دکا بل ياد

خاورې ايرې به اوس په سر بادوم
مړاوي ګلان به دې په ور بادوم
نن دکوچي دقبر ځای ته ورځم
باده خبر ستا په وزر بادوم
دتورو شپو ډيوو صلا ح راکړې
غم په خندا ماښام سهر با دوم
ته مې دمينې يې نظر دکسو
ځکه په سترګو ستا بشر بادوم
غمونه ټول ما ته راولېږه خپل
زه به خوښي ستا په ځيګر بادوم
په هر منزل زه يم له ځانه جلا
چې دګودر لنډ ماذيګر يا دوم
څو چې پا لنګ ته در ختلی نه يم
د زړه فرياد په بحر وبر يادوم
ستا اميد ونه به ژوندي سا تمه
د کا بل ياد به په خپل سر بادوم
دخدمتګار دمينې ښکليه بڼه
تل به دې درد او غم بهر بادوم
ليندۍ ١٣٨١ ل ه
کلا کر ويک ناروې