د چین هېواد سره  د متقابلو ګټو پر بنسټ  د اقتصادي  اړېکو سم   مدیریت   غوره پاېلې  لرلای شي  !

 
 د روان  یانې ۲۰۱۵ ز کال د فبروي په ۱۱ نېټه مې  د تاند په معتبره وېبپاڼه کې  د  (د چین افغانستان او پاکستان مهمه درې اړخیزه غونډه) تر سرلیک لاندې  په یو خبر سترګې ولګېدې ، چې  وایې : ( په پیکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هووا چونیانګ خبریالانو ته وویل، چین به یو شمیر پروژې په افغانستان کې تطبیق کړي چې په دغو کې په کونړ کې د بریښنا د بند جوړیدل هم شامل دي او تر پاکستان پورې به اورګاډي او موټرو لارې هم جوړې کړي  . په کونړ کې د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د بریښنا د تولید د فابریکې ملاتړ پاکستان کړی دی او ویلي یې دي چې یوه اندازه بریښنا به یې واخلي  )  تاند .
سره لدې ، چې   د افغانستان او چین  هېوادونو  تر منځ    د  ورېښمو له  لارې  د    راکړې  ورکړې  یو پخوانی خورا   اوږد  تاریخ  پروت  دی   ، خو معاصر افغانستان  سره   تر دې  دمه ،   د چین هېواد  له  خوا شوې  تخنیکي  ــ  اقتصادي مرستې  د ګوتو په شمېر  دي   .  خو  په پورتني خبر کې  د یاد شوو غټو  پروژو  د پلي کولو سرهد چین  هېواد  لېوالتیا به  د  اقتصادي    اړېکو په  ډګر  کې  یوه   بله  نوې او لوړې مرحلې  ته  د ورننوتلو   یوه  نوې  کړکۍ   پرانیزي   .    ددې   ډول  لېوالتیا  د پخلي  لپاره  مې  غوره  وګڼله  ، چې    چین  هېواد ته زما ( لیکوال )  د کاري  رسمي  سفر  ( د سفر  ښېلاسه ته  راوړنې   او په افغانستان کې  یې د پلیتا  ماتې  ) ځیني  ټکي   له تاسو درندو  لوستونکو سره  شریک کړم    .
کله ، چې  د پخواني شوروي اتحاد  سور لښکر په افغانستان کې د ماتې سره مخ شو او د خپل هېواد ستنېدو ته اړ شول ، افغانستان کې د کور دننه  جګړه  ښه  په درز سره روانه  وه . د خوراکي توکو کمښت  له یو پلوه ، د سون توکو نه شتون  له بل پلوه ، د لارو په  اوږدو کې  امنیتي  ستونزې او  هره  ورځ  د مرګ ژوبلې  او ویجاړۍ خبرې خو د ژوند  یوه عادي خبره  ګرځېدلې  وه . ورځ تر بلې د امنیتي شرایطو په خرابېدو سره  په  هېواد کې  نژدې  د ټولو بهرنیو ملکونو سیاسي نمایندګۍ ( سفارتونه ) وتړل شوې او کارکوونکي یې خپلو خپلو هېوادونو ته ستانه شول  . خو په کابل کې د  چین یواځنی  سفارت  و ، چې   د اړتیا له مخې   په کې   یو شمېر  کسانو شتون درلود   . دا مهال  زه  ( لیکوال ) د کابل ښار په یوه لویه فابریکه کې  په کار  بوخت  وم    .  دغه مهال  په   دا دومره سختو شرایطو کې   نه یواځې ددغه فابرېکې او دې ته ورته  د نورو تولیدي فابریکو فعال ساتل  اړین  ګڼل  کېدل  ،  بلکه  د وخت د سپکو او خوراکي  توکو  صنایع  وزارت   د خپلو اړوندو  یو شمېر  تصدیو ، چې د اوږد مودیز  کارولو په ترڅ  کې  یې اقتصادي  ظرفیتونه  کمزوري شوي  و  له  سره    لمړني اعظمي  (تخنیکي )   ظرفیتونو   ته  د  راګرځولو  هوډ  وکړ   .  سره  لدې ، چې  د یوه پلوه  د ورانکارانو څخه د موجودو تصدیو ژغورل  او  د پراخېدونکو او تشدیدي کارونې  لپاره د  مالي وسایلو  کمښت  خورا ستغې  ستونزې  وې  . خوبیا هم  ددې ټولو ناخوالو  سره اړوندې  ادارې   د تخنیکي  سمبالښت  له  لارې  په   شتو تصدیو کې  د  مثبت  بدلون  د راوستلو لپاره  لاس  په کار  شوې  .
