د بیو ټیټوالی یا دیفلاسیون

 
نصیر کوټوال
 
دیفلاسیون د بیو د رالوېدلو په معنا دی. اقتصادي پالییسي جوړوونکي باید هغه حالت ته متوجه وي کله چې د انفلاسیون کچه له دوه سلنې څخه کمه وي، په ډېری مواردو کې همدغه حالت دیفلاسیوني حالت ګڼل کیږي.
ځینې احتمالي اقتصادي ستونزې چې د دیفلاسیون له امله رامینځته کیږي په لاندې ډول دي.
د پور دروند بار په لګښتونو کې کموالی د بې روزګارۍ د کچې لوړوالی
څنګه کېدلای شي د دیفلاسیون مخنیوی وشي؟ په دې برخه کې ځینې هغه اقتصادي اقداماتو او تګلارو ته اشاره کوو چې د دیفلاسیون په له منځه وړلو کې اغېزناک او ګټور رول لري.
د پیسو پالیسي:
د پیسو د پالیسۍ عمده وسیله د سود نرخ دی، کله چې انفلاسیون شتون و نه لري نو مرکزي بانک د سود نرخ کموي چې په دې سره د پانګې قیمت کم، لګښتونه لوړ او ټولیزه تقاضا زیاتیږي.
د نویو پیسو چاپول:
که د انفلاسیون تیوري ته وګورو نو د دیفلاسیون د مخنیوي لپاره د انفلاسیون رامینځته کول کوم ستونزمن کار نه دی. د پیسو په مقداري تیوري کې وایو چې د پیسو د مقدار زیاتوالی د توکو او چوپړتیاوو د بیو د لوړوالي لامل کیږي. د همدې تیورۍ پر بنسټ کولای شو د دیفلاسیوني حالت د له مینځه وړلو لپاره نوي بانک نوټونه چاپ کړو. د نوي نوټونو چاپولو ته په اقتصادي اصطلاح Helicopter Drop وایي. مرکزي بانک نوموړي بانکنوټونه نېغ په نېغه په لګښت کوونکو ویشي او یا هم په جریان کې د نوموړو پیسو د ترزیق یا انجیکټ کولو لپاره له نورو لارو چارو څخه کار اخلي. ځینې اقتصاد پوهان د مرکزي بانک د پیسو پالیسیو ته په پام سره دا چاره زیان رسوونکي ګڼي خو بیا هم ښکاره ده چې د نوي بانک نوټونو چاپول په اسانۍ سره کولای شي دیفلاسیوني حالت له مینځه یوسي.
د انفلاسیون د رامنځته کېدلو تمه او توقع زیاتول:
یو له هغه کارونو څخه چې د دیفلاسیوني حالت د له منځه تګ لامل کیږي د انفلاسیون یا د پیسو د پړسوب د توقعاتو زیاتول ګڼل کیږي. کله چې خلک د دیفلاسیوني حالت پر غزېدا باور ولري نو کاروبارونه د خپلو کارګرو مزدونه نه زیاتوي، لګښت کوونکي لوړ قیمتونه نه پرې کوي. دا چې کاروبارونه خپل مزدونه نه لوړوي لامل یې هم دا دی چې عرضه کیدونکي توکي یې په لوړ قیمت نه پېرودل کیږي. کله چې د کاروبار توکي په لوړ قیمت و پیرودل شي نو د خپلو کارګرو مزدونه هم لوړوي او له دې لارې د خلکو د عاید او لګښتونو د زیاتوالي له امله انفلاسیوني حالت ته لار هواریږي.
د کورنۍ کرنسۍ د ارزښت کمول:
د دیفلاسیون د مخنیوي یوه بله لاره د کورنۍ کرنسۍ د ارزښت کمول یا Devaluation ده. د کورنۍ کرنۍ د ارزښت کمېدل د کورنیو اسعارو د پلور او د عرضې د زیاتوالي په وسیله صورت نیسي. د کرنسۍ د ارزښت کمېدل د انفلاسیوني حالت د رامنځته کیدا توقعات زیاتوي او ورپسې دیفلاسیوني حالت له مینځه ځي.
مالي پالیسي:
کله چې د دیفلاسیون په له مینځه وړلو کې د پیسو پالیسي اغېزناکه نه وي نو د بدیل په توګه یې اقتصاد پوهان د مالي پالیسۍ د پلي کولو وړاندیز کوي. کله چې خصوصي سکتور سپما ته مخه کوي او لګښتونه یې کمیږي نو دولت باید د بېلابېلو لارو په وسیله له خصوصي سکتور څخه پورونه واخلي او او په زیربنا او ځینو نورو برخو کې د خپلو لګښتونو له لارې د زیاتوالي له لارې ټولیزه تقاضا زیاته کړي او له دې لارې اقتصادي پرمختګ ته لار هواروي. یادونه باید وکړو چې د دولت دا ډول پالیسي د پراختیایي مالي پالیسي یا Expansionary fiscal policy په نوم یادیږي.
د دیفلاسیون په مخنیوي کې د مالي پالیسۍ ونډه هغه وخت زیان اړوونکي ثابتېدای شي کله چې اقتصاد د ځوړتیا په حالت کې وي او دولت وار له مخه د اقتصادي تحرک په موخه د کورنیو او بهرنیو پور ورکوونکو څخه پوروړی وي. که داسې وي نو د دیفلاسیون د مخنیوي لپاره باید نورو لارو چارو لکه د پیسو چاپول او نورو ته مخه شي.
د تیورۍ له مخې د دیفلاسیون له مینځه وړل اسان ښکاري خو په عمل کې ځینې وختونه د شدید انفلاسیون په څېر د دیفلاسیوني حالت دوام هم زیان اړوونکی وي، داسې چې د نوموړي حالت دوام په راتلونکې کې د کاروبار د ګټې وټې امید ځپي او مرکزي بانک د انفلاسیوني حالت څخه د وېرې له امله د دیفلاسیون د مخینوي لپاره د نوي بانکنوټونو د چاپ او نشر څخه ډډه کوي.

دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.