سیوکوریډور د سیمه يیز تعادل مثبت فارمول

سیمه ییز هېوادونه د افغانستان سره د مخصمانه روابطو ترڅنګ ځینې اقتصادي مشترکات هم لري چې په راتلونکې کې د دوی اوږدمهاله ستراتیژیکې ګټې خوندي کوي. دې ګټو ته په کتو دوی د افغانستان په شمول له سترو ځواکونو سره د خپلو اوږدمهاله ګټو په اساس بهرنۍ تګلارې عیاروي. د چین لخوا په سیمه کې سترې پروژې چې یوازې په رسنیز او بازار موندنه یې کلنی نیم میلیارد امریکايي ډالر مصرف راځي په راتلونکي نړیوال نظم ( ورلډ ارډر ) کې اغیزناک ګام دی. موږ د یوویشتمې (۲۱) پیړۍ په درېیمه لسیزه کې قرار لرو.  موږ له نیابتي جګړو په یو ستراتیژیک قطب بدلیدونکي یوو. دا د اصلاحاتو لړۍ نه بلکې یو بدلون ته اړتیا لري. زموږ په تعلیمي نصاب، کلتور او اخلاقي نورمونو کې د زمان له غوښتنو سره سم باید بدلون رامنځته شي څو اساسات مو له کلیدي بدلون سره مخ شي. موږ باید مسایلو ته په فکري او شعوري سترګيو وګورو او راتلونکي اټکلونه د ساینس او تیکنالوژۍ په مرسته اټکل او تعین کړو. موږ د نړیوالتوب جز یوو او اړینه ده چې خپل نقش تعریف کړو. له تیرو درو پیړیو راهېسې افغانستان د مدیریت، سیاست، اقتصادي، نظامي واکمنۍ، انسجام او ملت جوړونې په برخه کې کافي تجربه لري. دا تجربه کولای شي چې زموږ د برخلیک ټاکلو په برخه کې له موږ سره پراخه مرسته وکړي. زموږ تیر ۱۰۰۰ کلن تاریخ د سیمې د مدیریت، اقتصادي پراختیا، واکمنۍ او په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د علمیت د خپریدو په برخه کې د یادونې وړ دی. 
 
که چېرې غواړو چې له تیرو تاریخي پړاوونو زده کړه وکړو نو باید زموږ ټولیزه حافظه وتخنول شي. که چېرې داسې وکړو نو موږ له هر اړخه غني کیږو. دا غني فکر موږ له سیمې سره وصلولای شي او راتلونکې کې مو له یو مثبت او اغیزناک برخلیک سره وصلولای شي. د افغانستان قومي، ژبني، سمتي، محیطي او کلتوري توپیرونه او پراخولی زموږ د راتلونکې نوښتي ټولنې یو ښه انځور دی. دا ځانګړتیاوې له موږ سره د سیاحتي اقتصاد په برخه کې مرسته کولای شي. د یادونې وړ ده چې دا ډول غني ملت د سترو پروژو په عملي کولو کې کلیدي نقش لوبولای شي. غني ټولنې ابتکاري خویونه لري او له بیلابیلو اندونو نوښتي فکر رامنځته کوي. د افغانستان موجوده وضعیت زموږ د کامیابې دیپلوماسۍ په فعالیدو سره د سیمې لپاره په یو مثبت فرصت بدلیدای شي. 
 
خو له بده مرغه زموږ ډېر داخلي مسایل زموږ ګاونډیانو د ځان لپاره د خپل سیاست محور ګرځولي دي. دا ډول وضعیت زموږ د دیپلوماسۍ پر عدم فعالیت دلالت کوي. خو له دې دا تحلیل هم رامنځته کیدای شي چې موږ له ګاونډیانو سره ډېر زیات مشترکات لرو خو دا مشترکات د فرصت په ځای پر مشکلاتو بدل شوي دي. موږ داسې پریکړو ته اړتیا لرو څو موږ له ګاونډیانو سره شته انرژي د منفي ګرۍ پر ځای پر ابتکاري او تعمیري مسایلو مصرف کړای شوو. موږ یوازې د فعالې جلغوزې دیپلوماسۍ په ترڅ کې وکولای شول چې له چین سره له یو نوي دریځه خبرې وکړو. پدې برخه کې د راتلونکې پنځه کالو لپاره د  (دونیم) ۲.۲ میلیارده امریکايي ډالرو په بیه د ۶۲۰۰۰ ټنه جلغوزې صادرات د یادونې وړ دي. که چېرې دې ته ورته نور ګامونه واخېستل شي نو موږ کولای شوو چې د فعالې اقتصادي دیپلوماسۍ په مرسته د چین په شمول له ډېرو نورو سیمه يیز هېوادونو سره مثبتې اړیکې وپالو. دا اړیکې به نه یوازې موږ ته اقتصادي واکمني را وبښي بلکې پر امنیت به هم مثبت اغیز وکړي. 
 
