
د فبرورۍ میاشتې په ۱۴ نیټه د ولا نتينې نيټې یا د ټولو مینانو ورځې په نوم یادیږي او د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې نمانځل کیږي، په دې ورځ خلک خپلو خوږو سره دمينې او عقيدت داظهار لپاره يو بل ته سره گلونه او تحفې يا سوغاتونه وړاندې کوي.
ولانتينىنيټه یا د مينې د اظهار او څرګندولو ورځ دراتگ په نظر کې نيولو سره دگلونو څولو سټالونو مالکانو دگلونو په نرخونو کې څو چنده اضافه کړې او مختلفو ملي او نيمو ملي کمپنو هم ددې موقعې په مناسبت سره ددستورو جوړولو تيارۍ پيل کړي.
د مينې د اظهار او څرګندولو ورځ په حوالې سره زړه راښکونکي معلومات:
په امريکا کې هر کال په 14فرورۍ يو بلين کارډونه خرڅيږي، په ټوله نړۍ کې د دغې ورځې په حوالې سره دځانگړو کارډونو په اخستونو کې 85 فيصده ښځې وي، که هر څو دغه ورځ درومانوي مينه کوونکو لپاره ځانگړې ده ، خو په دغه ورځ اخستل کيدونکى هر پينځم کارډ موروپلار ته ورکولى شي، په نړۍ کې دکورنو څاروؤ لرونکو څخه درې فيصده خپلو څاروؤ ته هم په دغه ورځ ځانگړي سوغاتونه ورکوي، په ټوله نړۍ کې هر کال پنځوس ملينه دگلاب گلونه دويلنټائن ډى په موقع ورکولى شي، په امريکا کې اوسطاً يو سل لس ملينه دگلاب گلونه په سوغات کې ورکولى يا قبلولى شي، دگلونو په اخستو کې ٧٣ فيصده سړي او ٢٧ فيصده ښځې وي، دټيليفون موجود اليگزينډر گراهم بيل په ١٨٧٦ء کې خصوصاً هم په دې ورځ خپل ايجاد پخپل نوم سره دمخصوصولو لپاره درخواست ورکړى ؤ، په اروپا کې عامه رايې دا ده چې په دغه ورځ سحر دسترگو پرانستل کيدو سره سم چې تاسو دکومې ښځې يا سړي نوم واورئ، نو هم دهغې سره وادۀ کيږي.
دمينې داظهار لپاره هر څو يو وخت او ورځ نۀ شي متعين کيدلى خو ويلنټائن ډى ددغه جذبې دتجديد موقع ورکوي، دا ورځ خپلو خوږو ته ددې وئيلو ورځ ده چې مونږ دهغوي سره څومره مينه کوؤ، که هر څو دمينې اظهار کله هم کيدى شي خو دا دمينې داظهار دتجديد ورځ ده، په دغه ورځ خلک دخپلو خوږو سره دروايت مطابق دخپلو جذباتو اظهار کوي، دملگرو سره ليدل، خبرې کول او دسوغاتونو راکړه ورکړه ښه لگي.
دا دمينې دويشلو ورځ ده او چرته چې په ټولنه کې دومره نفرتونه وي، نو هلته دمينې په ويشلو اعتراض څنگه کيدى شي؟ دا ورځ په اولسي کچه نمانځل پکار دي، دا ورځ يواځې دهلک او جينۍ دمينې سره تړل سم نۀ دي، ددې ترڅنگ خپلو خوږو ،ويلنټائن ډى رشته دارانو، او دکورنۍ خلکو سره هم دمينې داظهار دموقعې برابرول ورځ ده.
14مه فروري دمينې داظهار ورځ څنگه جوړه شوه؟ په دې حواله په عامه توگه بيانيدونکې قصه خو دوخت دمشهور سينټ ويلنټائن ده ، ديو روايت ترمخه ويلنټائن ډى درومي تهذيب څخه اغاز وموندو، په زوړ روم کې په ١٤مه فرورۍ دوادۀ کولو ورځ وه، په دغه ورځ به يو تهوار نمانځل کيدو چې پکې درومي جينکو نومونه په پرچو ليکلى شول ، وروستو به دقرعه اندازۍ په ذريعه ، دوه ښځې په تهوار کې شاملو سړو باندې ويشلى شوې ، دغه جوړې به دتهوار په وخت يو بل سره وخت تيرولو او کله چې به يې ديو بل سره مينه پيدا شوه نو دهغوي به وادۀ کولى شو.
ديو بل روايت ترمخه باچا کلوډئيس په پوځ کې دناوادۀ کړو ځوانانو دکارکردگۍ ښه کولو لپاره دځوانانو په وادۀ پابندي لگولې وه خو مقامي پادري سينټ ويلنټائن دباچا څخه په پټه دهغوي دودونو کولو فيصله وکړه، کله چې باچا ته حقيقت معلوم شو نو هغه پادري ته دمرگ دسزا اورولو امر وکړو، دسينټ ويلنټائن دمرگ په سزا عمل درامد په ١٤ فرورۍ شوى ؤ او دغه شان دويلنټائن ډى روايت رواج شو.
دزړۀ راښکلو خبره دا ده چې په تاريخي دستاويزاتو کې ددغسې کومې واقعې سند هم نۀ شي موندل کيدى.