
ای خلکو! قرار شئ، تاسو د خدای بندګان یاستی، تاسو باید پر دې پوه شئ، چې تاسو دې نړۍ ته د خوند یا خوندور ژوند لپاره نه یاست را استول شوي، بلکې تاسو باید خپل خدای خوشاله کړئ. تر هغې پورې صبر وکړئ، تر څو چې ستاسو وخت راغلي نه وي (یانې په پاکستان کې تر څو د طالبانو یا داعش حکومت راغلي نه وي) دا خبرې د جماعت دعوه له غونډې مخکې د احسان الله په نوم د لاهور د طب پوهنتون یو ځوان په چیغو چیغو کوله، دا په داسې حال کې چې دې جلسي ته له شاوخوا پنځو دروازو د څلورو لکو په شمېر خلکو ګډون کړی وو. دا خلک د ۱۵۰۰۰ جماعت دعوه امنیتي رازاکارانو (چې له طالبانو سره یې هېڅ توپیر نه کېده) او د ۴۰۰۰ پاکستاني عسکرو په مرسته څارل کېده. جماعت دعوه ادعا کوي، چې دوی په دې جلسه کې د څلور لکو خلکو لپاره د شپې د خوراک تصمیم نیولی وه. د یادونې ده، چې په دې جلسه کې په پراخه کچه د کشمیر او افغانستان په اړه شعارونه ورکول کېدل. هېره دې نه وي، چې دا سخت دریځه ګوند د روسیې، هند، امریکا او اروپا لخوا د ترهګرو په تور لېست کې نیول شوی دی، چې زیاتې چارې یې د سخت دریځې تبلیغ او خپرول دي.
په دې ناسته کې ډېر شمېر خلک بې سواده او نیم سواد لرونکي ځوانان او بیا تر ټولو ستره د حیرانتیا خبره دا ده، چې پکې زیات شمېر با سواده ځوانانو د لاهور د (University of Engineering & Technology, Lahore) انجنیرۍ پوهنتون او د نورو پوهنتونونو د طب پوهنځيو محصلين وو. البته د دې یو علت دا هم کېدای شي، چې خپله حفیظ سعید د لاهور پوهنتون (University of Engineering & Technology, Lahore) د انجنيري او ټیکنالوژۍ پوهنځي غړي پاتې شوي دي.
په ګډونوالو کې یو شمېر ځوانانو د ډان ورځپاني سره په خبرو کې ویل: مونږ غواړو نړۍ ته وښیو، چې مونږ جهاد خپرول غواړو.
ځینو وویل: مونږ غواړو، چې په کشمیر او افغانستان کې کفارو ته وښیو، چې مونږ لا تراوسه مړه نه یو، در روان یوو.
همدا ډول یو شمېر نورو احساساتي برخوردونه کول، په داسې حال کې چې په لاسو کې یې تورې او له یو نیمو سره وسله هم وه.
د جلسې په وروستیو شیبو کې پر خلکو غږ وشو، چې له تاسو هیله کیږي، خپلې بړستني، څادر، نقدې پیسې او نور شیان چې تاسو یې لرئ او په اړه یې دقیق فکر کوی، چې ګويا مجاهدینو ته ورسیږي، همدلته پریږدئ یا یې راوړئ! چې وروسته ډېر شمېر ګډونوالو دا امر ومانه. د یادونې ده، چې دا غونډه په وزیرستان، کوټه، باني، اورکزو، کرمه یا پاړه چنار کې نده ترسره شوې، بلکې په لاهور کې چې د پاکستان او پنجاب زړه ګڼل کیږي، ترسره کېږي. ۱
بل لورې ته د پاکستان رسنۍ په افغانستان کې د داعش پر فعالیتونو لیکي: مونږ ته یو زنګ له کونړ څخه راځي او وايي:
مونږ خوشاله یو، چې په افغانستان کې د داعش ریښې پیاوړې کیږي او دا په داسې حال کې چې مونږ واضحه کول غواړو، چې د افغانستان خلک او طالبان د ملا عمر له مشرۍ څخه ستړي شوي دي. د پاکستان رسنۍ وايي، چې دا قوماندان په پاکستان، هند، ایران او افغانستان کې د خراساني په نوم د یو سخت دریځه ګوند غړی دی.
