
ليکوال ډاکټر محمد تقي
د حقاني ډلې او پاکستاني رياست د اړيکو بنياد د۱۹۷۰ کلونو په نيمايي کې کېښودل شوي چې نه هغه وخت په افغانستان کې روسان وو نه مجاهدين، نه القاعده او نه طالبان. نو داسې ګمان نه کيږي چې پاکستانی رياست خپلو تر ټولو زړو يارانو ته زغرده څه ووايي او يا پرې راباندې کړي.
اين کی ميبينم به بيداريست يا رب يا به خاب
خيشتن را در چنين نعمت پس از چندين عذاب
له څو ورځو راهيسې ويلي کيږي چې د پاکستان ملي امنيتي پاراډايم يا په بله معنا ډېر وختي سوچ او فکر بدل شوی. که دا دبلون رښتينی وي نو زما خپلو افغان لوستونکو ته به د خوښي خبر وي او دا خوښي به زه د افغان شاعر ښاغلي انوري په پورتني شعر ور بدرګه کړم.
په افغان اولس د د څو لسيزو راپه ديخوا ورتپل شوي وينخړ او بربادي نه وروستو داسي ګونګوسي تر غوږه کيږي چې پاکستان د جلاالدين حقاني نټورک (چې اوسمهال يې د هغه زوی سراج الدين حقاني مشری کوي) باندې بنديز ولږولو. ددې تر څنګه د حافظ سعيد (جماعت الدعوت) چې د لشکرې طيبه ترهګر ګروپ مور هم ورته ويلی شو د ورته بنديز له ګواښونو سره مخ شوې. په هر حال د دې نيک ګام په پورته کولو به امين ووايو خو: ددې خبری هرکلي کولو کې يوه ستونزه ده او هغه دا چې دا بنديزونه لا تر اوسه رسمي ندي او داسې بريښي چې په راتلونکي څو اونيو کې به هم رسمي نشي. که سپينه سره ووايو نو هيڅکله به هم رسمي نشي.
د امريکې د سټيټ ډپارټمنټ وياندې، مس مېري حارف، ددې خبرې له وخته مخکې پخلاينه وکړه حال دا چې دا خبرې هسې ګونګوسي دی او لا يې تر اوسه هيڅ ډوول رسمي بڼه نده غوره کړي. مس مېري حارف د جنوری په ۱۵ په خپله خبري غونډه کې وويلې چې (مونږ ددې خبرې او رپورټونو هر کلی کوو چې پاکستان حکومت د حقاني ډله ياغي يا غير قانوني اعلان کړه. دا د پاکستان دننه د ترهګريز حرکتونو په ختمولو او له مينځه وړلو کې يو ښه او نيګ ګام دی. ) د يادونې وړه ده چې ددې ګونګوسي د خبريدو په وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پاکستان ته په سفر باندې تللی وو.
نوموړي هلته د پاکستان له مختلفو چارواکو سره د ترهګری له مينځه وړلو او په ګن شمير نورو مسلو خبرې اترې او ملاقاتونه وکړه. د سټيټ ډپارټمنت وياندې د خپلو خبرو دپاره يوه بې نومه منبع ته اشاره وکړه دا يې څرګنده نکړه چې دا بنديز به په څه ډوول وي يا په بله معنا پاکستان به دې بنديز ته په څه ډوول عملي جامې وراغوندي.
بې له دې چې د حقاني ډلې مشران او لوړپوړي کدرونه په نښخه نه شي نو داسې بنديزونه هيڅ اغيز نه لري. کوم ځای کې چې د پاکستان د دې تکتيک په وړاندې له زيار و زواک يا په بله معنا له احطياط نه کار اخيستل پکار وو هلته د سټيټ ډپارټمنټ وياندې ټوپک ته ورټوپ کړه او ډز يې وکړو.
ما په خپل کالم کې د زرب عزب د پېل کيدلو راوروسته هر وخت دې خبرې ته اشاره کړي چې د حقاني ډلې يو لوړپوړی چارواکی د پاکستان د امنيتي ادارو لخوا نه نيول شوي او نه له مينځه وړل شوی. خو ددې بر عکس د حقاني ډلې لوړپوړي چارواکي له شمالي وزيرستان نه د کرمې او اورکزو سيمو ته هتمي انتقال او هلته ځاي پر ځاي کړي شوي دي.
د وروستې بنديز د ګونګسو راروسته هم په دې لړي کې هيڅ ډوول تغير نه راغلی او نه تر سترګو کېږي.