لکه څنګه ، چې د مخه هم وویل شول  د امنیتي او  اقتصادي پلوه په داسې یو غېر عادي شرایطو کې د تولیدي واحدونو د تولیدي ظرفیتونو  د لوړولو چارې  د مالي وسایلو د کمزورتیا  له کبله   ناشونې  ښکارېدې  .  خو د  هېوادنۍ مینې  ، کلکې  ارادې  او په مسلکي   پوهې  سمبال  کدرونو شتون   د  داسې  تولیدي  واحدونو  د تولیدي ځواک د پیاوړتیا لپاره  د بل  هر  څه خورا   ستر ارزښت درلود .    پداسې شرایطو کې  ، چې   زمونږ  د  ویاړلی  هېواد سره   د بهرنۍ  نړۍ  د مرستو  ټولې دروازې  د تړل کېدو  په درشل  کې وې  او  د چین پرته   داسې کوم  بل   هېواد  نه  تر سترګو کېده  ، چې دداسې چارو د سمبالښت لپاره  یې  د افغانانو لاس نیوی  کړی وای   . دلته څو دلیلونو  شتون درلود .  یو خو د چین  د سفارت  د تجارتي  اتشې  مسئولوکسانو د همداسې پروژو د رانیولو لپاره په داسې سختو شرایطو کې  په خپل سیاسي نمایندګۍ کې حضور درلود . دوهم  د چین تکنالوژې د نورو ډېرو هېوادونو په پرتله ارزانه او  د اټکل  او فني  تجربو له مخې  یې افغان  تخنیکي  او تولیدي   کارکوونکو  ته   کارول    هومره ستونزمن  نه ښکارېدل  .   
په همدې موخه ،  د چین  هېواد  د ځینو اړوندو کمپنیو  متخصص کسان د یو شمېر  لمړنیو څېړونو لپاره  افغانستان  ته  را  دعوت کړلای شول   . خو هغه مهال د افغان  دولت  د غلط بهرني  سیاست  له کبله  ، د چین هېواد سره  په لوړه کچه د تماسونو نیولو نشوالي د داسې اقتصادي  پروژو په وړاندې  یو  ستر خنډ و .  داچې  د دیپلوماتیکو اړېکو د محدودیتونو له مخې  د وزیر  په کچه هلته  ورتګ ناشونی و ، و پتیل شوه ،  چې  یو  څلورکسیز  پړاوی داړوند وزارت په غوښتنه او د هغه مهال د وزیرانو شورا  د رئیس  په تائید  د وزیر  په صلاحیت  د وخت د سپکو او خوراکي توکو صنایعو د وزارت  د  باتجربه او په کار  پوه معین   خدای بخښلي  دیپلوم انجنیر  محمدغلام رحیمي  په مشرۍ  د یو شمېر تصدیو د رغولو په موخه   د چینایي  کمپنیو  په دعوت  د تیانجین صنعتي لوي او مشهور ښارته  کاري   سفر وکړ  ، ددغه پړاوي په ترکیب کې  ما ( لیکوال ) هم ګډون درلود   .  ددغه  څلورکسیز پړاوي  څخه یې  ښه هکلی وکړ .  سره  له دې ، چې  دا سفر  د ۱۲ ورځو لپاره پلان شوی و ، خو د دواړو خواو د ګټو  پر بنسټ  یوې غوره  پایلې  ته  د رسېدلو  په  موخه د سفر ورځې  یو څه  وغزېدلې  ، دا ځکه  ، چې  پړاوي   د هېواد د سختو اقتصادي ستونزو له کبله دې  ته  اړ و ، چې د ماشینرۍ ( تکنالوژۍ ) په ځینو برخو ، چې  د چینایي  کمپنیو   له خوا  په پام کې نیول شوې  وې  له سره غور وکړي ، او له  هغې  جملې څخه  ساده ، ارزانه او د افغان  لوري  مسلکي  وړتیا او شرایطو ته  په کتو  داسې  تخنیکي وسایل  غوره کړي  ،  چې  د هر ځانګړي تولیدي واحد لپاره  د افغان  لوري  له خوا  په  پام کې  نیول  شوي   اعظمې ظرفیت  باندې  کوم  منفي اغېز و نه  شیندي  او ورسره  جوخت  د چینایي  کمپنیو له خوا د  اټکل شوي قیمت  په  راکښته کولو سره  ،  لمړنۍ هوکړه  تر سره شوه   .  لیکوال ( ما) د  اړوندې فابرېکې  په ګودامونو ، او تحویلخانو کې  د موجودو احتیاطي پرزو ( سفرپارټ )  او  آن تر دې ، چې  ښایې  د ډېرو لپاره  د تعجب  او حېرانتیا وړ   وي    د بخار په دیګونو کې  د کاریدونکو  او د لوړ حرارت په مقابل  کې  مقاومت  درلودونکو شموت  ښختو  نوملړ   (  د  ځانګړو نمرو  او جوړښت ( سایز )  په تفکیک  ) جوړ او له ځانه  سره  یوړ .  سره له دې ، چې د بخار دیګ کمپلټ ( د ټولو ملحقاتو سره )  اخېستل کیږي ، خو په  هېواد کې د  اقتصادي  ناچارۍ  له کبله  د یو څو اسعارو د سپما په موخه  په لست کې د شامل  شوو  ښختو  رانیولو ته  زړه  نه  ښه کاوه  او ښایې چینایي لوری  به  هېڅکله  هم د  یو  داسې  سر  زوري  ، کنجکاو  او مقتصدکس  سره  نه و  مخامخ شوی (  وایې تشه لاسه ته مې دښمن یې )   .
