
ژباړه: شفیق الله ځواک
استانبول د ترکیی تر ټولو لوی ښار دی چې د اقتصادي، کلتوری، تاریخي او سیاحتی ارزښت له مخې د ترکیې لپاره د زړه حیثیت لری.
د استانبول ښار په 2010 ز کال کې د اروپا د تمدن مرکز ټاکل شوی و او د بهرنیو ګرځندویانو له مخې د نړۍ درېیم سیاحتی ښار دی.
نفوس او مساحت:
د استانبول ښار د نړۍ له لسو نفوس لرونکو ښارونو څخه دی چې شمېر یی تقربیا15 مبلیون وګړو ته رسیږي او د نفوس له مخي په ترکیه کي لمړي او په نړۍ کې پنځم لوی ښار دی. د استانبول ولایت مساحت 5,343 کیلو متره دی او د استانبول ښار یی مرکز دی.
د استانبول موقعیت:
د اسنتبول ښار ختیځه برخه (شبه جزیره تراکیه) په اروپا او لویدیځه برخه (شبه جزیره اناتولی) په اسیا کې موقعیت لری. دا ښار د بسفر تنګي په ساحل کې موقعیت لری او د بسفر تنګې د اروپا او اسیا لویی وچي سره جلا کوي او سره بحیره د مرمره بحیری سره نښلوي.
د استانبول ښار اب او هوا:
په اوړي کې ګرم او مرطوب وی او په ژمی کي سوړ، بارانی او وارین ځانګړتیاوې لری. د باران کلنی میزان په منځنی ډول 870 ملی متره دی.
د استانبول لنډ تاریخ:
د استانبول ښار د تاریخ او په ځانګړي ډول د اسلامي تاریخ هم مخي ترکیی، اسلامي نړۍ او ټولي نړۍ ته د ارزښت وړ دی، ځکه چې دا یو پخوانې تاریخې ښار دی چې د میلاد څخه اووه پیړۍ (667)د مخه د یونانیانو پواسطه وپیژندل شو او لمړي نوم یی بیزانتوم وو. وروسته بیا د قسطنطنیه په نوم یاد شو او په 1930 کال د ترکان په لاس ددي ښار له فتحی وروسته په رسمي ډول د استانبول په نوم و پیژندل شو او له همدي نیټې وروسته ترکیه د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښت ترڅو په خپل اسنادو کې د استانبول نوم ولیکي.
د استانبول اقتصاد:
د استانبول ښار یو اقتصادي ښار دی ځکه چې سرحدي، ځمکني او بحري نړیوالې لارې سره نښلوي. د استانبول ښار ناخالص ملی عواید تر 1980 کال پوری په منځنۍ ډول پنځه وو. زراعتی پیداوار یی کتان، میوه، زیتون غوړ، وریښم، او تنباکو دی. په صنعت کې هم ډیر پرمختللي دي منسوجات، پلاستیکي او فلزی مواد، کیمیاوي مواد، الیکترونکی اسباب، ښیښه یی شیان، ماشیني اسباب، کاغذ او نور ددي ښار مهم صنعتی تولیدات دي
تاریخي ځایونه:
ایاصوفیا
د سلطان احمد جومات
کیزکوله سی (دجلی برج)
مینیا تورک
استانبول بوغازی
روملی حصار
یدی کوله (۷ برج)
گالاتا کوله سی (بگالاتا برج)
توپکاپی ماڼۍ
بیلر بی ماڼۍ
چیراغان ماڼۍ
دلما باهچا ماڼۍ
استانبول بام (چاملیجا تپي)
بیوک آدا جزیره
ترکیی د اسلامي هنرونو موزیم
ترکیی د فرش موزیم
میسیر چارشیسی