د حقاني ډلې کدرونو اوسمهال دپاکستان د امنيتي ادارو په خوښه چپتيا غوره کړي او د هغوی مشرتابه لا هماغسې لا درکه او نامعلوم ځايونو کې خوندي ساتل شوي دي.
د پاکستان د وزير اعظم د ملي امنيت سلاکار يوه اونی وړاندې له ښاغلي کيري سره د خبري غونډې پر مهال وويل چې (څومره چې د حقاني ډلې خبره ده نو د هغوی ټولې لوجسټيکي وزرې ماتې شوي او پټنځايونه یې وران شوي دي. مونږ به کله هم خپله خاوره د نورو هيوادنو کې د ترهګری دکارولو دپاره پرې نږدو. او زمونږ ژمنه له افغان حکومت سره به هلته تر سوال لاندې راغلې وه که مونږه د شمالي وزيرستان عمليات نه وو شروع کړي.) ښاغلي عزيز په ډير مهارت سره ددې سوال د ځوابولو نه ډډه وکړه چې ايا د حقاني ډلې د له مينځه وړلو دپاره به کوم ځانګړي پلان جوړ سي او که دا به هم د زرب عزب تر چتر لاندي وشي.
دا چې دا حقاني ډله د تېر زرب عزب د عملياتو نه بغير د کوم خاص تاوان له ليدلو نه په خير خيريت وتلي دا د پاکستان د امنيتي رياست او ادارو د سوچ او نيت په هکله جدي پوښتنې راولاړوي. دا کومه د حيرانتيا خبره هم نده ځکه که د حقاني ډلې او پاکستاني رياست د اړيکو شاليد وګورو نو د حقاني ډلې او پاکستاني رياست د اړيکو بنياد د۱۹۷۰ کلونو په نيمايي کې کېښودل شوي چې نه هغه وخت په افغانستان کې روسان وو نه مجاهدين، نه القاعده او نه طالبان. نو داسې ګمان نه کيږي چې پاکستاني رياست د خپلو تر ټولو زړو يارانو ته زغرده څه ووايي او يا پرې راباندې کړي. همدا راز يې له جماعت الدعوت ترهګر ګروپ سره يارانه ډيره زړه او صميمانه ده.
سره سره لدې چې امريکا ددې ګونګوسي په خوريدو سره خپله خوښي څرګنده کړه، خو که د سوچ او فکر د بدلون محور همداسې وي لکه دا مخکې مو چې ياد کړ، نو بيا دا بدلون څه نوی ندی بلکه هماغه زوړ ملا او زړې تراويح دي چې له ۲۰۰۱ کل راهيسې مو په کراتو کراتو اوريدلي او ليدلي.
د ۲۰۰۱ کال د پېښې نه وروستو، سملاسي پخواني ديکتاتور پرويز مشرف يو څو پخواني ترهګر او جهادي تنظيمونو باندې بنديز ولګولو، هغه په دې معنا چې د هغوی شتمني يې کنګل کړي او ځينې کدرونه یې ورته بندي کړه.
د اوسني ګونګوسي ته ورته، هغه وخت هم د جماعت الدعوت مخکيني بڼه چې د مرکز دعوت ول ارشاد تر نامه لاندې يې کار کاوه،په هکله خبرې او ګونګوسي شروع شول خو مشرف هغوی ته پوره وخت ورکړو چې خپل نوم بدل کړي او خپلو ترهګرو دندو لړی جاري وساتي.
همدا راز افغان طالبان او حقاني ډلې د ۲۰۰۱ نه وروسته په پاکستان کې د امنيتي ادارو تر چتر لاندې خورې ورې سوي او په ۲۰۰۴ بيا په خپلو زړو او نوي نومونو په افغانستان کې راښکاره شوې.
ان تر دې چې مشرف (د ديني مدرسو د رضاکار ثبتولو او قانوني کولو فرمان ) هم صادر کړو چې دينې مدرسې د ثبت کړي شي. البته د ياودنې وړه ده چې د اوسني حکومت د مدرسو ه په هکله د ريفورم وړانديز د مشرف له فرمان سره کوم ځانګړي توپير نه لري.
دې هر څه ته په کتو سره سوال دا راپورته کېږي چې په اوسنی ګونګوسي کې د خوښي خبره کومه ده؟ مونږ ته داسې ويل کيږي چې (۱) د پاکستان امنيتي رياست خپلې تيروتنې منلې او خپل درس يې تري اخيستي چې د ښه او بد ترهګرو/جهاديان توپير نده پکار او (۲) د يو نوي ماموريت تر چتر لاندې يې يو د يو نوي دور پیل شوی.
