
د 2015م کال په وروستیو کې د نړیوال بانک د خپور شویو راپورونو له مخې په نړۍ کې 702 میلیون وګړي په مطلقه بیوزلې کې ژوند کوي. د نړیوال بانک دا راپورونه ددې ښکارندویه ده چې په په 2015 کال کې د بې وزلې کچه کمه شوې ده. د 1990 م کال راهیسې د نړۍ نفوس په لوړه کچه ډېره شوې ده، خو برعکس د همدې کلونو په اوږدو کې د بې وزلې کچه کمه شوې ده. د نړیوال بانک په راپورونو کې ویل شوې؛ څه موده وړاندې د نړیوالو معتبرو رسنیو خپرونو له مخې اوسمهال د نړۍ د نفوس لس سلنه وګړي په بې وزلې کې ژوند تېروي.