په دې سره یې د
۱۹۸۰ او ۱۹۸۵ ز کلونو په اوږدو کې په منځنۍ توګه د ټول
کلنیز تولید ، ۶ سلنه په
لمړۍ ربع ، ۳۴ په دوهمه ، ۴۶ په درېمه
او ۱۴ سلنه په څلورمه ربع کې شوی
دی . ددغه پورتنیو څلور واړه
موسمونو کې د لوړ تفاوت
اصلي دلیل نه
یواځې د میوو او سبو موسمي ځانګړتیا ده ، بلکه په خپل وخت ددغه
توکو نه رسول ددې سبب
ګرځېدلی ، چې فابریکه یا فابریکې
په بشپړ ظرفیت و نه چلیږي او د کال په اوږدو کې
د ډېر وخت لپاره ودرول
شي .
د کنسرو د فاریکو یوه
غټه ستونزه د هغې موسمي تولیدي فعالیت دی
. چې د یوه پلوه د لږ وخت له پاره ورته
د پروسس په موخه د اومو موادو
رسېدل او د بل پلوه ددغه اومو موادو ژر خرابېدل دي . لکه څنګه
عملا لیدل کیږي
دا فابریکه
د اومو موادو د تولیدلو سیمو ته
نژدې د منزل باغ په
ساحه کې موقعیت لری . د
افغانستان په شرایطو کې د
کنسرو فابریکې ته د
تازه اومو موادو رسولو او د هغې د کارولو
موسم د زردالو لپاره ۲۵ ورځې ، کور ( انګور ) ۵۵
ورځې ، بهي ۳۰ ورځې ، آنار ۵۶ ورځې ، مڼې ۴۰ ورځې
او د جلال آباد د کنسرو د فابریکو لپاره
زېتون ۴ میاشتې ښودل شوی دی .
د لیکنې د زیاتېدو له کبله مې د هر پورتني بېلابېل کلتور د موسم د پېل او پای
دقیق ورځ مې ځکه
په ګوته نه کړه
، چې دطبعیت غوښتنه کله نا کله د هغه وړاند وینو سره ، چې د
تجروبو له مخې محاسبه شوي وي ، اړخ
نه لګوي .
د کنسرو د تولیدلو د
فابریکو یوه ځانګړتیا دا ده ، چې ماشینونه یې
اونیورسال ( هر اړخیز یا هر کاره ) نه دي ، چې له همدې کبله د
ماشینونو عین پتوک ( لړ ) نه شي کولای
هر ډول اومه مواد پروسس کړي . او هغه لا څه ، چې هغوی نشي کېدای د کنسرو د پراخو ډولونو لپاره په قطیو
کې د جلا پېمانې او
بېلابېلو بارجامو لپاره وکارول شي . د قندهار د فابرېکې د حلبو د تختو څخه د ایتالوي
ماشینو په مرسته یواځې یو ډول قطۍ
جوړېدلې .
همدارنګه د ځینو تخنیکي نیمګړتیا له کبله د حلبي تختو څخه د قطیو تولیدولو او د
ډکو قطیو د تړلو (فټ کولو ) پر وخت د د
تشو او ډکو قطیو ضایعات د نورم څخه
لوړ وو . د ډکو قطیود کلک
نه تړلو له وجهې
، د تړل شوې قطۍ په
لوړ حرارت د جوشېدو ورسته ، د سړېدو پر وخت د هوا داخلېدو سره یې د
ډېر وخت لپاره دساتلو وړتیا له لاسه ورکوله او خرابېدل . ددې فابرېکې بله ځانګړتیا دا وه ، چې د لېبل نښلولو چارې په ګدامونو کې
د کارګران له خوا په لاس تر سره کېدلې او ډېر وخت ور ته
په کار وو .
د دغه فابریکې د نورو ستونزو تر څنګ یو هم له
باغونو او میوه لرونکو سیمو نه په پراګنده
توګه مېوې اړوندې فابریکې ته وروړل
کیږي ، چې په پایله فابریکې ته اومه مواد په منظم ډول نه رسیږي
، کله ځنډ پکې راځي او یا
هم کله
په دومره لوړه پېمانه مېوې ،
چې فابریکه یې په لږ وخت
کې د پروسس جوګه
نه وي ، ور وړل کیږي ، چې
پدې توګه په فابریکه کې
د غېر فعاله سړو خونو له وجهې
ددغه اضافي میوو د خرابېدو
امکان ډېر لیدل شوی دی . ددې ډول نیمګړتیا او نامنظم والی بنسټیز لامل د
اومو موادو د تولیدونکو سیمو د تخصص او تمرکز د کچې ټیټوالی په ګوته شوی دی .