د پاکستان اوسنی لوی درستيز جنرال راهيل شريف نظر د پرويز مشرف پر تله يو پر سد کس بريښي، او د جنرال اشفاق کياني پر تله يو پرو اکټيو کس معلوميږي. خو سره له دې، د ښاغلي راهيل شریف وروستي خبرې د لندن په نړيوالو ستراتيژيکو زدکړو انسټيټوټ کې څه انديښنې را برسيره کوي.
ښاغلی لکه د خپلو تيرو لوی درستيزو غوندې له هند سره د اړيکو د ښه کولو دومره طرفداری نه ښکاري. دا چې ښاغلي شريف د پاکستان او هند سره د کشمير پر سر شخړې او ستونځو ته اشاره کوي تر يو حده د زغم وړ ده. خو دا چې د لاين اف کنټرول په هکله خبرو ته د جنرال راهيل شريف له راتلو وروسته څومره پخلی کيږي او ېد اور ته لمن وهل کيږي، دا د انديښنې وړه خبره ده. همدا راز د کشمير سره تړلې اورپکي لکه مولانا مسعود اظهر، حافظ سعيد چې د کشمير په هکله په خپلو وروستيو خبرو او غونډو کې څومره تندلاري اظهار کوي دا هم د سوچ وړه خبره ده. نو دې هر څه ته په کتو سره دا سوال رامينځ ته شي چې: ايا پاکستان رښتيا له ترهګرو او اورپکو سره د اړيکو پرې کولو پلان لري؟ که له احطياط نه کار واخلو نو ددې سوال ځواب، نه دي.
دا چې پاکستاني رياست غواړي ديني مدرسې ريفورم او قانوني بڼه ورته ورکړي دا په خپل ځا ي خو له څو چې د ترهګری دپاره د اورپکو او جهاديانو اړتيا پيښيږي نو همدا مدرسې به د هغوي د جوړلو له ټولو ستر روزنتونونه او فابريکې وي او اوسي به.
برسېره پر دي د پاکستاني رياست د افغان اولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني په وړاندې د چمتوالي ښکارندويي کول صرف او صرف د افغانستان له هند سره د اړيکو د شنډولو په موخه دي او بس. دپاکستاني رياست او امنيتو ادارو دا چمتووالی او تبادلې افکار په هيڅ ډول د ترهګري د ختمولو په موخه ندی.
پاکستاني رياست په ډیره خوښی او فخر سره دا ادعا کوي چې د اولسمشر محمد اشرف غني له هند د د اړلو په هڅه کې دوی کامياب او خپل هدف ته ورسيدل. نو اوس به دوی له افغانستان سره د سولې د راوتلو په برخه کې مرسته وکړي. که د وروستې منطق او دلالت ته ځېر شو نو دې نتيجې ته رسيږو چې په افغانستان کې دا جنګ او ترهګري ټوله د پاکستان له خوا او په خوښه وه ځکه چې پاکستان د افغانستان او هند تر مينځه د ښو اړيکو د درلودلو دومره حامي يا غوښتونکي نه وو. خو لکه څنګه چې جوته ده ښاغلی محمد اشرف غني تر ستر فشار لاندې ده او مجبوره ده چې په راتلونکي ۳ مياشتو کې د پاکستان سره د خبرو اترو ريښتني لاس ته راوړنې ولري. د ۳ مياشتو وخت ځکه ټاکل شوي چې درې مياشتې وروستو د معمول مطابق د ترهګری او رپکی زياتيږي او دا ځل زياتيدل به يې د پاکستان د امنيتي ادارو دا لوبه بربنډه کړي.
تر اوسه خود پاکستان امنيتي رياست د افغان طالبانود کوټې شورا او پېښور شورا په شمول، يو لوړپوړی طالب چارواکي افغان حکومت ته نه ورسپارلي او نه د ښاغلي محمد اشرف غني حکومت سره د سولې د خبرو دپاره اړ ايستلی. همدا د پاکستاني رياست د سوچ او فکر او د هغوی له قوله د هغوی د بدلون ستره ښکارندويي کوي.
خپله ليکنه به د امريکايانو په دې خبره/اصطلاح راغونډه کړم: که د خبرې انګيزه له حقيقت نه هم دوه ګوتې سيوا وي نو کيدی شي چې حقيقت وي..... مسوليت اوس ټول د پاکستان په غاړه دي چې خپله ادعا په ثبوت ورسوي.