خوشباوره ساده ګان

 
ليکوال ډاکټر محمد تقي   
د امريکا د ۲۰۰۱ کال تېروتنې په افغانستان کې د سولې او ثبات تر ټولو لوی چانس اړنګ دوړنګ کړ او اوس بيا دافغان طالبانو په وړاندې خپلې او د افغان اولس  ۱۳ کلنې هلې ځلې په سيند لاهو کوي.
 
«زما درمله کار د پېل کړه
دا خوشباوره ليوني  روږدي کومه»
اوتهيلو، شېکسپير
 
تېره اونی د پاکستان دوه تقاعد شوي جنرالانو د هغو خبرو، هڅ او تورنو پخلی وکړو کوم چې څه دپاسه يوې لسيزې يعني ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱ راهيسې د  پاکستاني رياست، امنيتي او استخباراتي ادارو دوه مخي بربنډوي. دا پخلاينې دوه داسې کسان کوي چې يو يې، جنرال اسد درانی، کوم چې په ۹۰ يمو کلونو کې د ای ايس ای د مشرۍ دنده په غاړه درلوده او بل يې پخواني ديکتاتور جنرال پروېز مشرف دي. ځکه خو دا افشا کول خورا په زړه پورې دي.
د بريښنايي خبرپاڼې ٫پوليټيکو ډاټ کام،  په يو خپور شوي خبر کې داسې راغلي چې د الجزيرې خبري اژانس لخوا چمتو شوي يوه غونډه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې يو پخواني مشر لويټننټ جنرال اسد درانی داسې ويلې: « دا له امکان نه وتلې خبر ده چې زمونږ حکومت به د اسامه بن لادن له شتون څخه بې خبره وو. هيله داسې کيده چې د مناسب  وخت په راتلو سره به د اسامه بن لادن مېشتن ځای د يوې،هر اړخيزې او نغښتې راکړې درکړي٬ په ترڅ کې برسېره او رسوا شي.» اوس که ځير شو نو دا خبره له حقيقت نه ډيره لرې نده. د ۲۰۰۱ کال په وروستيو کې د پاکستان څارګرې ادارې ای ايس ای د طالبانو ځينې جګپوړي چارواکي دې ته پرې نښودل چې د سرو زرو دا مرغۍ يعني اسامه بن لادن يا خو امريکايانو ته ور وسپاري او يا يې له افغان خاورې اوباسي.
له بل خوا جنرال پروېز مشرف له يو خصوصي تلويزون سره په خپله مرکه کې دا په ډاګه کړه چې له  ۱۹۸۹ م. ک. را په ديخوا يې کشمير کې د ترهګرو د ملاتړ دپاره خاصه ستراتيژي اوپاليسې درلودله. د دې ترهګري يواځينی موخه دا وه چې هند د خبرو اترو ميز ته مجبور کړي. همدا راز ښاغلي مشرف د ۲۰۰۶ م. ک. کې د حقانې له ډلې سره د يو لاسليک شوي تړون په هکله وويل: هند د افغانستان، بلوچستان او پښتونخوا له ليارې په پاکستان کې لاسوهنه کوله. مشرف زياته کړه چې ايا تاسو ته معلومه ده چې جلالدين حقاني د امريکانو دپاره يو اتل وو . نو مونږ هم په همدې سوچ وو چې په سيمه کې د ثبات راوستلو په بله معنا د خپلو شومو موخو د پر مخ بيولو دپاره د حقاني ډلې نه کار واخلو.
 
هسې خو داوړه پخواني جنرالان د خبرو ډېر شوقيان دي خو په خلاصه تتۍ د داسې رازونو سپيناوی يې هېښنده برېښي او په څه نا څه ستاينه ارزي. د پروېز مشرف څرګندونو کې د کوم اګر مګر اړتيا نشته ځکه پاکستان د ډيورنډ کرښې غرب اړخ ته او د لاين اف کنټرول ختيځ اړخ ته د جهادتر چتر لاندې ګوډاګيان يواځې او يواځې د خپلې بهرنې تګلارې سره تړلي موخو د لاس ته راوړلو دپاره په کار اچولي او بس.
البته د ښاغلي دراني دا څرګندونې د جګپوړو پاکستاني مقاماتو چې هر وخت يې د پاکستان په خاوره د اسامه بن لادن له شتون څخه انکار کړی، يوه ښه درنه څاپېړه ده. خو هېښنده دا ده چې د پاکستاني امنيتي ادارو دا جوړ کړي درمل لا اوس هم د امريکې د بهرني تګلارې د جوړونکو زخمونه ټکوروي. اويا خو د پاکستان ناندريو د امريکې د پاليسې جوړونکو د زړه زور ورختم کړی او مجبوره کړي يې دي چې خپل توره او ډال وغورځوي!
 