دوی وایي: تاسو باید له یاده ونه باسي، چې له تېرو ۱۳ کالو راهیسې مونږ د ملاعمر تر مشرۍ لاندې مبارزه کوو، خو تاسو باید پوه شی، چې مونږ تر اوسه پورې په افغانستان کې یو سانتي ځمکه هم نده نیولې. همدا علت دی، چې د داعش سره یو ځای کیږو.
دوی زیاتوي: موږ په دې خاطر هم د داعش سره یوځای کیږو، چې مونږ د ملاعمر په اړه هېڅ ډول مالومات نلرو، چې دی ژوندی دی یا مړ، خو تاسو پوهیږئ، چې ابوبکر البغدادي ژوندی دی او خلکو ته لارښوونه کوي، همدا علت دی، چې مونږ یې ځان ته غوره ګڼو. ۲
مونږ باید دې استخباراتي مسلې ته ښه ځیر شو، دا د پاکستان د استخباراتي بریا او ناکامۍ دواړه مخونه په ګوته کوي، یو دا چې دوی په لومړي ځل مني، چې طالبانو په افغانستان کې هېڅ ډول بریا نده ترلاسه کړې. دغه شبکه د خپلو ناوړو تګلارو په خپلولو سره د افغانستان مبارز ملت وارخطاء کول غواړي، چې داعش در روان دی، حال دا چې دا يوازې تش تبلیغات دي، یانې په ډاګه کیږي، چې داعش د پاکستان د تګلارې دویم مخ دی. بل دا چې داعش دومره وخت نلري، چې له سوریې او عراق وروسته په بل کوم هېواد کې مداخله وکړي او ځان بوخت وساتي. البته طالبان هم د داعش له نوم څخه په استفاده د افغان ملت پر ضد یوه بله پروژه خلاصول غواړي، تر څو په راتلونکي حکومت کې ګټه ترلاسه کړي، یا نور امتیازات چې سیمه يیز او نړیوال تور ځواکونه یې ورته برابروي. همداسې د مولانا عبدالروف مړینه هم یوه سیاسي او استخباراتي چاره ده، دا په داسې حال کې چې مولانا عبدلروف تکل کړای و، چې دی به بېرته د طالبانو لیکو ته ورګډ شي، نو دی ولې بیا د خارجیانو لخوا وژل کیږي، حتماً د لومړۍ پروژې څخه د سرغړونې په بدل کې وژل کیږي او د ده وژونکي په دې ډاریږي، چې مولانا به رازونه افشا کړي.
بل لورې ته دا ډول ویناوې د طالبانو په راس کې پټ منافقت ته هم اشاره کوي، ولې چې دوی تل د ای ایس ای په مټ سیاست کړی نه خپلواک. اوس آیا دا کېدای شي، چې ملاعمر یې د امیرالمومنین په حیث مشري کوي او طالبان یې تر اوسه له دې ندي خبر چې مړ دی یا ژوندی؟
همداسې د پاکستان د وارخطايۍ تګلارو څرک د دوی له پرېکړو هم کېدای شي، یانې هغه دا چې دوی وايي، چې پر جماعت دعوه بندیز ولګید، خو ولې همدا خلک بیا د پنجاب په مرکز لاهور کې را ټولیږي او د زرګونو خلکو په مخ کې د سرتاج عزیز هغه وینا چې د ښو او بدو طالبانو ترمنځ باید توپیر وشي، یاني په کشمیر او افغانستان کې جهاد روا دی، تکراروي. آیا د دې مطلب دا ندی، چې پاکستان د دې ډول بدو عناصرو په کنټرول کې پاتې راغلی دی، یا نه غواړي چې خپلې تګلارې ته بدلون ورکړي. آیا داسې فکر نشي کېدای، چې پاکستان غواړي خپله شته پروژه په یو معاصر ډول او د تخنیک په بدلولو سره پلي کړي؟
یو لور ته وايي، چې د جماعت دعوه په شمول د حقاني پر نیټ ورک هم بندیز ولګېد، خو د دوی کورونه او عمده تخریبي عناصر یې د پاکستان لوی پوځي مرکز ته نږدې په پنډۍ کې د عیاشي ژوند تیروي. همداسې د پاکستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په شمول نظامي او سیاسي کړۍ بېلابېل نظرونه ورکوي، ځینې وايي، پر دوی بندیز حتمي و همدا علت دی، چې بندیز پرې ولګید، خو بل لور ته هند او افغانستان ته دړکه ورکوي، چې لا تر اوسه مونږ پرېکړه نده کړې.