د نړۍ ټولټال جي ډي پي (GDP) له ۸۰ ټریلیونه امریکايي ډالرو اوښتې ده. د فضايي څیړنو په اړه د سترو ځواکونو ترمنځ رقابت ورځ تر بلې په زیاتیدو دی. که چېرې دا رقابت زیاتیږي نو د کاينات د تسخیرولو، پېژندلو او مدیریت کولو په برخه کې به له انسانیت سره مرسته وکړای شی. اما زموږ په څیر ملتونو ته به فرصت مساعد شي چې د سیمه يیز او نړیوالو قوتونو سره د نسبي سیالۍ په موخه ځان اماده کړو. سیوکوریډور د یو کمربند، یو سړک پروژې په څیر یو خیال ګڼل کیږي خو  نن د یو کمربند، یو سړک سترې سیمه يیزې پروژې په مرسته چین له نړۍ سره خپله بهرنۍ تګلاره په مخ وړي. ان پاکستان د دې پروژې د یو کوچني شریک په ډول زموږ د سولې پروسه له ننګونې سره مخ کړې ده او خپل ټول زیار باسي څو دا پروسه په خپله ګټه تمامه کړي. د دوی د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفرونه د یادونې دي چې واشنګټن، تهران او دوحه ته یې درلوده. پایله یې دا راووته چې ټرمپ د دوی له صدراعظم سره د نړیوال اقتصادي فورم په یوه برخه کې کیناست. دا ډول دیپلوماسي د سترو پروژو له اغیز تشه نده. 
 
سیوکوریډور په برخه کې د ولسمشر لرلید ته په کتو مو هغوی ته د خپل کاري ټیم په مرسته د بهرنۍ تګلارې د بدلیدو طرحه وړاندې کړه. دې طرحه کې د سنګاپور، اندونیزیا، مالیزیا او نورو هغو هېوادونو له بیلګو ګټه اخېستل شوې وه چې بهرنۍ تګلار یې پر اقتصاد را څرخي. نوموړې طرحه منظور او ولسمشر یې په اړه د بهرنیو چارو وزارت څو ناستې را وغوښتې او په اړه یې ورته وویل چې بهرنۍ تګلار مو اقتصاد محوره کړئ. د سیوکوریډور په شمول د نوموړې طرحې تطبیق اوږدمهاله دی اما په لنډ مهاله پېر کې د افغانستان له سیمې او نړۍ سره پر روابطو ژور اغیز درلودای شي. ستر ځواکونه خپلې ستراتیژیکې اړیکې له یو هېواد سره د دې هېواد بشري، مادي سرچینو او نظامي ځواکمنتیا ته په کتو عیاروي. 
 
هر هغه هېواد چې راتلونکې یې له هر اړخیز او سیستماتیک نظم تشکیلیږي، نړیوالو قوتونو ته ګټور تمامیږي او دوی غواړي چې دوی سره له نژدې کار وکړي. غیر منظم او لنډمهاله اهداف درلودونکې ادارې سترو قوتونو ته د لنډ وخت لپاره لاس ورکوي او عمومي دا ګډ مشارکت د نیابتي جګړو باعث کیږي. د سیوکوریډور طرحه د افغانستان اوږدمهاله داخلي او بهرنۍ ګټې او اړیکې تعینوي. د ګاونډي هېوادونو پر ترانزیت، تجارت او سیاحت انحصار له منځه وړي. سیمه ییز روابط بیلانس کوي او د ډیورنډ کرښې تر شااوخوا ملت سره وصلوي او له وروسته پاتې افکارو یې را باسي. کله چې دا نفوس عصري صنعت، زیربنا او کلتور ته لاره بیامومي نو بیا کیدای شي چې د منځنۍ اسیا له غني کلتور سره لاس وړلو ته اماده ګي وښايي. 
 