د سپينې ماڼۍ وياند، ايريک شولز، تېره اونی په خورا سختۍ سره ددې افغان طالبانو د ترهګر نومولو څخه ډډه وکړه. ښاغلي شولز د اې بي سي نيوز د يو خبريال د دې پوښتنې چې ايا افغان طالبان يوترهګره ډله نده! ځواب داسې ورغبرګ کړ: «ز فکر نه کوم چې افغان طالبان وسلوال بغاوت کوونکي دي. په افغانستتان کې د جنګ د را کمولو دپاره لمړي ځل د سرجنټ بوو برګډال د راخلاصېدو پر مهال له افغان طالبانو سره راکړه درکړه شوې او د روغې جوړې په هکله اړيکې ټينګې شوي.»
داسې بريښې چې امريکا د ديارلس کاله جنګ نه وروستو بېرته د پخواني افغان اولس مشر حامد کرزي هغه وړانديز ٫امريکا ته پکار ده د طالبانو يو مخيز تسليميدل ومني٬ ته مخه کړه کوم چې په ۵ ديسمبر ۲۰۰۱ کال د امريکايي چارواکو له خوا رد شوي وو. د امريکا دغې سترې تېروتنې په افغانستان کې د سولې او ثبات تر ټولو لوی چانس اړنګ دوړنګ کړ او اوس بيا که پام و نکړي نو د افغان طالبانو په وړاندې خپلې او د افغان اولس  ۱۳ کلنې هلې ځلې په سيند لاهو کوي. که په ۲۰۰۱ کال کې د ښاغلي کرزي د دغه وړانديز منل شوی وو نو به افغانستان او امريکا ته د پاکستان لخوا د تېرې لسيزې راهيسې ورپېښ سرخوږي مخه نيول شوي وه او همدا راز به ورته لکه د اوس په څېرمه د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان اړتيا هم نه پېښېده. خو له بده مرغه چې د امريکا دا تېروتنه نه يواځې د پاکستان په ګټه تمامه شوه بلکه پاکستانی ریاست يې لا نور هم په خپل شوم موقف کې په پښتو ټينګ ودروه.
 
امريکا ته د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني په خپل کتاب (مګنيفيشنټ ډيلوژنز) کې د امريکا تصميمګيري د پاکستان په وړاندې هند ته د امريکا پخوانی سفير، چسټر بوول، له قوله  داسې ليکي: «د امريکې بهرنی پاليسې د جنوبي اسيا په وړاندې ځکه بې منطقه او بې بنياده ده چې امريکا دې سيمې ته  هر وخت داسې نامتو جګپوړي چارواکي لېږدلي چې هغوي د سيمې د تاريخي، ټولنيز او سياسي جوړښتونو په هکله هيڅ پوهه نه لرې او له سيمه ييز تنازعاتواو ځواکونو چورلت ناخبره وي.٬ هغه زياتوي ٫نابلد امريکايان ټول په دې اند دي چې د اسيا ټول وګړي يو بل ته ورته او يو د بل په وړاندې څه ځانګړنې نه لري. البته دا سوچ يې نه يواځې تر وګړو پورې محدو دي بلکه ټول شرق ته له همدې نظره ګوري.٬» د امريکا او جنوبي اسيا د ترينګړو اړيکو دا تشخيص چسټر بوول له نن نه څو لسيزې وړاندې  د ٫ډوايټ ايسنهاور٬ اوبيا د د دويم ځل دپاره د ٫جان ايف کېنه ډي٬ په دوران کې، د خپلې دندې پر مهال کړی وو. که اوسني حالاتو ته ځېر شو نو د امريکايي وګړو او امريکايي رياست په دې سوچ کې تر نن پورې کوم ځانګړی بدلون نه تر سترګو کېږي. ګڼ شمېر امريکايي جګپوړي او نامتو چارواکې چې په جنوبي اسيا بيا په تېره په افغانستان کې ګمارل شوي، د دې سيمې د ستونزو، تنازعاتو او باريکيانو په هکله هيڅ ژوره پوهه نه لري او ځينې وخت خو چورلت ناخبره وي.  
 
