
یان او ریچارډ لېنګسټون برېتانوي وروڼه دي چې له ګډه کاره میلیاردران شوي دي. دوی دواړه د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې زېږېدلي دي. پلار یې د غاښو ډاکټر و او دوی ته یې د خپلې سیمې په یوه غوره خصوصي ښوونځي کې د زده کړو زمینه برابره کړه. تر ښوونځي وروسته د وروڼو د زده کړو لاره جلا کړه. یان یې چې مشر و، د عینکو جوړولو په برخه کې زده کړې وکړې او ریچارد بیا سروېیر شو.
یان په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې د عینکو د پلور لومړنۍ هټۍ د لندن په هامپسټید سیمه کې پرانیستله. د لندن اېونېنګ سټندرډ په نوم په یوه وېبپاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د دغه کار د پیل لپاره چې وروسته یې له برکته دواړه وروڼه میلیاردران شول، دوی له خپلې نیا ۶۰۰۰ فوډه پور ترلاسه کړی دی. همدې وېبپاڼې ویلي چې د یان کار په دریو کلونو کې ډېر پرمختګ وکړ او د عینکو د پلور یو حلقوي پلورنځی یې وپېره. تر ۱۹۹۶ کال پورې د دغه حلقوي پلورنځي د څانګو شمېر ۴۰ او ارزښت یې ۲۰ میلیونه فونډو ته لوړ شو.
له همدې لارې په ترلاسه کړو پیسو دې وروڼو خپل فعالیتونو د جایدادونو او املاکو برخې ته وغځول. دا نو په مسلکي لحاظ د ریچارډ برخه وه او هغه هم له خپلې وړتیا په استفادې په دې برخه کې د کارونو له پراختیا سره پام وړ مرسته وکړه. د دوی یو ملګری وايي چې لېنګسټون وروڼو په لومړنیو کې د کوچنیو اپارتمانونو پېر او پلور کاوه، خو ورځ تر بلې یې معاملې لویېدې تر دې چې د جایدادانو او املاکو یوه امپراطوري یې رامنځته کړه.
دې وروڼو په ۲۰۱۱ کال کې د عینکو له کاروبار سره خدای پاماني وکړه او اوس یې ټول تمرکز پر املاکو او جایدادونو دی.
د لندن اېنډ ریجنل پراپرټیز په نوم د دوی کمپنۍ په اروپا کې له سترو کمپنیو شمېرل کېږي. دغه کمپنۍ اوس پر برېتانیا سربېره په جرمني، روسیه او پانامه کې جایدادونه او دفاتر لري.
د کمپنۍ له لویو پروژو یوه یې په لند کې د الیزابېت هوس په نوم هوټل دی چې د ۹۳۰ میلیونه ډالره لګښت ورباندې راغلی دی. دغه راز په پانامه کې په ۲۵۰ هکتاره ځمکه کې هوټلونه، پارکونه، ښوونځي او سوداګریز جایدادونه لري. پر دې سربېره له پانامه سیټي د باندې ۲۰ زره کورونه هم لري.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې دغه دواړه برېتانوي وروڼه اوسمهال څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري، چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۹ ام او په برېتانیا کې ۱۶ ام ځای لري.
دوی دواړه د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.