
ښه تغذیه د انسان د روغتیا، خوښۍ او نیکمرغي یو بنسټ دی. د ناروغیو په مخنیوي، روغتیا په ښه کیدو، د معافیت په تقویه کېدو او د ژوند د کیفیت په لوړتیا کې برخه لري.
د تغذیې د پروګرامونو ښه کول د انسانانو پر بشري حقونو، انساني کرامت، د هیوادونو په ټولنیزه – اقتصادي پرمختیا او وده ښه اغیزه کوي. د ملګرو ملتونو د زریزي په اته هدفونو کې کم تر کمه شپږ د تغذیې له ښه کیدو پرته نشي تر لاسه کیدای. د تغذیې د حالت ښه والی د ملتونو د عمومي عاید کچه ۳٪ لوړوي او د ماشومانو د زده کړې او راتلونکي کار او حاصل له لوړوالي سره فوق العاده مرسته کوي.
خوار ځواکي او کم ځواکي زموږ د بشري ټولنې او په ځانګړي ډول ګران هیواد ستره ستونزه ده چې د میرمنو او ماشومانو د روغتیا او هیوادو د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا لپاره د ډیرې پاملرنې وړ ده. هر کال درې نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ددې لوی بار ۹۰٪ پر ۲۰ بیوزلو هیوادونو پروت دی چې له بده مرغه افغانستان هم پکې شامل دی.
ښه خواړه د ژوند او ښې روغتیالپاره ضرور دي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي: (و خورئ و څښئ، خو زیاتی مه کوئ).
د ښو خوړو او په خوړو کې د ښو عادتونو بنسټ همدغه پورته ایت شریف ایښی دی. پدې برخه کې تر دې جامع، ښکلې او لنډې کلمې نشته.
خواړه دي چې انسان پرې ژوندی دی، حرکت پرې کوي، انرژي ترې اخلي او د ژوند چارې پر مخ بیایي. پوهان پیشبیني کوي، چې ډېر ژر به بشریت د پوهې او سلوک دې مرحلې ته ورسېږي، چې ناروغۍ به په درملو نه، بلکې په متوازنوخوړو تداوي کوي. دا خبره سمه ښکاري، ځکه په خوړو کې توازن د ناروغیو مخه نیسي، د بدن مقاومت لوړوي او زیاتره ناروغۍ رغوي.
متوزان خواړه دادي چې له هر خوراکي ګروپ څخه پکې یو څه موجود وي او اندازه یې د شخص د عمر، فزیکي فعالیت او ضرورت له مخې ټاکل شوې وي.