د سي ای اې٬ پخواني مشر ليون پنېټا په خپل وروستي کتاب (ورتي فايټس) کې د جنرال شجاع پاشا په هکله څه داسې ليکلي: «جنرال شجاع پاشا يو په زړه پورې او د ژور او پېچلي سوچ لرونکی شخصيت دی. د ښاغلي ځېرکتيا او د عسکري مخينه ددې سبب شول چې د ښاغلی د لوی درستيز اشفاق کياني لخوا د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر په توګه وګمارل شي. پاشا په انګليسي ژبه ښه پوهيده البته په خبرو کولو کې کله ناکله بنديده او اواز يې په مشکله اوريدل کېده. لکه د قولې اوردو د نورو مامورينو غوندې يې په انګليسې خبرو کې د برطانيوی انګليسي اغېزه څرګندېده. زه د هغه د نرم دريځي، تاريخي پوهې او دنيا خوښونې نه زيات متاثره شوم. پاکستان ته زما د لمړنی دورې پر مهال د اصف علي زرداري سره په يوه ماښامي کې ښْاغلي پاشا راته وويل چې په پښتونخوا کې ستونزې له دې راولاړي شوي دي چې ملا او مذهبي بنيادپرستي غواړي د کليوال او سيمه ييز او سيکيولر مشرانو ځای ونيسي. هغه دينې مدرسې د خپل ملک د راتلونکې د بربادی سبب ګڼلې او په ملک کې د روان ناورين  پړه يې هم په مدرسو او مذهبي بنياد پرستو وراچوله. خو د ښاغلي شجاع پاشا له دومره اخلاص سره سره ماته بيا هم دا جوته نشوه چې ښاغلی پاشا په خپل ملک کې د ترهګرو د له مينځه وړلو په هکله څومره جدي وو يا دی. » د چسټر بوول د خبرو په تاييد سره که د امريکا د دې لوړپوړي چارواکي ليون پنېټا پورتنی خبرو ته پام وکړو نو بلا ډېرې تېروتنې په کې دي. لمړی خو دا چې جنرال پاشا د پنېټا سيال ندی هغه ځکه چې ٫ای ايس ای٬ لکه د٫ سي ای اې، يوه ملکي اداره نده.   دوهم، شجاع پاشا کوم تقاعد شوی کس نه وو هغه د ملاقات په مهال هم د امنيتي او استخباراتي ادارو يو فعال غړی او د فوځ يو فعال جنرال وو. اخيرې، دا کله عقل مني چې شجاع پاشا د د سي ای اې مشر پنېټا ته دا حقيقت بربنډ کړي چې يواځې په شمالي وزيرستان کې ۲۰۰ سيميز مشران د پاکستان امنيتي او استخباراتي ادارو په خپلو ګوډاګيانو ترهګرو د يو پروټوکل له مخې ووژل.   
 
هر ګوره، د افغانسان او هند پر تله امريکا د دې راز سیاسي تېروتنو زغم او جبران په اسانه کولی شي. کله چې د دې تېروتنو عواقب ورته ښه وه نه بريښې نو خپل کټ پوزی ونغاړي روان شي. خو افغانان، هندوان او همدا راز پاکستانی اولس له ګڼ شمېر ګواښونو او ستنوزو سره بېرته شاته پرېږدي. نه يواځې دا بلکه د ترهګر او نه ترهګر ناندرۍ او سپيناوی هم دوی ته ورپرېږدي.
مشرف سهي وايي چې د روسانو سره د جنګ په وخت کې حقاني د پاکستان له ليارې د امريکې مرستې تر لاسه کړي. خو دا پکار ده هېر نکړو چې سي ای اې دا جنګ د بل په خاوره کې کولو او مشرف او د هغه  همغږي دا هر څه د پاکستان د رياست دننه کوي. او ددې په ترڅ کې چې ددې رياست دننه او په سيمه کې څومره وينه بهول کيږي د هغې پروا نه لري.  
پاکستاني رياست به اوس هم دا سوچ کوی چې د دوی جوړ شوي درمل لا اوس هم له کاره ندی غورځېدلي او ساده او خوشباوره خلک پرې  هم ګېر کيږي او هم روږدي کيږي خو پکار ده دا په ياد لرو چې د امريکې له سيمې نه وتل د هغې له اوسمهال ستراتېژيکو او جيو پوليټيک تګلارو او پلانونه سره په تفاهم کې ده نه دا چې دوی د پاکستان په درملو تېروتي دي. البته دا ويل هم اړين ګڼم چې له بده مرغه د پروېز مشرف غوندې چالاکې او هوښيارې مرغې دا خبرې او څرګندونې سيمې ته د راوران ناورين د خطر زنګ دي.