غزل


د ز ړه اواز که مې يارا نو تر محل لاړ
بس په دې پوه شئ چې ارمان مې ترمنزل لاړ
زه چې دچا مينه کې ګرځم لېونی په بيديا
هغه نا پوه زماګرېوان پورې خندل لا ړ
خير دی جانان به تېروتلی وي اخيربه پوه شي
زاړه ټپونه مې په زړه ناسوريدل لاړ
زه له اغياره ګيله نه کو وم روېباره واوره
زمونږ ترمنځه پټ لوظونه ماتېدل لاړ
زه په اسمان کې دښکلا په نامه ستوري شمېرم
غلي په وريځ کې دلمرمخ ته تېرېدل لاړ
پښتون اشنا غږ دجرس وانه ورېده که څنګه
کاروان يې لار کړله بدله په ځنګل لاړ
لويه کوڅه راباندې تنګه شوه راووتمه
سپي دغماز راته هرلورې غپېدل لاړ
زه يې له مينې نه بې هيلې ګرځېدلی نه يم
په خد متګار باندې خوږ زړونه ژړېدل لاړ