د سمرکند، تاشکند، عشق اباد، دوشنبې، بخارا او استاني غني فرهنګ غوړیدو ته به نه یوازې لاره هواره شي بلکې جنوبي اسیا به بیرته د انساني ارزښتونو پاللو ته را وګرځي. ډیورنډ کرښه له یوې پیړۍ راهېسې د انساني بلوغت او انساني ارزښتونو د غوړیدا پر وړاندې یو ستر چالش دی. دا غیر تحلیل شوی مغلق چالش تر ډېرې مودې راهېسې په شعوري ډول د لر او بر قومپالانو او ملتپالنو له لوري تر یو احساساتي سیوري لاندې ساتل شوی دی. اما هیچا یې په اړه د دې فرصت د استفادې په اړه عملي ګام ندی اخېستی. د جنوبي اسیا موجوده افراطیت په نه زغملو، عدم تعدل او ولاړ جمود بدل شوی دی. انساني ارزښتونو تغیر کړی دی او دا زیاتره د عصري قوانینو په رڼا کې تعین کیږي. ډیورنډ کرښه د منځنۍ او جنوبي اسیا د وصلیدو یو کلیدي ټکی دی. 
 
د افغانستان او پاکستان سیاسیونو د دې کرښې تر شااوخوا پروت نفوس د خپلو شخصي ګټو په موخه کارولی دی. له دې تاریخي سیمې او بااستعداد بشري ظرفیت یې ناوړه ګټه پورته کړې ده. دا سیاست چې د قومپالنې او ملتپالنې په نوم یې نفوذ درلود، د دې ستر نفوس د نه جبرانکیدونکې استحصال باعث ګرځیدلی دی.  اما د دې سیمه يیزو هېوادونو مرکزي حکومتونو له وروستیو دریځونو او بهرنیو تګلارو داسې ښکاري چې دوی راتلونکي عصریتوب او کلیدي بدلونونو ته په کتو د دې سیمې ولس ته د بنسټیزو حقوقو د ورکړې لپاره لیوالتیا ښيي. د بنسټیزو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په دې سیمه کې د بشري حقوقو لپاره د شعور زیاتیدو او دې ډول فعالیتونو ته د اجازې ورکولو امکانات ډېر شوي دي. 
 
د دې شعور د لا غوړیدو او له راتلونکو فرصتونو په مناسب ډول ګټه پورته کولو لپاره اړینه ده چې د سیوکوریډور پروژه عملي شي. سیوکوریډور چې سویل، ختیځ او لویدځ (SEW Corridor) مانا ورکوي د ګنډلو په مانا یې هم تعبیرولای شوو. د یادونې وړ ده چې نوموړې ستره سیمه يیزه پروژه د ولسمشر محمد اشرف غني د سیمې د اتصال له لرلید څخه اغیزمنه ده. په لومړي قدم کې دا ستره پروژه د ډیورنډ دواړو لورو ته نفوس سره یو کوي او په دویم قدم کې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ولس سره یو کوي. دا به د ولسمشر له هغه لیدلوري سره چې افغانستان باید په راتلونکو لسو کالو کې د سیمې په څلورلاره او ترانزیتي مرکز بدل شي، په لویه کچه مرسته وکړای شي. 
 
د سیوکوریډور په مرسته به د ډیورنډ شااوخوا بشري قوه فعاله، صنعتي او مسلکي شي. همدا ډول د افغانستان په سویل، ختیځ او لویدیځ کې به د صنعت په مرسته د شمال او لویدیځ تجارتي مرکزونه لکه تورغونډۍ، حیراتان، اقینه، تورو شیخ او شیر خان بندر پرمختګ او عصري کیدو ته لاره هواره شي. د یادونې ده چې د دې مرکزونه د پراخوالي او مجهز کیدو لپاره د حکومت لخوا د منځنۍ اسیا هېوادونو له حکومتونو سره په هماهنګۍ کار روان دی، چې په راتلونکې کې به تاسو د بلخ، تاشکند، استانه او دوشنبه، همدا ډول د هرات او عشق اباد ترمنځ د بس ترانسپورت شروع کیدو شاهدان واوسیږی. د سیوکوریډور پروژې د تطبیق په ترڅ کې به افغانستان په داخل کې د تجارت، ترانزیت او ملت جوړونې په برخه کې له سترو پرمختګونو سره مخ شي. دا داخلي پرمختګ به موږ د سیمه يیزو هېوادونو سره سیالۍ ته اماده کړي. 
 
