
په وروستیو کې د نفتو یا تېلو قیمتونه د تېرو وختونو په پرتله چې تل د لوړېدلو په حال کې وو په بې ساري ډول رالویدلې دي. تېل یو له هغه توکو څخه دي چې تقاضا یې ارتجاعیت نه لري او یا هم د ډېر کم کشش یا ارتجاعیت لرونکې ده، په دې معنا چې که د تېلو قیمتونه هر څومره لوړ شي بیا هم تېلو ته تقاضا او د لګښت کچه چندان کموالی نه کوي دا په داسې حال کې چې د تېلو د عرضې په ډېر لږ کموالي سره د تېلو قیمتونه په لوړه کچه زیاتوالی کوي.
دا چې د ډېرو توکو د تولید ماشینونه او ترانسپورتي وسایل تېلو ته اړتیا لري، ځکه خو د تېلو په بیو کې زیاتوالی د تېلو صادروونکو هېوادونو ته لویه ګټه رسوي او هغوی د اقتصادي او مالي اړخه پیاوړي کوي. د دې بر عکس، کله چې د تېلو بیې را لویږي نو د تېلو صادروونکي هېوادونه د اقتصادي زیان سره مخ کیږي. په دا وروستیو کې د روسې هېواد چې تېل یې د ټولو صادراتو له اویا څخه زیاته سلنه جوړوي د تېلو د بیو د ټیټوالي له امله له همداسې یو ناورین سره لاس او ګرېوان دی. روسیه له تېلو پرته د صادراتو لپاره داسې توکي نه لري چې د خپل سوداګریز بیلانس کسر پرې جبران کړي. د روسیې تر څنګ د تېلو بل صادروونکی هېواد وینزویلا هم د تېلو د بیو د ټیټوالي له امله د اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي. نوموړی هېواد د تېلو او د تېلو پر صادراتو د مالیاتو څخه لاس ته راغلی عاید د ټولنیزو خدماتو د تر سره کولو لپاره مصرفوي ځکه خو د تېلو د بیو د ټیټوالي له امله د نوموړي هېواد د ټولنیزو خدماتو کمیت او کیفیت هم زیان ویني.
د سعودي عربستان په څېر د تېلو ځینې نور غښتلي هېوادونه په لنډ مهال کې د تېلو د بیو د رالویدلو له امله کم اقتصادي زیان ویني، ځکه دغه هېوادونو له پخوا څخه د تېلو د صادراتو له لارې ګټل شوي بهرني اسعار زېرمه کړي وي او د همدغه زېرمه شوو اسعارو څخه د ناوړه اقتصادي حالاتو پر مهال ګټه اخلي او د خپل زیان کچه کمه او یا بیخي له مینځه وړي.
د تېلو د بیو لوړوالی د ترانسپورت لګښتونه لوړوي چې دا چاره د تولید شوو توکو د تولید د لګښت د لوړوالي لامل کیږي او په پایله کې یې د توکو قیمتونه لوړیږي. د تولید د لګښتونو څخه رامینځته شوی انفلاسیون د اقتصادي ودې بهیر ټکنی کوي او د کارګرې قوې بې روزګارۍ ته لار هواروي.
د تېلو د بیو د لوړوالي یو بل منفي اغېز د تادیاتو د بیلانس د کسر زیاتوالی دی، داسې چې د تېلو د بیو لوړوالی په پایله کې د وارداتو ارزښت د صادراتو په پرتله لوړیږي او دا چاره د دې لامل کیږي چې د تېلو واردوونکو هېوادونو سوداګریز بیلانس د کسر ښکار شي. په اوږد مهال کې دا چاره د نورو وارداتي توکو د رانیولو لپاره د یو هېواد مالي ځواک کموي. د دې تر څنګ؛ دا چاره د یو هېواد د کرنسۍ د تبادلې پر نرخ هم اغېز کوي او د بهرنیو اسعارو په وړاندې یې ارزښت را کموي.
د تېلو د بیو د لوړوالي یوه بله پایله او اغېز د تېلو د متبادلو یا ځایناستو توکو کارول او رامینځته کېدل دي. کله چې د تېلو بیې لوړیږي او یا هم عرضه یې کمیږي نو خلک د تېلو د متبادلو توکو کارولو ته مخ کوي. په وروستیو کې کله چې د تېلو بیې لوړې شوې، وګړو په موټرونو کې د تېلو پر ځای د ګازو سون ته مخه کړه خو اوس کله چې بېرته د تېلو بیې را ولوېدې د ګاز تر څنګ یو ځل بیا په ترانسپورتي وسایلو د سون لپاره د تېلو کارول زیات شوي. که د تېلو د بیو لوړوالی د انرژۍ د متبادلو سرچینو د تقاضا د زیاتوالي لامل کیږي نو له بل لوري کله چې د تېلو بیې ټیټي شي نو ورسره د متبادلو توکو بازار هم سړیږي.
په وروستیو کې د تېلو په بیو کې نزدې پنځوس سلنه کموالی راغلی. د تېلو د بیو د دغه کموالي ګټه هغه هېوادونو ته رسیږي چې په لویه پیمانه تېل واردوي، د بیلګې په توګه د هند هېواد چې ویل کیږي د آسیا د هېوادونو د تېلو د وارداتو ۷۵ سلنه جوړوي او له همدې اړخه نوموړی هېواد د سوداګرۍ د روان یا جاري بیلانس د کسر سره مخ دی، په مقابل کې یې هغه هېوادونه زیان ویني چې تېل صادروي لکه روسیه، وینزویلا، عراق، نایجریا، ایران او نور.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.