هغه تګلاره چې د پاکستان نظامي او سیاسي ډلو په خپل منځ کې راسره جوړه کړې، که يو ځل وکتل شي، نو پایله یې بیا هم هغه څه نه څرګندوي، چې له دې دا روښانه شي، پاکستان د ترهګرو په ضد مخلص دی. د دوی د تګلارې هغه عمده مادې چې د پوځ او سیاسي ډلو ترمنځ لاسلیک شوې دي، لاندې دي.
د طالبانو بې وسلې کول:
یانې له طالبانو يې غوښتل چې وسله واچوي او هغه څه چې پاکستاني پوځ یې غواړي له سره ورسره ملګري شي.
د دوی نیول:
دوی د پاکستان د پوځ له لوري بیرته په خپل کنټرول کې اخیستل، خو اوس چې دوی خپلې سري عملیات کوي، دې کار د پاکستان نظامي او سیاسي ډلې وارخطا کړې دي.
د دوی منع کول:
د پاکستان سیاسيون وايي، چې دوی به له سخت دریځۍ څخه منع کړي او د کرکې تخم به یې له ماغزو را وایستل شي، خو دا شونې نده، ولې چې د دې کار لپاره باید پاکستان خپل نصاب په بشپړه توګه د سیمې او نړیوالو درسونو او نظرونو سره سیال کړي، تر څو د طالبانو تر څنګ راتلونکې ځوان نسل هم له طالب کېدو څخه وژغورل شي.
دوی ته روزنه ورکول:
سیاسیون په دې عقیده دي، چې بې وسلې شوي، نیول شوي او کنټرول شوي طالبان د پاکستان په ایډیالوژۍ بېرته وروزي
وروستی پړاو یې د طالبانو پر پاکستان مینول دی:
یانې د دوی په زړونو کې د پاکستان پر ضد شته کرکه له منځه وړل دي.
خو د یادونې ده، چې همدا تګلاره پاکستان د خلکو د پخواني ګوند (PPP) مشر، زرداري تر مشرۍ لاندې هم عملي شوې ده، خو هېڅ ډول مثبتې پایلې یې ندي درلودلې.
البته یوه خبره چې تر يوه بريده مثبته ښکاري، هغه په لومړي ځل له (CIA) څخه د نظامي او سیاسي کړیو ګیله و، هغه دا چې دوی مني، چې دا ټول مشکل د دوی (CIA) سره په ګډه د افغانستان د خلکو پر وړاندې جوړ کړی و غندي، خو دا کار به تر هغه نتیجه ورنکړي، څو چې پاکستان ته دا احساس شوې نه وي، چې په دې ګډوډۍ کې له (CIA) ډېر لاس د (ISI) دی، ځکه چې پاکستان تر اوسه په دې باور دی، چې جنګ له هند او افغانستان څخه پر پاکستان تپل کیږي، چې دا خبره به د هند په حواله رښتینوالي له ځان سره ولري، خو د افغانستان ادارې تر اوسه په دې حال کې نه دي، چې له خپلو غمونو ځان خلاص کړي او په پاکستان کې مداخله وکړي. دا کار د افغانستان لپاره اوس مشکل هم نلري، هر هېواد دوست او دښمن لري. دوی په خپله تګلاره کې له روسیې، افغانستان، هند او ایران څخه سرې کرښې تاو کړې دي او دوی پر دې باور دي، چې دا هغه هېوادونه دي، چې په پاکستان کې سوله نه غواړي.
