د نړۍ ډاډمن هېوادونه د خپل کُلي وضعیت د ارامښت په موخه منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه خپلو زیربنايي منابعو او بشري ځواک ته په کتو عیاروي. خپل ظرفیت د وخت د غوښتنو مطابق لوړوي څو په راتلونکې کې فرصتونو او چالشونو ته ځواب ووايي. افغانستان هم تر ۲۰۲۵ پورې ځان ته کلیدي اقتصادي، سیاسي او امنیتي اهداف او لاسته راوړنې ټاکلې دي. باید د افغانستان د دوامداره ثبات لپاره د ۲۰۳۰، ۲۰۴۰ او ۲۰۵۰ کالونو کلیدي پلانونه هم مالوم او واضح شي. د دې پلانونو په پایله کې به د افغانستان د خلکو او ادارو ترمنځ یو ډول باور رامنځته شي چې له امله به یې موږ خپلو موخو ته رسیدګي وکړای شو. د دې پلانونو کلیدي هدف د افغانستان تر ۲۰۳۰ پورې د سیمې پر څلور لارې بدلول او وروسته د شته هدف لپاره د ملي او نړیوالو کمپنیو په مرسته سترو زیربنايي، ودانیزو او انکشافي پروژو لپاره فوق العاده زمینه مساعدول دي. د دې هدف لپاره باید له نن څخه د سیمې او نړۍ اصولو او کامیابو هېوادونو سابقې ته په کتو حقوقي، تجارتي او اصولي مسایلو او کاري پروسیجرونو د اسانولو لپاره کار ترسره شي. دا بدلونونه مقننه، قضایه او اجرایه برخو کې د سمون په راوستو سره راتلای شي. څو دوی د راتلونکې دیرشو کالو نړیوالو رقابتي بدلونونو ته په کتو افغانستان له سیمې او نړۍ سره سیال کړي. له نيکه مرغه د افغانستان حکومت له تیرو څلورو کالو راهېسې پانګوالو او سوداګرو ته تر ډېره کاري پروسیجرونه اسان کړل. اما اړتیا لیدل کیږي چې دا نور هم ساده او اسان کړل شي. څو پدې رقابتي بازار کې هغه څه لاسته راوړو چې سیمه يیز او نړیوال هېوادونه یې له یو بل سره د رقابت په موخه کاروي. امکان لري چې د سیمې ډېر هېوادونه د افغانستان د سیمې پر څلور لارې بدلیدل ونه زغمي خو ولې موږ کولای شو چې د دوی هغه ګټې چې لا تراوسه ترې نا خبره دي، د خپلو ګټو سره د کامیابې دیپلوماسۍ په رڼا کې تحلیل او وړاندې کړو. دا به د افغانستان د شته منابعو له کارولو سره فوق العاده مرسته وکړي.
افغانستان د عصري کیدو په مرحله کې ډېر ژر او په اسانه هدف ته رسیدای شي، چون په سیمه کې د عصري ریل پټلۍ، میټرو او عصري ترانزیت تجارب ډېر نوي دي. یانې موږ ته اړتیا نشته چې د زړو زیربناو د له منځه وړلو په موخه زیات کار یا وخت ضایع کړو بلکې د ذهنونو د عیارولو له لارې عصري زیربناو ته مخه کړو. د یادونې ده چې د اسیا منابع او ستراتیژیک موقعیت د نړۍ د سترو قوتونو لپاره نوي دي. د نړۍ ستر قوتونه پردې تفاهم ته رسیدلي دي چې نور د ترهګرو ډله یزو ډلو ملاتړ نتیجه نه ورکوي. دوی د اسیا په اوسني هراړخیز انکشاف کې د خپلو موخو د تضمین په خاطر ستراتیژیکه ونډه غواړي. دا اوس د هېوادونو په ظرفیت پورې اړه لري چې څنګه دوی د نړۍ د سترو قوتونو له ستراتیژیکو اهدافو سره ځان عیاروي او د ځان ګټو ته د دوی د مفاداتو په چوکاټ کې لوړه بیه ټاکي. د اروپا او معاصرې نړۍ زیاتره برخې له طبیعي منابعو بې برخې او زیاتره یې د اروپا په پرمختګ کې مصرف شوي دي. خو ولې د عصري نړۍ ستر قوتونه غواړي چې د اسیا له دې فرصتو مستفید شي. البته د دې هدف به دا نه وي چې د اسیا د متمدنه کیدو په بهیر کې یو څوک یا عصري نړۍ زړه سواندې واوسیږي. بلکې دوی ځانو ته هغه فرصتونه مساعد کړي دي چې زموږ اسیا به له ډېر ځنډ وروسته ورته ورسیږي. د عصري نړۍ د بوختیا ښې بیلګې خلايي څیړنه، عصري تیکنالوژي او طب کیدای شي. چې موږ ورته اړتیا لرو او دوی څخه یې د تقلید په ډول په لوړه بیه پیرو.
