
له تېرو ټاکنو وروسته ګڼې ستونزې په هیواد کې رامنځ ته شوې، هر چا په د هیواد په هر کنج کې په یوه لوبه پیل وکړ چا مخې له ټاکنو او چا هم وروسته له ټاکنو ګڼ ګواښوونه روان دولت ته وکړل.
کله چې پایلې اعلان شوې نو هغه ناخوالې خو د ټولو په یاد دي، چا به منله چا به نه منله دولت په داسې یوه څلور لارې ولاړ وو چې له هرې خوا ورته یو ګواښ مخ وو، خو بیا هم یو دوه سری دولت جوړ شو خو نوي حکومت دا پریکړه وکړه چې نور به پخوانۍ څېرې چې د افغانانو لپاره تکراري او ستړي کوونکې دي په کابینه کې نه پرېږدي دوه سري دولت خپله دا پریکړه تر یوه حده عملي کړه خو د افغان دولت لپاره یې نوې خنډونه جوړ کړل.
ځنې پخوانیو جهادي مشرانو په نوې کابینه کې د شتون غوښتنه کوله چې و نه منل شوه نو دوی دا هیله لرله چې لږ تر لږه د یوه ولایت والي خو به شي چې دا کار هم له عملي کیدو لرې ښکاري.
نو چې جهادي مشرانو او ځنې مهلي قوماندانانو خپله ګټه وټه ونه لیده دولت ته یې ګواښونه وکړل او و یې غوښتل د خپلو ګواښوونو په واسطه د ولس زړه له وېرې ډک کړي.
تورن اسماعیل خان چې د هرات والي او همدارنګه د اوبو او برېښنا وزیر پاتې شوی وو یو له هغو کسانو دی چې د هیواد په معاصر تاریخ کې پيژندل شوې څيره ده د هیواد په لوديځ کې څه نفوذ لري.
دا دوهم ځل دی چې د افغان دولت لپاره د نا امنی ګواښوونه کوي په لومړي ځل یې د جهادي قومندان په مړینه کې هراتیانو ته ګواښ وکړ چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د هیواد وضیعت ډير بد شي، دلته دوه خبرې دي یو دا چې که د اسماعیل خان استخبراتي مالومات دومره قوي دي نو بیا ولې له حکومت سره مالومات نه شریکوي که داسې نه وي نه داسې هم کیدای شي چې د راتلونکو نا امنیو تر شا د ده لاس وي.
اسماعیل خان د ولسمشری تر ټاکنو دمخه هرات ته ولاړ ګڼو هراتیانو ته یې وینا وکړه داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې ده په هرات کې وسله وېشلې او همدارنګه یې له خلکو غوښتې وو ترڅو په هر توګه چې کیږي په رایو کې برخه واخلې او د ده د خوښې کس ته رایه ورکړي.
په هرات کې د پراخ قدرت په لرلو داسې ګنګوسې خپرې شوې چې په هرات کې د نورو کاندیدانو بریدونه د اسماعیل خان د کسانو لخوا تر سره کېدې دا چې دا خبرې به تر کومه سمې وي نه پوهیږم.
په دې وروستیو کې اسماعیل خان د هرات په ولایت کې یوه غونډه خپل کور ته را بللې وه چې نږدې ۵۰۰۰ کسان یې برخه وال وو.
ده دې غونډې ګډونوالو ته وویل چې نوی دولت بې کفایته دی نه شي کولی چې د ولس درد دوا کړي د ده نوې کابینې وزیران بې سواده او دوه تابېعته و بلل.
خو ولس باید دا پوښتنه ترې کړې وی چې ته خو ښه یو تابعته تکړه او په کار پوه سړی وې ستا له برکته یوازې د کابل ښار پوره برق نه لري دا ستا کفایت دی چې به کابل کې برق په نوبت دی په میلونو متره اوبه بې بیې ګاونډیو هیوادو ته ځي او ورسره په میلونو پیسې شمالی ګاونډیانو ته.
ولس ته په کار ده چې نور داسې مشران منزوي کړي هغوی په ګوښه کې پرېږدي ځان ته وړ پوه او روڼ آندي مشران پیدا کړي.