
د BOSTON DYNAMICS شرکت، چې په ګوګل (Google) پورې تړلی دی، خپل نوی روبات، چې سپي ته ورته دی او د سپي نوم(سپوت) دی بازار ته ښکاره کړ. په دې نوی ویډیو کې، چې نوموړي شرکت خپره کړې ده، خلک د نوموړي روبات سره ډیره ناوړه رویه کوي، چې په انټرنیت کې یې ډیر شورماشور منځ ته راوستلای دی.اصلي خبره داسې ده، چې په دا ويډیو کې، چې تاسې یې کتلی شئ، خلک دغه روبات څو ځله په لغتو وهي، تر څو یې چپه او د پښو ولووي، خو دا کار اصلا د دې لپاره کیږی، تر څو د روبات ټينګتيا، ثبات او پایښت وګوري او معلوم یې کړي، خو سره له دې هم د دغو انځورونو په کتلو د انسان زړه خپه کیږي.
په انټرنیټ کې ځینې داسې ټوکې کوي، چې د روبات سره داسې چال چلند نه دی په کار، ځکه سبا به داسې وخت راغلی وي لکه په هغه فلم (ماتریڅه)کې چې دی. نور نو د روبات په هکله په دغه ویډیو کې ښکاري، چې دغه نوی روبات ثابت او په هر ډول لار په اسانۍ ځي راځي. د یادونې وړ ده، چې دغه روبات د مخکېني دوو روباتانو۱۰۹ او ۱۵۹ په پرتله ۷۲،۵ کیلوګرامه وزن لري. په دغه ویډیو کې دا هم ښکاري، چې دغه روبت چټک، چالاک او سپک دی.