پر پاکستان د شک زاویه هلته نوره پیاوړې کیږي، چې کله دوی په خپله شته تګلاره کې دا خبره ور زیاتوي، چې باید د پاکستان استخبارات د هغو خلکو په مرسته چې د پاکستان په زندان کې ژوند کوي، له ترهګرو سره جوړ جاړی وکړي، یاني پاکستان د ترهګرو د ختمولو هېڅ ډول اراده نلري، بلکې ځان ته عناصر بیا له سره غوره ګڼل غواړي.
د پاکستان په نصاب کې د ضیاء الحق د دور هغه تور ټکی لا تراوسه شته، چې په هغه کې په واضح ټکو لیکل شوي دي، چې له مسلمان پرته د هر وګړي مرګ روا دی. د امریکا د یو څیړنېز څانګي په دې وروستیو کې پر ۲۷ دولتي ښوونځيو، د ۲۷۷ زده کوونکو او ښوونکو تر څنګ د ۱۹ مدرسو او ۲۲۶ ملایانو څخه په مرکو کې څرګنده کړې ده، چې د پاکستان نصاب لا تراوسه هغه څه زده کوونکو او ښوونکو ته ور ښيي، چې په هغه کې د زغم هېڅ ډول څرک نشته، بلکې زده کوونکو او ښوونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم توګه سخت دریځي ور زده کوي. له حیرانتیا لرې خبره نده، چې په افغانستان کې به هم دا ډول نصاب وي. راپور زیاتوي، که چېرې همدا ډول سخت دریځي په پاکستان کې تدریس ومومي، نو لرې نه ده، چې پاکستان او د پاکستاني اسلام دفاع کول به ډېر مشکل کار شي.
باید له یاده ونه باسو، چې همدا د مدرسو او ښوونځيو ځوانان وو، چې له ۱۹۸۰ وروسته یې سخت دریځي او په افغانستان کې یې د جهاد په نوم د افغانستان د ځوانانو د بربادۍ سامان مساعد کړ.
پاکستاني لیکوال شاهد جاوید بُرکي لیکي: زمونږ تعلیمي نظام ته تر ټولو ستر زیان دریو واکمنو اړولي دی، یو هغه وخت چې کله د بېنظیر بهټو پلار ذولفقار علي بهټو تعلیمي ادارو ته په دې خاطر اجازه ورکړه، چې په پوهنتونونو کې سیاسي ډلې جوړې کړي او وروسته دا ډلې بهټو په خپله ګټه وکارولې. دویم هغه وخت چې ضیاء الحق په پوهنتونونو کې د خپلې ترهګریزې مفکورې له مخې زده کوونکي جهاد ته هڅول. درېیم تر ټولو تور پړاو د جماعت اسلامي او فضل رحمان ګروپ لخوا په پوهنتونو کې د سخت دریځۍ جرړې پیاوړي کول وو، چې دا اوس یې هم له امله ښوونکي او زده کوونکي نشي کولای، ازادي علمي او فکري خبرې په خلاص زړه وکړي، که چېرې یو څوک داسې کوي، نو وهل کیږي او تروریږي!
د دا رنګه ډلو ښه حضور په کابل پوهنتون کې هم لیدل کیږي، چې له امله یې ملت ته ستر زیان وینم. مبالغه دې نه وي، چې نن هم د کابل او ننګرهار په پوهنتونو کې د کرکې او له ژوند څخه د تیښتې تبلیغات کیږي. د پاکستان، افغانستان او ایران مسایل له یو بل څخه توپیر نلري، بلکې یوازې پر نصاب تکیه کوي، تر څو چې د ځوانانو د ذهنیتونو او نظریاتو پر بدلولو پانګوانه ونشي، تر هغه به دا ملتونه له تمدن، ښکلا او خپلواکۍ څخه لرې وي.
۱-http://www.dawn.com/news/1149307
۲-http://www.dawn.com/news/1158690/disenchanted-taliban-militants-in-south-asia-eye-islamic-state-with-envy
دغه ليکنه په «محور» ورځپاڼه کې هم خپره شوې.