افغانستان هم د سیمه يیز رقابتي اقتصاد، تجارت او انکشاف په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې کلیدي کارونه ترسره کړل. اوسني حکومت وکولای شول چې د پانګونې د جذب، د داخلي وګړو د ارامښت او اسانتیا په موخه د مقننه او دفتري اصولو او تګلارو له مخې په قوانینو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. تر یوه بریده دفتري مدیریت کمپیوټري او عصري شو. داخلي او نړیوالو تجارانو ته اصول واضح او اسان شول. د بیلابیلو نړیوالو نهادونو سره تفاهمنامې او تړونلیکونه لاسلیک شول. په سیمه يیزه او نړیواله درجه بندۍ کې ځان ته مقام پیدا کول او نور ډېر کارونه دي چې د عصري نړۍ له قوانینو سره یې افغانستان تر یوه حده عیار کړ.
د لاجورد لارې پرانېسته هغه څه دي چې په ملي، سیمه يیز او نړیواله کچه یې بیلابیل پټ او ښکاره اندونه را پیدا کړي دي. د لاجورد لارې پرانېسته له اټکل سره سم د نړۍ او په ځانګړې ډول د سیمې هېوادونو لپاره جالب پیغامونه لري. بعضې وخت ډېرې کوچنۍ پیښې د سترو پیښو باعث کیږي خو ولې لاجورد لارې پرانېسته یوه کوچنۍ نه بلکې د سیمې هېوادونو هغه اقتصادي، تجارتي او ترانزیتی پلانونو او عملي پروژې چې له لسیزو راهېسې تر کار لاندې یا په راتلونکې کې یې په لاره اچوي فوق العاده اغیز کړی. هغه سیمه يیزې پروژې چې په میلیاردونو ډالرو بودیجه ورته مختص شوې ده او افغانستان پکې ونډه نه درلوده، نن د لاجورد لارې د پرانېستې له امله د افغانستان تر اغیز لاندې دي.
د دې لارې په پرانېستې سره افغانستان وکولای شول چې له ازمایښتي پړاو څخه ځان په عملي پړاو بدل کړی. یانې هغه پروژې چې په سیمه کې تر ۱۲۰ میلیارده ډالرو یا له دې زیاته بودیجه لري، اوس یې له افغانستان سره د نښلیدو په اړه خبرې کیږي. د ایران اقتصاد پوهان پر دې اند دي چې د دې کار له پیل کیدو مخکې باید له دوی څخه هدایت اخېستل شوی وای. چاه بهار موږ ته یوه متبادله لاره کیدای شي خو ولې ایران غواړي چې په سیستان کې شته بغاوت له یو څه انکشافي ودې وروسته په یو نه یو ډول ارام کړي. هلته خلکو ته د دې پروژې او ترانزیتي لارې له برکته روزګار او بوختیا پیدا کړي. ایران له بل هر وخته اړ دی چې له خپلو سیمه يیزو هېوادونو مرسته وغواړي! ایران په موجوده شرایطو کې د خپلې ستراتیژيکې او اقتصادي ورکې سره مخ دی. ایران تشویش لري چې د ده هغه ستراتیژیک اهمیت چې امریکا، چین، روسیه او اروپا ته اړین و، له طبیعي زیرمو ډک افغانستان ترلاسه نکړي.