نوموړې پروژه به په لومړي ګام کې ۱۲ ولایتونه: بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند او نیمروز سره ونښلوي. د دې دولسو ولایتونو په ۱۷۰۴ کیلومیتره واټن کې به ۵۱ ولسوالۍ او ۱۶۸۶کلي سره وصل شي. د نوموړې پروژې د تطبیق په موخه به څه له پاسه ۵۳ میلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا وي. د پانګونې د موندنې په اړه له ډېرو همکارانو سره تشویش دی خو د چین د سترې پروژې د تطبیق په برخه کې هم څه له پاسه ۶۰ سلنه پانګونه خصوصي سکتور کړې ده. د سیوکوریډور پروژې د تطبیق په برخه کې د دومره ستر مالي تعهد او ارادې په اړه هم اندېښنې شته دي. خو پدې سیمو کې پراته معادن کولای شي چې د پانګونې اصولو ته په تغیر ورکولو سره نړیوالې کمپنۍ پانګونې ته لیوالتیا وښيي. 
 
دا هغه څه دي چې له تیرې یوې پیړۍ راهیسې چا پرې فکر ندی کړی او نه یې په اوسني عصري پېر کې بیلګه لرو. موږ غواړو چې د یوې اوږدې مودې لپاره یوه ستراتیژیکه چوپتیا خپله کړو خو ولې د دې لپاره اړینه ده چې پدې سیمه کې تر ۲۰ میلیونه ډېرو کارکوونکو ته کاري فرصتونه ایجاد شي. دې لیدلوري ته رسیدل په غالب ګمان ډېرو ته د فاضله مدینې مفکوره ښکاري خو ولې پدې وروستیو کې د سیوکوریډور په اړه ولسي او مدني بحثونو وښوده چې افغان ولس له دې سترې سیمه يیزې پروژې سره خورا زیاته لیوالتیا لري. همدا ډول د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته هم ولس له یو اوږد محرومیت را تیر شوی دی او سیوکوریډور ځان ته یو ستر فرصت فکر کوي چې افغانستان یې د خپلو ستراتیژیکو ملګرو په مرسته د عملي کیدو لپاره هلې ځلې کوي. 
 
اما ډېر داسې عناصر هم شته چې د دې ډول پروژې تطبیق کیدل یو خیال ګڼي خو موږ ته را مالومه ده چې د کوریډور سیاست ورځ تر بلې د ودې په حالت کې دی. د سنګاپور بنسټ اېښودونکي پخواني صدراعظم لی کوان یو په خپل کتاب (له درېمې نړۍ تر لومړۍ) کې لیکي: په ۱۹۶۲ میلادي کال کې مې وغوښتل چې د سنګاپور مالي سیستم په یو موډل بدل کړم. اما د مالیزیا په شمول ډېرو نورو هېوادونو راباندې وخندل. خو وروسته په لندن کې خپل ملګري چې په بانکي او مالي چارو کې متخصص ته زنګ وواهه او نوموړي څخه مو مرسته وغوښته چې زه غواړم په راتلونکې لسو کالو کې د سنګاپور مالي سیستم د سیمې لپاره په یو موډل بدل کړم. ده راته وویل چې دا کار د لسو کالو په ځای په پنځو کالو کې کیدای شي. نو ما ورسره موافقه وکړه چې دا ډېر ښه کار دی. همدا کار و چې په ۱۹۷۰ کې په بانکي او مالي چارو کې سنګاپور په اسیا کې د استرالیا او نیوزلينډ په شمول له ټولو هېوادونو مخکې شوو. 
 
سیو کوریډور د افغانستان، منځنۍ او جنوبي اسیا د ثبات او اقتصادي ودې لپاره یو ابتکاري فرصت دی، چې د اسیا وګړي به یې په راتلونکې شلو کالو کې له ستراتیژیکو ګټو خبر او مستفید شي. غالب ګمان کیږی چې د دې سترې پروژې اغیز به پر سیمه تر ۲۰۷۰ میلادي کال پورې واوسیږي. سیوکوریډور یو فرمایش نه بلکې یو اسایش او اړتیا ده چې د اسیا د زړه په مرسته د نړۍ تر ۴ میلیارده پورې نفوس سره نښلوي.