
د متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو د عالی درجې لرونکي پوهنتونونه لري او د پوهنتونونو د درجه بندې له مخې يي لمړی مقام خپل کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو د خبرونو او نړیوالو راپورونو د نوی درجه بندی له مخې ۷۵۰ عالي نړیوال پوهنتونونه درجه بندي شوي دي، چې په دې کې امریکا د ۱۸۱بهترینو پوهنتونونو په لرلو سره لمړی مقام خپل کړی دی. چین په دې لست کې په مقایسوي ډول دوهم ځای خپل کړی او ۵۷ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه لري. د نړۍ لس هېوادونه چې تر ټولو ډېر نړیوال عالي درجه لرونکي پوهنتونونه لري په لاندې ډول دي: ۱- امریکا متحده ایالات ۱۸۱ په عالي درجه نړیوال پوهنتونه لري ۲- چین په دوهم مقام کې ۵۷ نړیوال او په عالي درجه پوهنتونه لري ۳- انګلیستان ۵۵ نړیوال پوهنتونونه لري ۴-جرمني ۵۰ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري ۵-ایټالیا ۳۸ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري ۶-فرانسه ۳۰په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري ۷- کاناډا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري ۸--اسټرالیا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري ۹-هسپانیه ۲۵په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري ۱۰-چاپان ۲۴په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري د پوهنتونونو دا درجه بندي د درېو برطانوي پوهنتونو او یو کاناډايي پوهنتون لخوا هم خپور شوي چې د نړۍ ۷۵۰ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه په کې درجه بندي شوي دي. د نړیوالو پوهنتونونو په دې درجه بندې کې د امریکا متحده ایالاتو د هارورډ پوهنتون لمړی مقام خپل کړی. پدې لسو هېوادونو کې لس بهترین پوهنتونونه په لاندې ډول دي: ۱- په امریکا متحده ایالاتو کې د هارورډ پوهنتون Harvard University ۲- په چین کې د پیکینګ پوهنتون Peking University ۳- په انګلیستان کې د ایکسفورډ پوهنتون University of Oxford ۴- په جرمني کې د ګوتینګن پوهنتون University of Gottingen ۵- په ایټالیا کې د بولونیا پوهنتون University of Bologna ۶- په فرانسه کې د پاریس دیدرو پوهنتون University of Paris Diderot ۷- په کاناډا کې د مک ګیل پوهنتون McGill University ۸--په اسټرالیا کې د ملبورن پوهنتون University of Melbourne ۹- په هسپانیا کې د بارسلونا University of Barcelona ۱۰-په چاپان کې د توکیو پوهنتون University of Tokyo ژباړه ژباړن: شفیق الله ځواک