په ایران کې ورځ تر بلې فقر او بېکاري په زیاتیدو ده. ټولنیز چوکاټونه په پړسیدو دي، فکري کنګلتیا او لوږه په لوړیدو ده. بل لوري ته د نړیوالو بندیزونو له امله له ستراتیژیک او سیاسي ستړیا سره مخ دی چې دا به د ایران لپاره دوه ډوله وضعیت رامنځته کړي. یو دا چې له تیر څخه په زده کړه د افغانستان له برنامو ملاتړ وکړي څو د امریکا په څیر هېواد ته وښيي چې په اقتصادي کنګلتیا او د شته مذهبي دیکتاتورۍ د دوام په موخه ورسره له نرمښت کار واخلي. دویم دا چې ایران به د سیاسي زوال ښکار شي او د افغانستان د برنامو لپاره چې د سیمې د دوامداره او لسیزو ثبات باعث کیدای شي، د دسیسو او ترهګریزه عناصرو په مرسته ممانعت وکړي خو ولې اسیا د اقتصادي، تجارتي، ترانزیتي او انکشافي ثبات په لوري روانه ده، همدا علت دی که ایران له سیاسي بې غورۍ کار واخلي نو له یوازیتوب سره به مخ شي.
پاکستان وار له مخکې د خپلو تخریبي کړنلارو او تګلارو له امله په ژورو اقتصادي ناروغیو اخته دی. کیدای شي د چین د بې رخۍ سره مخ شي. له بده مرغه پاکستان د لاجورد لارې پرانېسته د خپل اقتصادي پروژو لپاره چې له چین سره د خپل راتلونکې ۳۰ کلیز اقتصاد د ودې په موخه پیل کړی دي، جدي ګزار ګڼي. پاکستان پر دې اند دی چې د دې لارې د پرانېستې له امله به د چین هېواد افغانستان ته تمایل زیات شي او هغه څه چې د بلوڅو بیلتون غوښتونکو له امله په بلوچستان کې تر خطر لاندې دي، پریمانه اغیز واچوي. همدا ډول پاکستان له دې هم ویره لري چې افغانستان به د بلوچستان او خیبر پښتونخوا خام مواد د ډیورڼد دې غاړه ته انتقال او له پروسیس وروسته به د افغانستان شمال ته انتقال او وروسته به منځنۍ اسیا او اروپا ته په لوړه بیه صادر کړي. د دې علت دا دی چې پاکستان په پورته ذکر شویو سیمو کې هیڅ ډول بشري او عصري وده نه غواړي، لحاظه د دې سیمې ولس اړ دی چې د افغانستان بازار ته مخه کړي. دا هغه څه دي چې پنجاب یې له ورکړې عاجز دی. پاکستان دا اندېښنه هم لري چې افغانستان د لاجورد لارې ستراتیژیکو پروژو په څیر اقداماتو له امله غواړي چې پاکستان ته دا پیغام ورکړي چې د افغانستان د ستراتیژیک اغیز احتیاج یې امکان لري چې د جنوبي اسیا د ستراتیژیکو هېوادونو له نوملړه ووځي.
چین بیا پردې اند دی چې د لارجورد لارې پرانېسته د یو کمر بند یو سړک لپاره هغه څه دي چې د سیمې هېوادونو ترمنځ یې د باور او هیلې لپاره زمینه مساعده کړه. یانې د دې سترې پروژې د عملي کېدو له امله به د چین هغې سترې پروژې چې څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته یې په نظر کې نیولې دي، مثبت اغیز وکړي. اما که چېرې چین ته دا ذکر شوی باور ورنکړای شي نو کیدای شي چې چین دا لاره د ځان لپاره د یو کمر بند یو سړک لپاره بدیل وګڼي. پداسې حال کې به په افغانستان کې مسؤل ارګان بهرنیو چارو وزارت وي چې دا به زموږ له چین سره د ترینګلي اړیکو پیل وي. موږ د دې ډول اقتصادي پروژو د پلي کېدو له امله کولای شو چې د چین په څیر سترو هېوادونو ته باور ورکړو چې د افغانستان د سیمې د مشارکت او څلور لارې کېدو صلاحیت لري. دلته کیدای شي چې یو داسې فرهنګ ته لاره هواره شي چې د عصری غوښتنو سره عیار د تیر احیاء وګرځي.