 کله  ،  چې  د ډېرو چنو وهلو او هر اړخېزو ارزونو وروسته    لمړنۍ  پاېلو ته   ورسېدو  ،   د پړاوي  له خوا   د تخنیکي  وسایلو د  قیمت   د یوې  برخې  په  بدل   کې   د اسعارو د کمښت  له  وجې  ،  د نړیوال بازار  په  بیه   مقابل  لوري ته  د  افغانستان څخه  د مالوچو  د رانیولو ، چې سمپلونه  یې  لا د مخه  مونږ  له  ځانه  سره  وړي  و ،  وړاندیز وشو   .
په ورته وخت د افغانستان جمهوري ریاست له  خوا په پیکنګ  کې مشت افغان سفارت ته  د تلکس  له  لارې   سپارښتنه  شوې  وه  ،  چې  د امکان پصورت کې  دې  د چین  هېواد څخه   د غنمو  رانیولو موضوع  هم  مطرح  کړلای  شي  .  دا هغه وخت و  ، چې  د پخواني شوروي اتحاد څخه   د غنمو وارېدېدل  په  ټپه   درېدلي و .   سره لدې ، چې  چین  خپل د اړتیا وړ غنم د کاناډا او نورو ملکونو نه رانیسي ، خو بیایې هم  د مرستې ژمنه وکړه  ، چې په بحر کې  چین  ته  په لاره د نورو هېوادو څخه د پیرودل شوو غنمو  څخه  به  افغانستان  ته   یومعین مقدار غنم  په کوم نژدې بندر کې  ښکته کړي  .
افغان پړاوي  د افغان  سفارت د مسئولو کسانو  په ملتیا  هڅه کوله ، که وکولای شي ، چې چینایې  لوری دې  ته  و هڅوي  ، چې دغه تخنیکي ــ اقتصادي مرستې  د افغانستان  د  لوړو مقاماتو سره د یو ځانګړي  تفاهم  له مخې  ،  وړیا  وکړي  ، خو زمونږ  په هېواد کې  حاکم   غلط بهرني سیاست  ، چې یواځې د پخواني شوروي  اتحاد  اړخ  یې  ټینګ کړی و، دداسې وړاندیز د مطرح  کولو  په وړاندې  یوه ستره ستونزه وه  .
هېواد ته په راستنېدو سره ،  د دغه په پام کې نیول شوو پروژو د  پلي  کولو  په نیت   اړوندو ارګانونو  د مالي وسایلو د تدارک  لپاره  خپلې  هلې ځلې  ګړندۍ کړې  . ددې  پروژو د پلي  کولو  هېلې را ټوکېدلې   وې  او  ددې کار  د نورو پړاونو د تر سره کولو لپاره کار روان و .
خو له بده مرغه ډېر وخت  لا نه و تېر شوی  ،  چې   د تېر  رژیم  د ځینو ملي خاینینو په ملتیا  سقاویانو   او وحدتیانو  د هېواد د ټولو تصدیو  منقول  او غېرې منقول  جایدادونه او  شتمنۍ   لوټ او بیا یې  د توپونو د ګولیو   په  ویشتلو سره  په  بشپړ   ډول ویجاړې  او د اور په لمبو کې  وسوځولې   او د نوموړو تصدیو د بیا رغونې  پلان    د دغه ورانکارو او غلو د  نادودو په  پایله  کې   له  خاورو سره خاورې  او په هېواد کې د میلیونو ډالرو په ارزښت  زېرمه شوي  مالوچ  هم  په بشپړ  ډول  د تش  په  نامه جهادیانو له  خوا  لوټ  شول  .
