ژان جېنډانګ؛  پياوړی چینایی مدیر

 
ژان جېنډانګ په چین کې له مخکښو سوداګرو شمېرل کېږي. نوموړی د سوداګرۍ په برخه کې د جک ما او یو شمېر نورو چینايي میلیاردرانو په څېر د ډېرو چینایانو لپاره ایډیال میلیاردر دی. ژان جېنډانګ په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کې د چین د انهوی ولایت په تیانچنګ سیمه کې زېږېدلی دی. د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د ننجېنګ نورمال په نوم پوهنتون لوستی دی. په ۱۹۸۴ کال کې د پوهنتون تر بشپړاوي وروسته یې له یوې فابریکې سره کار پیل کړ.
نوموړي د جامو جوړولو په دې فابریکه کې څلور کاله کار وکړ. وروسته یې له خپل یوه ورور سره په ګډه د ایرکنډېشنونو یوه هټۍ پرانیستله. د دوی لومړنۍ پانګه یو لک ینه وه. ورور یې تر څه مودې وروسته له نوموړي سره شراکت پرېښوود او د املاکو په برخه کې یې کار پیل کړ، خو جېنډانګ په همدې برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
د نوموړي د هڅو په پایله کې د اییر کنډېشنونو له هټۍ پیل شوی کار په لږو کلونو کې د الکترونیکي توکو پر یوه ستر حلقوي پلورنځي بدل شو چې اوس د چین پر مرکزي سیمو سربېره په هانکانګ او جاپان کې هم څانګې لري.
د ورډ سي اي اوز په نوم وېبپاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د نویمې لسیزې په لومړیو کې د نینجینګ سیمې اتو سترو دولتي مارکېټونو د سنېنګ په نوم د ژان له حلقوي پلورنځیو سره د نرخونو جګړه پیل کړه او هڅه یې کوله چې دغه پلورنځی له ماتې سره مخ کړي، خو د ژان د پياوړي مدیریت له کبله دا جګړه سنېنګ وګټله او په همدې کال یې عواید ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېدل.
ده په ۱۹۹۹ کال کې پرېکړه وکړه چې د خپل حلقوي پلورنځي څانګې له ننجینګ د باندې نورو ښارونو ته وغځوي او د اییر کنډېشنونو تر څنګ نور الکترونیکي توکې هم په کې وپلوري.
د ژان د هڅو په پایله کې سنېنګ اوسمهال یوازې د چین په مرکزي سیمو کې ۱۵۸۳ څانګې لري. پر دې سربېره ۲۷ څانګې په هانګ کانګ او ۱۳ په جاپان کې لري.
ژان د خپل حلقوي پلورنځي د پراختیا لپاره لوی خوبونه ویني. ده له فوربس مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي غواړي سنېنګ له چین او سیمې د باندې په نړیواله کچه د وال مارټ او امازون په څېر پراخ کړي.
د سنېنګ لپاره د نوي ټاکل شوي هدف له مخې به د دې پلورنځي څانګې تر ۲۰۲۰ کال پورې دوه چنده او ۳۵۰۰ ته لوړې شي.
د تېر کال په لومړنۍ نیمايي کې د چین د اقتصادي ودې د ټکني کېدو له کبله د ژان پانګه ۱۲۳ میلیونه ډالره کمه شوې ده.
فوربس مجله وايي چې نوموړی اوسمهال څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري او په دې توګه د میلیاردرانو په نړیواله نوملړ کې ۳۷۸ ام او په چین کې ۳۶ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او په ننجینګ کې ژوند کوي.
 
  دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.