
نوموړی کتاب د برایان ټریسي له خوا لیکل شوی او صفي الله ناصري ژباړلی دی.
په دې کتاب کې محوري بحث نه یوازې په مادي شتمنیو دی بلکې هغه مطالب یې په بر کې نیولي دي چې موږ څنګه کولای شو د ژوند په ټولو چارو کې په خپلو هڅو د خوښې وړ مقام ته ورسیږو. د ژباړې په سمون او بیا کتنه کې ښاغلي نذیر احمد سهار او ښاغلي ایمل پسرلي ورسره د پام وړ همکاري کړې ده. نوموړی کتاب د فردي بریالیتوبونو اړوند کتابونو کې کم حجمه، هر اړخیز او د څرګندو مطالبو درلودونکی کتاب دی.
مینه وال کولای شي چې د اکسوس کتاب پلورنځي څخه یې تر لاسه کړي.