په دې فابریکه کې له
اوله یو لړ ستونزو شتون درلود . په هېواد کې
د کنسرو د ځای پر ځای کولو لپاره
ښیښيي او حلبي کورني منابعو شتون نه
درلود او له بهره راوړل کېده
، چې تر
دې دمه دغه ستونزه
پر ځای پاته ده . همدارنګه ډیر کارونه په
لاس تر سره کیږي ، د تولید ځانګړی پروسس لږ میکانیزه او تکنالوژي
یې هم لکه څنګه
چې ښایي بشپړه نه ده . د
اومو موادو تسلیمي او اړوندو شعبو ته یې لېږدول ، سورت کول او آن په قطیو کې یې د پخو موادو ( کنسرو ) ځای پر ځای کول په لاس سره تر سره کیږي . نوموړې فابرېکې د نورو خورا زیاتو
ستونزو سره یو هم د برېښنا کمښت وو . سره
لدې ، چې په فابریکه کې په بېړنیو حالاتو کې د دیزلي
جنراتور څخه کار اخیستل کېده ، خو د
دیزلو د لګښت د ډېروالي له امله د تولید
شوو مصنوعاتو په تمام شد قیمت یې ناوړه
او منفي اغېز شینده .
په دې فابریکه کې د
جوړېدو له همغه لمړیو شیبو څخه پکې د نورو اړینو تاسساتو او برخو ترڅنګ د پروسس
او یا هم و نورو ځایونو ته د استولو په موخه د اضافي تازه میوو ساتلو لپاره سړې خونې ( یخچال ) شتون درلود . خو هغه مهال د ډېرې مودې په اوږدو کې د نه ضرورت له مخې ترې ګټه نه اخستل
کېده او تړلې پاتې وه . او په دې موده کې یې
ددغه خونې د سړولو
چارو تجهیزات د ډېرې مودې ودرېدو
له امله د ډاډ وړ نه وو،
امیاک زاړه ،
نلونه زنګ وهلي او د نورو پارامترونو د ښوولو مېټرونه ( شکلې
) او آلات هم د
نه استعمال له کبله خپله دقیقه وړتیا له
لاسه ورکړې وه . خو بیا هم د یو لړ هلو
ځلو په ترڅ کې له سره ګټې اخستنې ته تیار شو . خو وخت له وخته تېر
وو ، ځکه چې ورځ تر بلې د ناامنیو
ډېروالي هر څه پر
بل مخ کړل .
یادې فابرېکې نه یواځې
د کورنیو زراعتي محصولاتو پروسس په غاړه وو، بلکه یو زیات شمېر کسانو ته یې د
کار زمینه مساعد کړې وه . د پخو موادو ( تولیداتو ) د خرڅلاو له درکه یې ټولنې ته ګټه
رسېدله ، . . . . . . . ، او همدارنګه یې یو شمیر کارکونکو ته
د فابرېکې په دننه
لوېدیزه خوا کې د
یو شمېر کارکوونکو لپاره استوګڼ ځایونه
هم په واک درلودل .
د اقتصادي چارو شنونکو
لپاره مې غوره وګڼله ، چې په افغانستان
کې د کنسرو تولیدولو په برخه کې په ۱۳۵۹ او ۱۳۶۳ ل کلونو کې د ۱۳۵۷
ل کال په پرتله په سلوالې سره : دفي
واحدفونډ په سر د تولید
د کچې ، د مؤلدیت د کچې او همدارنګه د سړي
سر فوند د کچې انــــــدکـــــس په لاندې لښتلیک کې وړاندې کړم :
انـــــــــــــــــدکس کــــلو نه |
په یو
واحد فونډ د تولید کچه ( تولید پر فونډ ) |
د
مؤلـــــــــــــــــــدیت کچــــــــه ( سړي سر تولید ) |
سړي سر د
فونــــــــډ کچه ( فونډ پر سر ) |
۱۳۵۹ |
۰،۶۸ |
۰،۷۳ |
۱،۰۷ |
۱۳۶۳ |
۰،۴۱ |
۰،۳۶ |
۰،۸۸ |
یــــــادښـــــــت : د پورتني لښتلیک شمېرې د اړوند تصدیو او فابریکو د ارشیف او یو شمېر کلنیزو بیلانسونو د شمېرو له مخې محاسبه شوي دي . د لته یواځې بنسټیز فونډ مطرح دی ، او د ( سړي یا سر ) مطلب هغه کارکونکې دی ، چې په تولید کې یې د یو غوره عامل په توګه سیده ونډه درلوده . په ډېر درنښت .