له نېکه مرغه د امریکا سیمه يیز رقابت ته په کتو، د لاجورد لارې پرانېستې ته په مثبت نظر ګوري او غواړي چې پدې برخه کې له افغانستان سره هراړخیزې همکارۍ ته غاړه کیږدي. امریکا غواړي چې په افغانستان کې هغه څه چې د افغانستان د هر اړخیز تحول په برخه کې مرسته وکړي او د امریکا حیثیت په نړیواله توګه ښه کړي، مرسته کوي. د امریکا پدې برخه کې مرسته نه یوازې افغانستان د اړوندو هېوادونو له تجارتي او حقوقي بیوروکراسۍ راباسي بلکې افغانستان سره هم مرسته کوي چې د یو ستراتیژیک ملګري درلودو له امله د سیمې له هېوادونو سره په ډاډه زړه تفاهم ته ورسیږي. دا هغه څه دي چې د اروپا ډېر ستر ځواکونه هم ورته اړتیا لري. امریکا تر ډېره بریده پردې باور ده چې له افغانستان څخه په وتو دا سیمه به بېرته د ترهګرو ځاله شي او جنګ سالاري به بیرته را وګرځي. خو ولې د حکومت د لاجورد لارې په څیر ستر اقتصادي اقدامات نه یوازې افغانانو ته بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم پیغام ورکوي چې افغانستان اوس هغه پخوانی افغانستان ندی بلکې د مدیریت ظرفیت یې پیدا کړی دی.
د لاجورد لارې، ټاپي، کاسا زر او چاه بهار په څېر کليدي پروژې باید افغانستان له هر ډول سیمه يیز سیاسي اغیز لېرې وساتي. دا هغه څه دي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او سفیران یې درک کړي. له بده مرغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتره هغه ډېسکونه چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ستراتیژیک، دیپلوماټیک او اقتصادي تحولاتو څارلول لپاره یې ایجاد کړي دي، له کاره لویدلي دي. دوی جدي اصلاح او بدلون ته اړتیا لري. هلته له مقرراتو سره سم بیدار کادرونو ته اړتیا لیدل کیږي. چې د سیمې په پروټوکول او خوی پوه شي. له راتلونکې کلیدي بدلونونو خبر او د افغانستان په ګټه یې را وڅرخوي. موږ باید په اړوندو ادارو او وزارتونو کې د نوموړې سترې پروژې د بریالیتوب لپاره داسې شعبې رامنځته کړو چې دا سترې پروژې د لوژیستیک، حقوقي او قانوني اړخه مدیریت کړي.
د افغانستان هغو ټولو خواخوږو هېوادونو ته چې د افغانستان په پرمختیا کې خپل سیاسي، امنیتي او شخصيتي ثبات وینې، د لارجورد لارې پرانېسته ستر باور او خوشبیني ده. دوی له دې پیل انګیزه اخلي او د افغانستان په ظرفیت، اصلاح او پرمختیا یې باور زیاتیږي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني سیمه يیز حریفانو ته یو ډېر واضح پیغام درلود، هغه دا چې:
“تاسو زموږ لارې تړئ خو موږ تاسو ته لارې پرانیزو. تاسو زموږ پرمخ د جنوبي اسیا لارې تړئ خو له یاده مو ونه وځي چې له منځنۍ اسیا تر اروپا پورې لنډه لار د افغانستان له لارې تیریږي او تاسو یې کارولا شئ.”
د لاجورد لارې له پرانېستې وروسته سیمه ییز تشویشونه باید ډېر په سیسټماتیکه توګه حل شي او د افغانستان ګټو ته په کتو د سیمه يیزو اقتصادي انکشافاتو سره یو شي. د دې لارې له پرانېستې وروسته پر دې کار روان دی چې د دې لارې د دوامداره او با ثباته ساتلو په موخه د حکومت له لوري یو ځانګړی کلیدي روډ میپ جوړ شي. هغه ټولې ستونزې چې پدې لومړي پړاو کې تر سترګو شوي دي د مربوطه وزارتونو له لارې د اړوندو هېوادونو سره شریکې او حل شي. همدا ډول پدې هم کار روان دی چې څنګه د دې هېوادونو ترمنځ ازاد پاسپورټ او روډ پاس ته زمینه مساعده شي. پر دې سربېره حکومت په نظر کې لري چې له بدخشان څخه تر نېمروز پورې یو فرهنګي، اقتصادي، ستراتیژیک او ترانزیټي کوریډور رامنځته کړي. د دې ترڅنګ له هرات څخه تر تورغونډۍ او اقینه پورې کلیدي کوریډورونه رامنځته کړي تر څو وروسته پاتې فکرونو له عصري زېربنا په مرسته د وخت له غوښتنو سره عیار شي. (پای)
وروستي