  خو  پدې هم بسنه ونشوه . د امریکا  او د نړۍ  د نورو هېوادونو له خوا په تیرو ۱۳ کلونو کې  د تروریزم  سره  د مبارزې  په پلمه  هېواد ته راوړل شوي  ډالر   په بشپړ ډول  په دې او هغه نومونو د همدغه حرفوي  لوټمارانو او جهادي  مافیا  له خوا   د وخت  د بې کفایته  ادارې  په ترڅ  کې  له لاسه  ووتل   .  که  نه  نو کېدای  شول   په دغه پېسو  د هېواد  د  پرمختګ  لپاره  خورا زیاتې  بنسټیزې او تولیدي  چارې  تر سر ه شوي وایې   .  زما  په  اند  تر هغې ، چې  د هر ډالر د پر ځای لګولو  تضمین  نه  وي  شوی ، افغان دولت   سره   نغدي مرسته کول  به  یوه  لویه او سخته  تېرو تنه  وي  .
هېواد ته د بهرنیو مرستو د  راماتولو  او پر ځای لګولو لپاره  اړینه  بولم  ووایم   :  د هېواد جمهور  رئیس  ښاغلی  ډاکتر محمد اشرف غني  که غواړي  ، چې  اقتصادي  کاروبار  کې  بریالی واوسي ،  اقتصادي  چارو  په تشکیلاتو کې  دې  ، که چېرې یې  په  وس پوره وي داسې کسان وګوماري ، چې وکولای شي  د ځانګړو او پرلپسې  څېړنو پر بنسټ  د اغېزمنتیا ، ګتورتیا او لمړیتوبونو په پام نیولو سره  بنسټیزې او تولیدي   چارې  د  پروګرام  او پروژو په تفکیک  داسې  تنظیم  کړي  ، چې   د پلي کولو لپاره  یې  د مرستندویو هېوادو او ډونرانو  قناعت حاصل  کړلای  شي   .  او هم  په دې سره  شونې ده ، چې   د اقتصاد په ځینو څانګو کې  په ځان د بسیا کېدو لپاره  هم  لاره هواره  شي    . او پرې  نه ښودل  شي  ، چې د تېرو ۱۳ کلونو پشان  هېواد ته  راوړل  شوي  ډالر  د څو اوباشانو له خوا  په سیند لاهو شي  .
 زه کله نا کله د ځینو چارواکو له خوا د بشري  ځواک  د ظرفیتونو د لوړولو  خبر اورم  . یا دغه چارواکې د خپل هیواد نه اګاهي نه لري او یا یې  د ظرفیتونو  د لوړولو په پلمه  پېسو لوټولو  ته  چل غلی کړی  وي   ، ددوي  دې  خبرې  به  هله   یو ارزښت  درلود ، چې  د  موجوده   په کار پوه  پټو او ښکاره  بشري  ریزرفونو  څخه   لږ  تر لږه   لس  سلنه  ګټه   پورته کړای شوي   وای     . دا  پر ځای  بولم   ، چې  زده کړې  یوه  دوامداره پروسه  ده  ، دا به  روانه وي او د وخت د غوښتنو سره به لوړیږې ، بشپړیږي  ، کارول کیږي    .  زه   د هغه معلوماتونو له مخې ، چې د افغاني ټولنې  څخه   یې  لرم ، په  افغانستان  کې  د دا دومره اوږد مهاله جنګ جګړو له کبله   د سواد څخه  د محرومیت  د خورا لوړې  او بې سارې کچې  شتون  سره سره  بیا  هم  ،  همدا اوس  زمونږ  ویاړلی هېواد  د ډېرو آرامو ملکونو   څخه د ښو او تکړه کدرونو درلودلو له کبله  خورا  بډای   دی  .  خو که  ، چېرې  کوم داسې څوک ( چارواکي )  پېدا شي ، چې  لمړی  خپله  دوی  ددې  وړتیا ولري  ، چې   ترې د نا اهله کسانو راتاو شوې  کړۍ  ماته  کړي ،  او بیا وګوري   ، چې  په  پوهې  سمبال او  د پاکۍ  په  جامو کې  پټ  افغان  بچینان  څومره  ډېر  دي، چې  د  اوسني  ټولنیزو ــ اقتصادي  چارو د ښه سمون لپاره ترې   د هېواد  او خلکو  په   ګټه   پوره  کار اخستل  کېدای  شي  .
 
په پای کې  غوره بولم  ووایم  ، که چېرې   افغان دولت  په رښتیا  د هېواد ودانولو او پرمختګ ته ژمن وي ، نو ژر تر ژره  دې  د کونړ  په روان او څپاند سیند  د برېښنا د تولیدلو  په چارو کې  د چینایي  لوري سره د عمل ډګر ته  راووځې  . او د خپلو پرېمانه  اوبو  څخه دې  د برېښنا د تولیدولو لپاره  مټې  راونغاړي    او پرې  نه  ږدي    ،  چې  افغانان  نور  د تېر  په څېر    بیا هم  په غولوونکو  وعدو تېروېستل  شي   .   په درنښت